د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

جرمني کې د طالبانو خلاف د افغان ښځو د اعتصاب خېمه؛ نن یې څلورمه ورځ ده او نور کسان هم ورسره یو ځای شوي

د افغان ښځو د اعتصاب خېمه
د افغان ښځو د اعتصاب خېمه

د جرمني په کولن ښار کې د افغان ښځو د اعتصاب د خېمې لګولو څلور ورځې پوره شوې.

د اعتصاب کوونکو له ډلې تمنا زریاب پریاني ازادي راډيو ته وویل، که څه هم ځینو همکارانو یې د روغتیايي ستونزو له امله اعتصاب پرېښی، خو نوموړې وايي چې دې خپل اعتصاب ته دوام ورکړی او د نړۍوالې ټولنې مرستې ته په تمه ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

"نن زموږ د نه خوړلو د اعتصاب څلورمه ورځ ده او د هامبورګ ښار ځينې اوسېدونکي مو لیدو ته راغلي وو، تر اوسه د هغو ادارو مسولان چې باید راغلي وای، نه دي راغلي، خو زموږ اعتصاب دوام لري. د روغتیايي ستونزو له امله زموږ ځینو ملګرو د نه خوړلو اعتصاب پای ته ورساوه، خو زه او درې نور همکاران مې اوس هم خپل اعتصاب ته دوام ورکوو، خو زموږ ټول ملګري د اعتصاب په خیمې کې موجود دي."

په ورته وخت کې ځینې معترضې مېرمنې تازه له دې اعتصاب سره یو ځای شوې دي.

زرمینه پریاني، چې په وروسته په اعتصاب کې شامله شوې، ازادي راډیو ته یې وویل، تر هغو به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي چې غوښتنو ته یې مثبت ځواب و نه ویل شي.

د افغان ښځو په ملاتړ د شوي اعتصاب ګډونوال نظام جلالي چې ځان سیاسي فعال معرفي کوي او د ایران اوسېدونکی دی، وايي، هغه محدودېتونه چې په افغانستان کې ښځې ورسره مخ دي، نه غواړي په وړاندې یې بې تفاوته پاتې شي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"هغه وضعیت چې په افغانستان کې دی او هغه جنسیتي اپارتید او ناوړه وضعېت چې ښځې په افغانستان کې ورسره مخ دي، داسې څه نه دي چې څوک پرې پوه نه شي. هر ویښ وجدان خپله دنده پېژني چې د افغان ښځو د غورځنګ له دې غوښتنو او اعتراضونو ملاتړ وکړي."

د اعتصاب یوه ګډونواله، تمنا زریاب پریاني

خو ځینې نور کسان چې وروسته په کولن کې د ښځو له اعتصاب سره یو ځای شوي، د امنيتي ستونزو له امله يې د نوم او غږ له خپرولو ډډه وکړه.

د اعتصاب د خېمې یوه څنډه
د اعتصاب د خېمې یوه څنډه

د ښځو او بشري حقونو ځینو فعالانو هم د ښځو له دې اعتصاب څخه ملاتړ اعلان کړی.

د بشري حقونو یوې فعالې او د دغه اعتصاب یوې ملاتړي مینا رفیق ازادي راډیو ته وویل:

"موږ افغان مېرمنې، اعتراض کوونکې او نور افغانان دې پایلې ته رسېدلي یو چې په افغانستان کې جنسیتي اپارتید ته نه وایو. نړۍواله ټولنه باید پوه شي چې موږ نه تسلیمېږو او له هرې لارې چې کېږي، هغه که هنر، اعتراض یا اعتصاب وي، له خپلو غوښتنو نه تېرېږو. دا مسله باید جدي وګڼل شي، څنګه چې د دنیا نور خلک انساني ارزښت لري، افغانانو ته دې هم په همدې سترګه وکتل شي."

د جرمني په کولن افغان ښځو دا اعتصاب د طالبانو له سیاستونو سره د مخالفت په خاطر شوی چې نړۍواله ټولنه په افغانستان کې جنسیتي اپارتید په رسمیت وپېژني او په طالب چارواکو په ځانګړې توګه د سفر په برخه کې بندیزونه ولګوي او طالبان باید سیاسي بندیان ازاد کړي.

افغان ښځې په پرله پسې ډول د طالبانو د بندیزونو خلاف په کور دننه او بهر اعتراضیه غونډې کوي
افغان ښځې په پرله پسې ډول د طالبانو د بندیزونو خلاف په کور دننه او بهر اعتراضیه غونډې کوي

خو د طالبانو حکومت د دې ادعاو په ردولو سره تل ادعاوې کړي، چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو؛ په ځانګړې توګه د ښځو حقونه ورکړل شوي او په ښځو محدودېتونه لګول یې د افغانستان کورنۍ مسله بللې او له نړۍ یې غوښتي چې په دې مسایلو کې دې لاسوهنه نه کوي.

افغان ښځې داسې مهال په افغانستان کې د جنسیتي اپارتید د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ، د بشري حقونو او پراختیا لپاره د اسیا فورم او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجرائیوي مشرې سیما باهوس هم د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو چلند جنسیتي اپارتید بللی دی.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې دوو کلونو کې افغان ښځې او نجونې له زده کړو او کار منع کړي او همدا شان ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي چې تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او د ښځو حمامونو ته لاړې شي، یا لرې واټن سفر یوازې وکړي.

د دې بندیزونو ترڅنګ په وروستیو کې د طالبانو حکومت په سینګارتونو کې د ښځو په کار او د بند امیر ملي پارک ته د هغوی په ورتګ هم بندیزونه ولګول، چې دې پرېکړو يې هم پراخ غبرګونه هم له ځان سره لرل.

خو له دې سره هم طالبانو په خپلو سیاستونو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG