د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

دوبۍ ته د محصلو نجونو د سفر پر مخنیوي اعتراض؛ بار: نړیواله ټولنه به کله په جدي ډول د افغان نجونو تر څنګ ودریږي؟


له زده کړو یوه محرومه شوې افغانه نجلۍ د ژړا پر مهال - ارشیف
له زده کړو یوه محرومه شوې افغانه نجلۍ د ژړا پر مهال - ارشیف

د بشري حقونو د څار سازمان، دوبۍ ته د زده کړو لپاره، د هغو ۶۳ افغان نجونو د تګ د مخنیوي په هکله د اندیښنې په ښودلو سره وايي، نړیواله ټولنه باید ډیره هڅه وکړي، چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د ښځو له حقونو څخه سرغړونې پای ته ورسوي.

یاد شوي سازمان د شنبې په ورځ په خپل ایکس یا پخوانۍ تویټر پاڼه کې، د هغو ۶۳ افغان نجونو په سفر بندیز چې د لوړو زده کړو لپاره دوبۍ ته روانې وې، د ښځو له حقونو سرغړونه یاده کړې.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله، هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله، هیدر بار

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیالې، هیدر بار دې موضوع ته په اشارې سره په خپل ایکس پاڼه کې پوښتلي، چې نړیواله ټولنه به کله په جدي توګه د افغان نجونو تر څنګ ودریږي؟

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د اګست په ۲۳ د طالبانو حکومت ۶۳ ښځینه محصلینو ته چې د بورسیې له لارې د خپلو زده کړو د دوام لپاره دوبۍ ته تللې، د تګ اجازه ورنکړه.

په دې اړه دلته ولولئ:

زده کړو لپاره د نجونو د سفر مخه نیول؛ ځینو سازمانونو او فعالانو د طالبانو دغه ګام غندلی (azadiradio.com)

له بلې خوا د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینه د جمعې په ورځ د نجونو له حضور پرته پای ته ورسېده.

دا ازموینه په پنځو دورو کې ترسره شوه او یوازې نارینه زده کوونکو په دې ازموینه کې د ګډون چانس درلود.

یو شمیر نجونو، چې غوښتل یې د کانکور ازموینه کې ګډون وکړي وایي، له زده کړو د نجونو د محرومیت دوام دوی نهیلې کړي دي.

یو له دغو نجونو فرزانې سخي ازادي راډيو ته وویل:

"ما هیله درلوده، چې ډاکټره شم، په تیر کال کې مې غوښتل چې د کانکور ازموینې لپاره تیاری ونیسم، څو خپل د خوښې څانګه کې زده کړې وکړم، ډیره خواشینې کیږم، څه مو غوښتل او څه وشول، شاید دا یوازې زمونږ ګناه وي چې ولې نجونې پیدا شوي یو."

طالبانو په کابل هوایي ډګر کې د دغو ښځینه محصلانو د سفر د مخنیوي په اړه څه نه دي ویلي
طالبانو په کابل هوایي ډګر کې د دغو ښځینه محصلانو د سفر د مخنیوي په اړه څه نه دي ویلي

یوې بلې نجلې، مریم رسولي ازادي راډيو ته وویل، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو څخه دوه کاله تیریږي او له دې سره د راتلونکي لپاره د دوی هیلې له مینځه تللي.

رسولي وویل:

"د نجونو په مینڅ کې هیله، انګیزه او هدف له مینځه تللی، هغه شور او شوق چې پخوا د زده کړې لپاره و اوس پیکه شوی. زه چې کله له نجونو سره غږیږم، ټولې ناهیلې شوي دي، وايي که کوم روزنیز مرکز کې هم زده کړې وکړو، ګټه نلري ځکه ښوونځي او پوهنتونونه چې نه وي دا مرکزونه ګټه نه لري."

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتریش د شنبې په ورځ په خپل اکس پاڼه کې لیکلي، چې ښځې او نجونې به عزت او درناوي سره د ژوند کولو وړ دي.

په دې اړه نور دلته ولولئ:

ګوتریش: ښځې او نجونې هرچېرته د باعزته ژوند حق لري؛ یو شمېر افغانې نجونې: موږ شاته وړل کېږو، راتلونکی مو خرابیږي (azadiradio.com)

نوموړي زیاته کړې، چې د دوی د اساسي او بشري حقونو د ټينګښت لپاره به له خپلې مبارزې څخه لاس وانخلي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، دوی د ښځو او نجونو پر وړاندې یو شمیر بندیزونه وضع کړل.

یو شمېر ښځینه سینګاروونکې، چې کابل کې یې د کاربندیدو په غبرګون کې اعتراض کړی و - ارشیف
یو شمېر ښځینه سینګاروونکې، چې کابل کې یې د کاربندیدو په غبرګون کې اعتراض کړی و - ارشیف

طالبانو واک ته له رسيدو ورسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او له هغه وروسته یې د تېر کال په دسمبر مياشت کې پوهنتونونو ته له تلو هم منع کړې، په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي دفترونو کې د کار، پارکونو او لوبغالو ته پر تګ، او له محرم پرته پر سفر بندیز، نور هغه محدودیتونو دي، چې د طالبانو حکومت پر افغان ښځو لګولي دي.

که څه هم د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو، په وار وار، د طالبانو دغه پرېکړې، له بشري حقونو څخه سرغړونه بللي او د دغو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې، خو د طالبانو حکومت ادعا کړې چې د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي او دا غبرګونونه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG