د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

واشنګټن ايګزامينر: امريکايي چارواکو په دوحې ناسته کې ډېرو ژورو مسايلو ته پام نه دی کړی


د امریکايي او طالب استازو ګډ انځور
د امریکايي او طالب استازو ګډ انځور

واشنګټن ايګزامينر:

واشنګټن ايګزامينر په خپله تازه ګڼه کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د امريکايي پلاوي د وروستۍ ناستې په اړه ليکنه خپره کړې او ليکلي چې امريکايي چارواکو په دې ناسته کې ډېرو ژورو مسايلو ته پام نه دی کړی.

د مقالې لیکوال بیت بیلي چې د فاکس نیوز لپاره هم مقالې لیکي او له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د تراژیدۍ تر نامه لاندې د پروژې مشري کوي، په دې باور ده چې امریکايي چارواکو د دوی غونډه ډېره مثبته ارزولې په داسې حال کې چې حیاتي مسایل په جدي توګه ندي لیدل شوي.

د بیلي په مقاله کې راغلي چې امریکايي پلاوي ویلي چې دا خبرې هراړخیزې او واضح وې، خو د افغان ښځو او نجونو برخلیک ته چې له زده کړو او کار څخه بې برخې دي، پوره پام نه دی شوی.

همداشان د واشنګټن ایګزامینر په وینا امریکايي چارواکو د دغه هېواد د هغو اتباعو په خلاصون باندې چې د طالبانو له خوا نیول شوي، ټینګار وکړ، خو په افغانستان کې د امریکا د متحدینو برخلیک چې د طالبانو له خوا سخت ځپل شوي، هېر شوی.

د دې ترڅنګ د افغانستان د اقتصادي ثبات مسئله هم راپورته شوې، خو دا نه دي ویل شوي، چې د طالبانو حکومت تر کومه حده پر پانګونې او انفرادي سوداګرۍ محدودیتونه لګولي، له هغې ډلې د سینګارتونو تړل چې له امله یې شپېته زره ښځې له کار او عایده پاتې شوي.

استانه ټایمز:

استانه ټایمز ورځپاڼې چې د قزاقستان یوه دولتي ورځپاڼه ده، په استانې ښار کې د دغه هېواد له چارواکو سره د طالبانو د حکومتي پلاوي د غونډې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

دغه پلاوی چې یو شمېر افغان سوداګر هم په کې شامل دي، د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي یې مشري کوي.

دغه درې ورځنۍ غونډه د اګست په دویمه نېټه د قزاقستان د صدراعظم له مرستیال او د سوداګرۍ له وزیر سیریک ژومانګاراین سره د طالبانو د پلاوي له کتنې وروسته پیل شوه.

د استانه ټایمز په وینا، دواړو خواوو پر څو مسایلو تمرکز وکړ؛ د سوداګرۍ پراخول، له قزاقستان څخه افغانستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره د ارزانه لارو موندل او برعکس، ځکه چې اوسنۍ ترانسپورتي لارې چې له ازبکستان او تاجکستان څخه تېرېږي خورا ګرانې دي.

د ورځپاڼې په وینا، د قزاقستان چارواکو په یوې مسئلې ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه باید له یو میلیارد څخه درې میلیاردو ډالرو ته لوړه شي او په اپریل میاشت کې کابل ته د قزاقستان د پلاوي د سفر پر مهال هم پر دې موضوع ټینګار شوی و.

قزاقستان دغه راز وړاندیز کړی چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې یوه برخه قزاقستان کې پرانیستل شي، څو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې مرسته وکړي.

قزاقستان اوس په هرات کې د سوداګرۍ خونه لري.

اوسمهال افغانستان ته د قزاقستان د صادراتو ۹۰ سلنه اوسپنه، معدني سرې، جودر، اوړه او د غنمو اړوند محصولات تشکیلوي. ددغو موادو د لېږد ارزانه لار د ازبکستان د غلبې سټېشن دی چې افغانستان ته د مالونو د لېږد لپاره ۲۰ سلنه تخفیف هم ورکوي.

اخوا بله هڅه هم روانه ده چې د ترکمنستان له لارې افغانستان ته د قزاقستان مالونه را انتقال شي.

د استانه ټایمز د راپور له مخې، دواړو لورو د قزاقستان په دوو ښارونو کې د افغان ځوانانو د زده کړو په برخه کې د همکارۍ په اړه هم خبرې وکړې.

دا مهال د قزاقستان په الفارابي ملي پوهنتون کې ۱۳۰ افغان محصلان په زده کړو بوخت دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG