د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

برایټ بارټ: طالبان د قانوني کاروبار غوښتونکو ښځو پر ضد له برقي ډ‌نډو او وسله کار اخلي


کابل کې د ځینو ښځو اعتراض؛ طالبانو د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:56 0:00

کابل کې د ځینو ښځو اعتراض؛ طالبانو د تیت و پرک کولو لپاره هوايي ډزې کړي

برایټ بارټ:

برایټ بارټ امریکايۍ آنلاین خپرونې په افغانستان کې د سینګارځایونو د بندېدو په اړه په یو مطلب کې لیکلي چې "د ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې" طالبان د هغو ښځو پرضد چې د خپل قانوني کار وبار غوښتنه کوي له برقي ډنډو او وسلو کار اخلي.

خپرونه په کابل کې د ښځو د سینګارخونو د مالکانو اعتراض ته اشاره کوي او لیکي، دې مېرمنو د طالبانو د رژیم پر وړاندې بې‌ساري نافرماني وکړه.

د طالبانو حکومت د جولای په دریمه په ټول هېواد کې سلګونه سینګارځایونو ته یوه میاشت وخت ورکړ چې خپل کاروبار بند کړي.

برایټ بارټ په دې اړه د بشري حقونو غبرګونونو ته کتنه کوي او لیکي، د طالبانو دا پرېکړه نه یوازې د افغان مېرمنو لپاره د سینګار امکانات له منځه وړي بلکې لسګونه زرګونه ښځې هم بې‌روزګاره کوي.

خپرونه وړاندې لیکي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د ولسمشر بایډن د ادارې له‌خوا د ځواکونو د بې نظمه ایستلو په دوام واک ته له رسېدو وروسته طالبان دا هېواد د بې‌وزلۍ او لوږې خوا ته بیايي.

د برایټ بارټ په لیکنه، د ډېری سینګارځایونو کارکوونکې د خپلو کورنیو یوازېنۍ نفقه برابروونکې دي.

خپرونې د ښځو د اعتراضونو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما غبرګون ته هم کتنه کړې.

یوناما په یوه بیان کې ویلي وو، چې په زور سره د سوله ایزو اعتراضونو ځپل د افغان ښځو پر حقونو د تېري وروستی مورد او د ژورې اندېښنې وړ دی.

په بیان کې راغلي چې افغانان له تشدد پرته د خپلو نظریاتو د څرګندولو حق لري او واکمن طالبان باید پر دې اصل عمل وکړي خو برایټ بارټ لیکي، ملګرو ملتونو دا نه دي ویلي چې څنګه به طالبان د دې اصل عملي کولو ته اړباسي.

انډيپنډينټ:

انډيپنډينټ ورځپاڼې د هغې ښځینه قاضي خبرې نقل کړي چې په بریتانیا کې د سیاسي پناه له ترلاسه کولو خوشاله ده.

ورځپاڼه لیکي چې د یسرا په نوم دې قاضي د طالبانو غړي د زندان د پنجرو شا ته اچول خو اوس له حده زیاته خوشاله ده چې بریتانیا ځای ورکړی.

یسرا، چې د ورځپاڼې په لیکنه د ښځو د حقونو له مدافعانو څخه ده د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د خپل امنیت په خاطر له افغانستانه ووتله او دوه میاشتې په پاکستان کې په یوه پټ ځای کې اوسېدله.

نوموړې ته ویل شوي وو، چې د هغه پروګرام په اساس بریتانیا ته نه شي تلای چې د برتانوي ځواکونو همکاران له افغانستانه ایستل کېدل، خو دا ۵۳ کلنه قاضي د یوه خوندي ځای په لټه له نږدې دوه کلنو هڅو وروسته اوس لندن ته رسېدلې او د کورنۍ له هغو غړو سره یوځای شوې چې مخکې هلته اوسېدل.

یسرا چې د خپل خوندیتوب لپاره دا مستعار نوم غوره کړی دی، انډيپنډينټ ته ویلي، دا لاهم باور نه شي کولای چې د دې د مودو مودو خیالونه چې حتی په خوب کې یې هم د هغو د لیدلو جرئت نه لاره رښتیا شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG