د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

ولې به پر طالبانو بندیزونه اغېزمن نه وي؟


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

ټرانسفرم:

په بريتانيا کې د نشه يي توکو د پاليسۍ د بنسټ اړوند يوې مجلې ټرانسفرم په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د کوکنارو پر کښت د بنديز د لرلید يادونه کړې ده.

ورځپاڼې د دې ادارې د یوه لوړپوړي کارپوه ډیویډ مینز فیلډ له قوله لیکلي، چې د کوکنارو د کښت د بندولو په اړه د طالبانو د تېر کال حکم په ښکاره عملي شوی او په افغانستان کې د تریاکو تولید ۸۰ سلنه کم شوی دی.

د هغه په وينا، د اروپا په بازار کې د پلورل شويو هيرويینو ٩٥ سلنه له همدې اپينو ترلاسه کېږي.

خپرونه پوښتنه کوي، چې په افغانستان او سیمه کې د تریاکو پر تولید بندیز به په نړیوال بازار کې د تریاکو او هیروینو پر عمومي عرضې او په دې اړه د بریتانیا پر تګلارې څه اغېز وکړي؟

ډیویډ مینز فیلډ ویلي، چې په دې قضیه کې درې فرضیې یا سناریوګانې کېدای شي. لومړی دا چې که دا حکم دوام ونه کړي د کوکنارو کښت به بیا پیل شي، دویم، که دا حکم همداسې پلی شي، د تولید مرکزونه به بل ځای ته لاړ شي او درېیمه فرضیه دا ده، چې که د ممنوعیت حکم دوام ومومي او د تولید نوي مرکزونه د بازار تقاضا پوره نه کړي، د نشه يي توکو نور ډولونه به د افغان اپیمو ځای ونیسي.

د خپرونې په وینا، یو بل مهم ټکی هم شته او هغه دا چې طالبان اوسمهال د دې پرېکړې د دلیل په توګه دیني او روغتیايي ارزښتونه وړاندې کوي، خو تر ټولو مهمه خبره د افغانستان په اقتصاد کې د نشه يي توکو د عوایدو رول دی او ورسره د بدیل کښت او افغان کروندګرو سره د مرستې نشتوالی په صورت کې به د افغانستان په اقتصاد او د افغان بزګرانو په ژوند کې دا تشه څنګه ډکه شي؟

خپرونه زیاتوي، چې د روان کال په مني کې به د کوکنارو د کرکېلې راتلونکی فصل راورسېږي او وروسته به معلومه شي چې دا حکم تر کومه حده عملي شوی دی.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې چې ولې به پر طالبانو بندیزونه اغېزمن نه وي؟

د مقالې لیکواله وږمه سادات یوه افغان کډواله ده، چې په واشنګټن کې ژوند کوي.

هغه د حقوقو په برخه کې تخصص لري او د فارن پالیسي او نورو مجلو لکه جنګ او غربت او ځینو ورځپاڼو لپاره مقالې لیکي.

لیکواله وايي، چې دا پخپله د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې پنځه کلنه وه او له خپلې کورنۍ سره د هغو ستونزو شاهده وه چې هغه مهال پر طالبانو د امریکا بندیزونو رامنځته کړې.

هغه وايي، والدین یې ان دې حد ته رسېدلي وو، چې خپل یو ماشوم د نورو ماشومانو په خاطر وپلوري.

سادات په خپله مقاله کې لیکلي، چې هغه مهال امریکا په افغانستان کې د القاعدې د موجودیت له امله پر طالبانو بندیزونه اعلان کړل، خو د دې په وینا دیکتاتور نظامونه بندیزونو ته نه تسلیمېږي او دا خلک دي چې له بندیزونو اغېزمنېږي.

مېرمن سادات د طالبانو پر وړاندې د امريکا د بنديزونو نوي وړانديز شوي پلان ته اشاره کړې او لیکلې یې دي، دا پلان به بريالى نه شي او غوره ده، چې پر طالبانو ټول شته اقتصادي بنديزونه له منځه يوړل شي. ځکه مېرمن سادات لیکي، چې په بېلابېلو هېوادونو کې يې د بنديزونو منفي اغېزې څېړلي او هغه ناورين يې ليدلی او تجربه کړی، چې دغه ډول بنديزونو د افغانستان پر خلکو راوستی دی.

د هغې په لیکنه، اقتصادي بنديزونه د افغانستان د ستونزو د حل لاره نه ده او پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره بايد نورې لارې چارې ولټول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG