د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

یوریشیا ریوو: د طالبانو واکمنېدو د سیمې د ثبات په اړه اندېښنې را ولاړې کړي دي


د طالبانو د حکومت یو شمېر مشران - ارشیف
د طالبانو د حکومت یو شمېر مشران - ارشیف

یوریشیا ریوو :

یوریشیا ریوو خپرونې پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر هغه راپور لیکنه خپره کړې په کې ویل شوي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې بیا ټینګولو، د تحریک طالبان پاکستان یا (TTP) غړي زړور کړي دي.

لیکوال محمد عمران وايي پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو په نړیواله ټولنه کې د سیمې د امن او ثبات په اړه د پام وړ اندېښنې ولاړې کړې دي.

لیکوال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه راپور ته اشاره کړې چې په کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د تحریک طالبان پاکستان د زړور کېدو خبره شو؛ هغه ډله چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې خپلې حملې زیاتې کړي او دې کار د ټروریزم په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان هڅو ته چلنج پېښ کړی دی.

لیکوال استدلال کړی چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته پاکستاني طالبان بیا سره منسجم شول او دا چانس یې ترلاسه کړ، چې خپل موقف لا پیاوړی کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېره سې شنبه په یوه څېړنیز راپور کې دا هم ویلي، چې القاعده شبکې د لوړپوړو طالب چارواکو په ملاتړ د طالبانو د حکومت په دولتي ادارو کې نفوذ کړی دی.

خو د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ویلي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور له حقیقته لیرې دی او حکومت يې له القاعده شبکې سره اړیکې نه لري.

مجاهد زیاته کړې، د طالبانو حکومت به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

الشرق الاوسط :

له لندنه خپرېدونکې ورځپاڼې الشرق الاوسط چې په بېلابېلو ژبو خپرېږي، پرون په ناروې کې د افغانستان له پخوانۍ سفیرې او د ولسي جرګې له پخوانۍ استازې شکریې بارکزۍ سره د خبرو پر اساس مقاله خپره کړې، چې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د ځان د وتلو او د افغانستان د اوسني وضعیت په باب یې خبرې کړې دي.

هغې ویلي چې د طالبانو تر تعقیب لاندې کسانو په لیست کې یې نوم شامل و او طالبانو پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته په هغې پسې لټون کاوه، خو دا وتوانېده په خوندي ډول ځان بریتانیا ته ورسوي.

الشرق الاوسط د ۲۰۱۴م کال په نوامبر میاشت کې پر شکریې بارکزۍ هغه ځانمرګي برید ته هم اشاره کړې، چې په خپله مېرمن بارکزۍ ټپي شوې وه.

بارکزۍ ورځپاڼې ته ویلي، دا یوازې طالبان نه وو، چې دا یې ګواښلې وه، د هغې په وینا فاسده مافیا هم په دې کار کې دخیله وه، چې د ولسي جرګې پر مهال دې، دغه کسان افشا کړي وو.

شکریې بارکزۍ زیاته کړې چې دغه کسان ورڅخه کرکه لري او په دې هر وخت پوهېدله، خو د دغو کسانو انتقادونو ته یې بیا هم پام نه دی کړی.

ورځپاڼې د مېرمن بارکزۍ هغه خبرې هم را اخیستي چې ویلي یې دي، له پنځو اولادونو یې یوه هم په سیاسي برخه کې د فعالیت لېوالتیا نه ده ښوولې، ځکه هغوی په دې پوهېږي چې د یوه سیاستوال ژوند به څنګه وي.

د هغې په وینا اولادونه یې ټول د ښځو او د بشري حقونو فعالان دي او په دې پوهېږي چې دا یوه مسوول وګړي ته څه معنی لري.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا دوه ځانګړي استازي د طالبانو له چارواکو سره پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو او نورو موضوعاتو په باب نن دوشنبه هم خپلو دوه ورځنیو خبرو ته دوام ورکوي.

په دې غونډه کې چې یکشنبه پیل شوې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د واشنګټن له لوري او د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی د طالبانو په استازولۍ ګډون لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG