د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د فارین پالیسي شننه: د افغانستان د کنګل شوې پانګې ښه کارونه


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

ګڼو هندي ورځپاڼو د هندوستان له صدراعظم ناریندرا مودي سره د یو شمېر افغان سیکانو او هندوانو په لیدنو مطالب خپاره کړي دي.

  • ټیلیګراف

د هند ټیلیګراف خپرونې لیکلي، یو شمېر افغان هندوانو او سیکانو له مودي سره د شنبې په ورځ وکتل او له هغه یې په سخت وخت کې د ملاتړ له کبله مننه وکړه.

په هندي رسنیو کې د دې لیدنې په خپرو شوېو تصویرونو کې ښکاري چې د هند صدراعظم ناریندرا مودي له هغې افغاني لونګۍ او چپنې سره ښکاري چې افغان سیکانو او هندوانو په ډالۍ کې ورکړې ده.

د مودي دفتر په یو بیان کې ویلي، هغه افغانستان کې د هندوانو او سیکانو د ستونزو او هند ته د هغوی د انتقال برخه کې پر مرستې خبرې وکړې.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ سره یو شمېر افغان هندوان او سیکان هندوستان ته لېږدول شوي دي.

  • انډیا ایکسپرېس

د انډیا ایکسپرېس ورځپاڼې په دې اړه یو مطلب کې لیکلي چې ناریندرا مودي افغان هندوانو او سیکانو ته هرکلی ووایه او ورته ویې ویل چې هغوی په هند کې مېلمانه نه بلکې دا یې خپل کور دی.

د هند صدراعظم همدارنګه افغان هندوانو او سیکانو ته د دوی د ستونزو په هواري کې د مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

  • فارین پالیسي

فارین پالیسي خپرونې یوه شننه خپره کړې ده چې سرلیک یې دی"د افغانستان د کنګل شوې پانګې ښه کارونه"

په لیکنه کې د افغانانو او یو شمېر نړیوالو شنونکو له خولې ټینګار شوی چې د افغانستان زېرمې د افغانستان د خلکو پانګه ده، نه د امریکا د متحده ایالاتونو او یا طالبانو.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، که هدف دا وي چې د افغانستان پانګه د طالبانو پر ځای افغانانو ته انتقال شي، نو د خپرونې په باور د دې پر ځای چې دا پیسې د بشري مرستو سیسټم ته داخلې شي، افغانانو ته د رسولو لپاره یې نور بهتره انتخابونه هم شته چې باید غور پرې وشي.

خپرونې افغانانو د دې پانګې د رسولو لپاره څو انتخابونه وړاندیز کړي دي. له دې وړاندیزونو یو دا دی چې واشنګټن دې پردې کار وکړي، څو افغانستان کې د نړیوال بانک او پیسو د نړیوال صندوق پر تادیاتو بندیزونه لېرې شي.

د لېکوال په وینا د نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې صندوق په تېر کې هم افغانستان کې د ښوونکو، ډاکټرانو او د حفظ الصحې د کارکوونکو تنخواګانې ورکولې، خو له هغې وروسته چې واشنګټن په تېر کال اګسټ کې افغانستان ته د هغو پیسو په استولو بندیز ولګاوه چې طالبان په کې ښکېلېدلی شي، د نړیوال بانک له خوا د دې تنخواګانو ورکول هم بند شوي دي.

فارین پالیسي د دې پیسو د لګښت لپاره په یو بل وړاندیز کې وايي، د دې پرځای چې د افغانانو له دې مالي زېرمې امریکانو ته هغه حقوقي پور ورکړل شي چې پر طالبانو دې دا پیسې او د امریکا نورې مرستې دې د افغانستان پر هغو لګښتونو ولګول شي چې د افغانستان د اقتصاد په رغونه کې مرسته کوي، لکه له ازبیکستان او تاجکستان څخه د برېښنا واردات او دې ته ورته نور لګښتونه چې په پایله کې یې افغانانو ته پاکې اوبه، ګاز، اوړه او نور د اړتیا وړ توکي برابر شي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG