د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

طالبانو ولې یوازې په ښځو پسې رااخیستې ده؟


ارشیف: د کابل یوه څنډه کې د یوه سینګارتون مخې ته وسله وال طالب پلی روان دی.
ارشیف: د کابل یوه څنډه کې د یوه سینګارتون مخې ته وسله وال طالب پلی روان دی.

ډېری لوېدیځو ورځپاڼو په افغانستان کې د ښځو د سینګار ځایونو د بندولو لپاره د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر پرون وویل چې دې وزارت د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده د شفاهي حکم په اساس د تېرې جون میاشتې په ۲۴مه په یوه مکتوب کې چارواکو ته یوه میاشت مهلت ورکړی دی چې په کابل او ولایتونو کې د ښځو ټول سینګار ځایونه بند کړي.

په مکتوب کې د دې پرېکړې علت نه دی ښودل شوی، خو طالبان وايي چې دوی خپل ټول اجراآت د شریعت د تطبیق لپاره کوي.

ټلګراف:

د لندن چاپ ټلګراف ورځپاڼه په یوه تحلیلي مطلب کې چې سرلیک یې دی، طالبانو په افغانستان کې د ټولو سینګار خونو د بندولو امر کړی لیکي، طالبان دا پرېکړه داسې مهال کوي چې ښځې یې لا پخوا له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته کړي، د نجونو ډېری ښوونځي یې تړلي او د ښځو پرمخ یې د پوهنتونونو، سپورت خونو او پارکونو دروازې بندې کړي.

ورځپاڼې د یوې مېرمنې له قوله چې په پلازمېنه کابل کې یو سینګار ځای لري لیکي چې وايي، د طالبانو دې حکم ما او ډېرو نورو سینګاروونکو هنرمندانو ته ټګان راکړ.

دا مېرمن وايي چې دا پرېکړه به د افغان مېرمنو کړاو نور هم زیات او د ښې راتلونکې لپاره د دوی هیلې به تتې کړي.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په دې اړه د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس یو راپور خپور کړی چې سرلیک یې دی، طالبانو د افغان مېرمنو د حقونو او آزادیو د سلبولو لپاره په وروستي اقدام کې سینګار ځایونه بند کړي.

ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم، ټولنیز ژوند او د کار پر ډېری بڼو د محدودیتونو له لګولو وروسته دا د افغان ښځو د حقونو او آزادیو پر ضد د طالبانو بل اقدام دی.

ورځپاڼه د یوه سینګارځای د مسوولې له قوله لیکي چې وايي، وروسته له دې چې خاوند یې په ۲۰۱۷ کال کې په یوه موټر بم برید کې ووژل شو دا د خپلې کورنۍ یوازېنۍ نفقه راوړونکې ده.

دا مېرمن چې نه غواړي په امنیتي دلایلو خپل نوم وښيي زیاتوي چې طالبان ورځ په ورځ پر ښځو نور محدودیتونه لګوي.

دا مېرمن پوښتنه کوي چې طالبانو ولې یوازې په ښځو پسې رااخیستې ده؟

د واشنګټن ټایمز په لیکنه دا حکم څو ورځې وروسته له هغه ورکول کېږي چې د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده ادعا وکړه چې د دوی حکومت د ښځو د ژوند د ښېګڼې په هدف لازم ګامونه اخیستي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG