د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

مېل انلاین: طالبانو د خپلو ژمنو خلاف پر نجونو او ښځو سخت محدودیتونه لګولي


د کابل هوايي ډګر یوه څنډه
د کابل هوايي ډګر یوه څنډه

مېل انلاین:

مېل انلاین ورځپاڼې، د طالبانو له‌خوا د زدوه کړو لپاره د یو شمېر نجونو سفر ته د اجازې نه ورکولو موضوع ته په پام اړولی ده.

په یوه راپور کې چې دې ورځپاڼې خپور کړې ویل شوي چې دغو نجونو ته د لوړو زده کړو بورسونه د خلف احمد الحبتور په نوم د متحده عربي اماراتو یوه میلیاردر د دوبۍ د پوهنتون په همکاری ورکړي وو.

د راپور له مخې الحبتور خواشیني څرګنده کړې چې طالبانو هغه سل نجونې چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ له کابل څخه دوبۍ ته لاړې شي، نه دي پریښي چې سفر وکړي.

هغه د طالبانو له چارواکو غوښتي چې هرڅومره ژر چې کېدای شي، دغه نجوني پرېږدي چې سفر وکړي.

د راپور له مخې طالبانو په نویمې لسیزه کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په نسبت دا ځل د یوې معتدلې تګلارې ژمنه کړې وه، خو د دوی د واکمنۍ تېرو دوو کلونو وښوده چې د خپلې دې ژمنې خلاف یې پر نجونو او ښځو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، لومړی یې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو راوګرځولې او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې هم د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

انفو مایګرنټ:

انفو مایګرنټ خپرونې چې د پناه غوښتونکو او کډوالو اړوند موضوعات خپروي، په فرانسه کې د نادیې په نوم د یوې افغانې پناه اخیستونکې برخلیک ته په پام اړولی او لیکلې یې دي، نادیه وایي چې نور د خپل هېواد اړوند خبرونه نه اوري ځکه دا ډېره خپه کوي.

نادیه چې په افغانستان کې یې له فرانسوي سرتېرو سره کار کاوه، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپل هېواده ووتله او د خپرونې په لیکنه اوس د یوې پناه اخیستونکې په توګه هڅه کوي چې د طالبانو له ګواښه لیرې په فرانسه کې د ځان لپاره نوی ژوند پیل کړي.

په دوام کې راغلي چې نادیه خپلې کورنۍ ته په افغانستان کې پاتې ده، ډېره اندېښنه لري.

د انفو مایګرنټ په لیکنه نادیه چې اوس ۳۱ کلنه ده، هغه مهال یې د فرانسوي ځواکونو اړوند په یوه پلورنځي کې کار کاوه، خو کله چې دغه ځواکونه له افغانستانه ووتل، نوموړې د قابلګۍ په برخه کې زده کړې بشپړې کړې او غوښتل یې د خپلې خوښې دنده مخ‌ته یوسي، خو د خپرونې په لیکنه واک ته د طالبانو له رسېدو سره نادیه چې له فرانسوي ځواکونو سره یې د کار سابقه درلوده، مجبوره شوه چې هېواد پرېږي.

نادیه انفومایګرنټ ته ویلي چې پخوا یې د افغانستان په اړه ډېرې ویډیوګانې لیدلې، خو اوس دا کار نه کوي ځکه په لیدو به یې ډېره خپه کېده او حیرانېده چې څه وشول چې هېواد یې بېرته تورې دورې ته ور وګرځېد.

نادیه وایي، هیله لري چې په افغانستان کې رښتینې سوله رامنځته او ښځې او سړي له یوشان آزادیو برخمن شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG