د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

فارن پالیسي: د طالبانو د سختو مقرراتو له کبله صرافان تر فشار لاندې راغلي


د کابل شهزاده سرای
د کابل شهزاده سرای

عرب نیوز:

عرب نیوز خپرونې د هېرو شویو افغانانو کیسې په اړه د نېشنل جیوګرافیک او نېټ فلکس دوو فلمونو ته کتنه کړې ده.

په داسې حال کې چې د نړۍ پام د اوکراین جګړې ته اوښتی دی، دا دوه نوي مستند فلمونه بېرته پر افغانستان او هغو خلکو تمرکز کوي چې تېر کال له دې هېواده د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته هلته پاتې شوي دي.

د نېشنل جیوګرافیک په فلم کې، چې 'شاتګ' نومېږي، هغه افغان جنرال تعقیبېږي چې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو د حملو پر وړاندې هڅې کوي، خو نتیجه نه لري، خو د نېټ فلکس فلم چې 'د هغې په لاسونو کې' نومېږي، د افغانستان د یوې پخوانۍ ځوانې ښاروالې کیسه بیانېږي چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره له هېواده تښتي.

د شاتګ فلم ډایرکټر ماتیو هینیمان وايي: "موږ داسې کیسې هېرې کړي دي، هغه کوم وخت و چې وروستی وار مو د افغانستان په جګړه خبرې کړي، او یا مو د هغې په اړه کومه مقاله لوستې ده؟ البته څه نا څه یې په اړه ویل کېږي خو ډېر خلک پر افغانستان نه ږغېږي."

د میدان ښار پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري، چې د 'هغې په لاسونو کې' فلم پرې رڼا اچوي، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې په کې ځان، ماشومان او هر څه پلورلی شي، خو اجازه نه لري چې ښوونځیو ته لاړې شي.

د دغو فلمونو کیسه په هغو میاشتو کې پیلېږي چې لا امریکايي پوځیان له افغانستانه وتلي نه دي، خو په پای کې یې اصلي کرکټرونه د طالبانو ننداره کوي چې څرنګه هغه کارونه له منځه وړي چې دوی کړي وو.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان صرافانو پر کاروبار لیکنه خپره کړې ده.

خپرونې شهزاده سرای، چې په کابل کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې بازار دی، له نورې نړۍ سره د مالي ارتباط لپاره د افغانستان یوازینی مرکز بللی دی ځکه چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان پر بانکونو بندیزونه لګول شوي او د دې هېواد بانکي سیستم تر ډېره له کاره لوېدلی دی.

په لیکنه کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د اقتصاد خرابېدو ته د اشارې ترڅنګ ویل شوي چې د طالبانو له لوري د سختو مقرراتو له کبله صرافان تر فشار لاندې راغلي، خو دې ته په کتو چې په دې مارکېټ کې نه یوازې هره ورځ پیسې تبادله کېږي، بلکې نور ډېر مالي خدمات وړاندې کېږي، شهزاده سرای خپل کار ته دوام ورکوي.

فارن پالیسي زیاتوي، د طالبانو له لوري له بې ساري ستونزو سره سره صرافان د افغانستان په اقتصاد کې حیاتي رول لوبوي.

XS
SM
MD
LG