د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

رسنۍ: القاعده په افغانستان کې ځایونه لري او الظواهري د سراج‌الدین په کور کې اوسېده


الظواهري د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې په کابل کې په یوه کور کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
الظواهري د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې په کابل کې په یوه کور کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

لانګ وار ژورنال:

امریکایۍ لانګ وار ژورنال انټرنېټي خپرونې په افغانستان کې د القاعده د حضور په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جوبایډن وروستیو څرګندونو ته پام اړولی چې د جون په ۳۰مه یې په یوه خبري کنفرانس کې کړي دي.

بایډن وویل چې القاعده په افغانستان کې نه شته او متحدو ایالتونو په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره له طالبانو مرسته ترلاسه کړې ده.

خو د لانګ وار ژورنال په وینا، د ملګرو ملتونو پر بندیزونو د څار کمېټې په خپل وروستي راپور کې ویلي، القاعده په افغانستان کې خوندي پټنځای لري او د طالبانو او القاعده اړیکې ژورې او سره نږدې دي.

لانګ وار ژورنال د دغه راپور په استناد د بایډن څرګندونې ناسمې بللي او د بېلګې په توګه یې د بایدڼ د دې څرګندونو په اړه چې ویلي و، القاعده به هلته نه وي لیکلي، په افغانستان کې د القاعده له حضور څخه انکار نه شي کېدای او دا تصور چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له پنځلسمې وروسته چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي نور په دې هېواد کې القاعده فعالیت نه کوي، په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو پېښه دغه تصور غلط ثابتوي.

الظواهري د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې په کابل کې په یوه کور کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د لانګ وار ژورنال په وینا الظواهري نه یوازې دا چې په پلازمېنه کابل کې پناه اخیستې وه، بلکې د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په یوه خوندي کور کې اوسېده.

په مطلب کې وړاندې په افغانستان کې د القاعده د حضور په اړه د ملګرو ملتونو پر بندیزونو د څار کمېټې د راپور نور اړخونه هم رااخیستل شوي او ویل شوي چې القاعده د افغانستان په څو ولایتونو، هلمند، زابل، ننګرهار، نورستان، بادغیس او کونړ کې د روزنې کمپونه لري او په کې د پاکستاني طالبانو لپاره خلک روزي.

دغه راز ویل شوي چې القاعده په فراه، هلمند، هرات او کابل ولایتونو کې خوندي کورونه لري او یو رسنیز مرکز یې هم په هرات کې فعالیت مخته وړي.

دغه راز ویل شوي چې د القاعده یو شمېر مشران د طالبانو په حکومت کې شامل دي او د طالبانو حکومت د القاعده غړیو ته د افغانستان پاسپورټونه ورکوي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د بایډن څرګندونو ته د 'حقایقو د درک' نوم ورکړی.

هغه له الجزیره تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، دوی ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل چا پر ضد نه کارول کېږي او په تېرو نږدې دوو کلونو کې یې دا ادعا ثابته کړې ده.

ګارډين:

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د برتانوي ځانګړو هوایي ځواکونو له‌خوا د ملکي وګړو د وژلو ادعاو ته پام اړولي او لیکي، ښایي ۸۰ افغانان د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په دې هېواد کې د برتانوي ځانګړیو ځواکونو د درې جزو تامونو له محاکمې پرته وژنو قرباني شوي وي.

د ورځپاڼې په لیکنه دا خبره د قربانیانو د کورنیو مدافع وکیلانو یوې عامه څېړنې ته کړې ده.

ګارډین لیکي، ویل شوي چې د دغو ځانګړو ځواکونو یوه سرتېري په افغانستان کې د خپل شپږ میاشتني ماموریت په موده کې ادعا شوې پالیسۍ د یوې برخې په توګه چې په کورونو کې باید د جګړې په عمر برابر ټول نارینه له دې پرته چې ګواښ یې پېښ کړی که نه، له منځه یوړل شي، په یوازې سر ۳۵ افغانان وژلي دي.

د ګارډین په لیکنه اکثره دغه افغانان د ځانګړیو ځواکونو له خوا هغه مهال وژل شوي چې ورسره وسله لیدل شوې، خو په پنځو پېښو کې لیدل شوي چې په ډزو د وژل شویو کسانو شمېر له موندل شویو وسلو زیات و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG