د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د تړل کېدونکو سینګارځایونو کارکوونکې نفقې موندلو ته حیرانې دي


يو طالب وسله وال د کابل د یوه ښځینه سېنګار ځای مخې ته روان دی
تصویر له ارشیف څخه
يو طالب وسله وال د کابل د یوه ښځینه سېنګار ځای مخې ته روان دی تصویر له ارشیف څخه

ډجیټل ژورنال:

د کاناډا انټرنټي خپرونې ډجیټل ژورنال پرون په کابل کې د لسګونو هغو ښځو پر اعتراض لیکنه خپره کړې، چې د طالبانو له خوا د سینګارځایونو د تړل کېدو په اعتراض لارو سړکونو ته راوتلې وې او د طالبانو وسلوالو ورباندې اوبه وشیندلې یا یې هم هوايي ډزې وکړې.

ډجیټل ژورنال د فرانسې خبري اژانس په حواله لیکلي، چې دغه ښځې د سینګارځایونو د تړل کېدو په غبرګون کې راټولې شوې وې، چې د دغو سینګارځایونو د تړل کېدو امر، له عام ژوند څخه د ښځو د څنډې ته کولو وروستۍ هڅه ګڼل کېږي.

د طالبانو د تازه فرمان له مخې، د ښځو په لسګونو سینګارځایونه باید د زمري/ اسد میاشتې تر درېیمې پورې وتړل شي.

د ډجیټل ژورنال په لیکنه، دغه سینګارځایونه په افغانستان کې د زرګونو ښځو د عوایدو عمده سرچینه وه.

له دې کاره وزګارې شوې ښځې وايي، اوس نه پوهېږي، چې د خپلو کورنیو نفقه څنګه برابره کړي.

د افغانستان د کسبګرو او دکاندارانو د خونې یوې سرچینې ازادۍ راډیو ته ویلي، د طالبانو د حکومت د نوي بندیز له مخې به په ټول هېواد کې د ۱۲۰۰۰ ښځینه سینګارځایونو فعالیت بند او ورسره به په زرګونو هغه ښځې چې په دې کار بوختې وې، وزګاره شي.

طالبانو ۲۳ میاشتې مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

دوی ښځې او نجونې د پوهنتون له زده کړو هم راګرځولي او په نادولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو کار منع کړی دی.

ښځې او نجونې عمومي حمامونو او پارکونو ته نه شي تلای او له محرم پرته اوږده سفرونه هم نه شي کولی.


ګارډین:

د برېتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې پرون د هغو افغان پناه غوښتونکو پر وضعیت لیکنه خپره کړې، چې د بریتانیا له هوټلونو د دوی د ایستلو امر شوی دی.

دغه افغان پناه غوښتونکي په موقت ډول په دغو هوټلونو کې ځای پر ځای شوي وو، چې اوس باید د هوټلونو دغه خونې تشې کړي.

د ګارډین ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د هوټلونو په دغو کوټو کې هغه افغان ترجمانان او پخواني سرتېري دېره وو، چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی و.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې سویلا بریورمن (Suella Braverman) په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، چې بله میاشت به په ټوله برېتانیا کې دغه افغانان له هوټلونو وایستل شي.

د برېتانیا د کابینې غړي جاني میرسیر (Johnny Mercer) ویلي دوی نه پوهېږي په برېتانیا کې دغه دېره کړای شوي افغانان ولې نه شي کولی د مرکزي حکومت له ملاتړ پرته په مستقل ډول ژوند وکړي.

ده ویلي، دوی تمه لري، چې دغه افغان کورنۍ وکړای شي په خپله د ځانونو مرسته وکړي او ځانونه په پښو ودروي.

په درېیو هوټلونو کې پاتې افغانانو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، دوی ته اطلاع ورکړل شوې، چې تر یوې میاشتې له دغو هوټل-خونو ووځي.

دوی ویلي چې د دوی د هوټلونو یوه برخه د کورنیو چارو وزارت له خوا د هغو کسانو لپاره نیول شوې، چې تازه په کوچنیو کښتیو کې د برېتانیا خاورې ته داخلېږي.

پیمانه اسد، چې په خټه افغانه او د کارګر ګوند سلاکاره ده ویلي، دغه افغانان د بېکوره کېدو له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG