د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

د طالبانو د مشر پر اختريز پيغام د مېل انلاين تبصره


د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده

مېل انلاين:

مېل انلاین بریتانیایي ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده پر اختریز پیغام لیکنه کړې ده.

په لیکنه کې د ملا هبت الله اخندزاده هغه ادعا رااخیستل شوې، چې ویلې یې دي، د دوی له واکمنۍ وروسته ښځې له اجباري نکاح، په بدو کې له ورکړې او یو شمېر نورو د ده په ټکو دودیزو ظلمونو څخه ژغورل شوي دي.

د طالبانو مشر دغه راز ادعا کړې، چې په افغانستان کې د ښځو ټول شرعي حقونه ورکړل شوي، خو مېل انلاین د لوېدیځو اژانسونو په استناد لیکلي، ملګرو ملتونو تېره اوونۍ په افغانستان کې له اساسي حقونو د ښځو د بې برخې پاتې کېدو په تړاو ژوره اندېښنه وښوده.

طالبانو پر تعلیمي ادارو سربېره ښځې پارکونو، عمومي حمامونو او ورزشي مرکزونو ته له تګه منعه کړي او د اوږده واټن سفر لپاره یې هغوی ته شرعي محرم درلودل اجباري کړي دي.

طالبانو په لومړي قدم کې د تېر کال په دسمبر میاشت کې ښځې په کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو هم منعه کړې او بیا یې وروسته دغه محدودیت د ملګرو ملتونو ادارو ته هم وغځاوه.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او دغه راز د ملګرو ملتونو امنیت شورا جلا جلا د افغانستان پر وضعیت غونډې جوړې کړې او طالبان یې له ښځو سره په توپیري چلند تورن کړل.

که څه هم طالبانو په همدې تړاو د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بېنیټ راپور له واقعیته لرې وباله، خو طالبانو واک ته له رسېدو وروسته نجونې له منځنیو او لېسې دورې ښونځیو او لوړو زده کړو منعه کړي چې د نړیوالو بشري ادارو او عامو افغانانو غبرګونونه یې پارولي دي.

د ملا هبت الله اخندزاده د پیغام په یوه برخه کې راغلي، ټول بنسټونه موظف شوي، چې له ښځو سره د واده، میراث او نورو حقونو په تامین کې مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر مرستیالې نادا النشیف تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته وویل، په تېرو ۲۲ میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو د ژوند ټول اړخونه محدود شوي دي.

انډيپنډنټ:

انډيپنډنټ ورځپاڼې د بشري حقونو د یوې لوړپوړي وکیلې په اړه لیکنه کړې، چې ویلې یې دي، لا هم د افغان مېرمنو له لوري غملړلي او وحشتناکه پیغامونه ترلاسه کوي.

ورځپاڼې دا هغه فعالې مېرمنې یادې کړي، چې په پټه فعالیت کوي.

د بشري حقونو وکیلې هلینا کیندي ورځپاڼې ته ویلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته توانېدلې پنځه سوه کسان له افغانستان وباسي.

هغې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې ۱۰۳ هغه افغان مېرمنې له کورنیو سره خوندي سیمې ته انتقال کړي چې په خبره یې د طالبانو له خوا د مرګ خطر ورته پېښ و.

انډيپنډنټ لیکلي، د بشري حقونو دغه وکیله اوس هم د داسې ښځو پیغامونه ترلاسه کوي چې د بېړنۍ ژغورنې غوښتنه کوي.

تر دې وړاندې بیا طالبانو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې په افغانستان کې دې د چا ژوند ته خطر وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG