د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

د طالبانو له بنده د معترضې مېرمنې 'ندا پرواني' د خوشې کېدو غوښتنه شوې


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د افغان مېرمنو د اعتراضي غورځنګونو ایتلاف د یوې معترضې مېرمنې ندا پرواني د ازادۍ غوښتنه کړې.

اته ورځې کېږي چې د معترضو ښځو د خود جوشه خوځښت د یوې غړې ندا پرواني د نیول کېدو ادعا شوې، خو د ندا او د هغې د کورنۍ د غړو د نیول کېدو په اړه هېڅ راز معلومات نه دي ورکړل شوي.

د خود جوشه معترضو مېرمنو د بیان پر بنسټ، ندا او د هغې مېړه او زوی تېره اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د کابل خیرخانې مېنې په سیمه کې د خپل کور له مخې د طالبانو له‌خوا نیول شوي دي.

د افغان مېرمنو اعتراضي خوځښتونو ایتلاف د دوشنبې په ورځ د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو سره د طالبانو له لوري د دې ښځې د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په دې پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د ښځو نیول، ترور او وژل د یوه دردونکي سکوت په توګه یاد شوي.

معترضو مېرمنو په پرېکړه‌لیک کې له ملګرو ملتونو او د ښځو د برخې له فعالو سازمانونو غوښتل شوي چې د ندا پرواني قضیه په جدي توګه وڅاري او د خوشې کېدو لپاره یې پر طالبانو فشار راوړي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې انځور

د افغان مېرمنو د اعتراضي خوځښتونو د ایتلاف غړې پریسا مبارز ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه د مېرمن پرواني د برخلیک په اړه هېڅ راز معلومات نه لري.

هغې وویل: "موږ یې له کورنۍ سره اړیکه ونیوله، هغوی د طالبانو حوزې ته ورغلي، خو مېرمن پرواني هلته نه وه. له دې معلومېږي چې ندا د طالبانو له استخباراتو سره ده، خو کورنۍ ته یې هېڅ راز معلومات نه دي ورکړل شوي."

مېرمن مبارز، چې په خپله هم وړاندې د طالبانو له‌خوا نیول شوې وه، وایي چې د مېرمن پرواني د روغتیایي وضعیت په اړه اندېښمنه ده.

یوې بلې معترضې مېرمنې ترنم سعیدي ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه چې په افغانستان کې د مېرمنو وضعیت کړکېچن دی. که دا وضعیت دوام وکړي، نو د افغانستان ټولنیز، فرهنګي او سیاسي برخي ته به ډېر زیان ورسوي او جبرانېدل به یې ناممکنه شي."

یوه معترضه مېرمن ترنم سعیدي
یوه معترضه مېرمن ترنم سعیدي

د طالبان حکومت چارواکو تراوسه د ندا پرواني د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له ویاند عبدالمتین قانع څخه په دې اړه وپوښتل، خو د دې راپور تر خپرېدو یې پوښتنه ځواب نه‌کړه.

د طالبان له بیا واکمنۍ د دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم ښځې او نجونې د زده کړو کار او ټولنیزو برخو کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي.

د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې یو ډېر شمېر معترضې مېرمنې د پوهنتون استادان، خبریالان او مدني فعالان له دې امله نیولي، بندیان او شکنجه کړي چې د دوی د حکومتولۍ په بڼه یې انتقاد کړی.

یو شمېر دغه فعالان له بنده خوشې شوي، خو د رسول پارسي، مطیع الله ویسا، مرتضی بهبودي او د ندا پرواني په ګډون یو ډېر شمېر یې لا هم د دوی په بند کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG