د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

ډيلې مېل: په افغانستان کې د اعدام وروستۍ پېښه به د نړیوالې ټولنې غبرګونه راوپاروي


ارشیف: د طالبانو له لوري په افغانستان کې د اعدامولو له صحنې یو انځور
ارشیف: د طالبانو له لوري په افغانستان کې د اعدامولو له صحنې یو انځور

ګارډين:

د ګارډین ورځپانې تر دې سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی، د بریتانیا پارلمان له فیفا غوښتې چې په جلا وطنۍ کې د افغانو ښځو د ټیم ملاتړ وکړي.

د مطلب په پیل کې راغلي، د بریتانیا د پارلمان له څه باندې سلو غړو د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر جیاني انفانتینو ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې، چې په جلا وطنۍ کې د افغانو ښځینه فوټبالرانو ټیم د ملاتړ لپاره لا زیات کار وکړي.

د ورځپانې په لیکنه، انفانیتنو دې ډاډ ترلاسه کړي چې افغانې ښځې کولی شي له نړیوالو سره سیالي وکړي.

د بریتانیا د پارلمان غړو د فیفا مشر ته په استولي لیک کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ او د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د بنسټ اېښودونکې خالدې پوپل له هغو غوښتنو ملاتړ کړی چې د جنورۍ په میاشت کې يې کړې وې.

د ورځپانې په ټکو، یوسفزۍ او پوپل د ساندرلند سنټرال استازې جولي ایلیوت سره په ګډه یو لیک لیکلی و.

وړاندې راغلي، د بریتانیا، اسټرالیا، پرتګال او ایټالیا د پارلمانونو ۷۶ غړو دغه لیک لاسلیک کړی و.

د ګارډین په مطلب کې وړاندې راځي، چې په دې لیک کې له فیفا غوښتل شوې چې په ورزش کې د افغانو ښځو پر ګډون د محدودیتونو د لرې کولو لپاره لا زیات کار وکړي.

ډيلې مېل:

ډیلي مېل ورځپانې بیا تر دې سرلیک لاندې یو مطلب لیکلی چې: "طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې دویم علني اعدام ترسره کړ."

طالب چارواکو ویلي، یو سړی يې د پنځو تنو د وژلو په جرم د سه‌شنبې په ورځ د غبرګولي په ۳۰ مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې په یوه عیدګاه جومات کې په عام محضر کې په ډزو "قصاص" کړ.

له دې وړاندې، طالبانو تېر کال په فراه کې یو تن په عام محضر کې اعدام کړ و.

د طالبانو سترې محکمې په یوه بیان کې ویلي، د کابل د ګلدرې ولسوالۍ اوسېدونکي اجمل د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ یو اوسېدونکی او د کورنۍ څلور غړي وژلي وو.

وړاندې راغلي، په افغانستان کې د اعدام وروستۍ پېښه به د نړیوالې ټولنې غبرګونه راوپاروي.

د ورځپانې په ټکو، دا اعدام یوه میاشت وروسته له هغه کېږي چې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې پر طالبانو په عام محضر کې د اعدام، دُرو وهلو او سنګسار په خاطر سختې نیوکې کړې وې او له طالب چارواکو يې غوښتې وو چې د دې ډول کړنو مخه ونیسي.

ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د روان کال په مې میاشت کې اعلان کړی و، چې یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۷۴ نارینه، ۵۸ ښځې او دوه هلکان په عام محضر کې په دُرو وهلو شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG