د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

فارین پالیسي: طالبان له اقلیمي بدلون سره جوړجاړي یا سازګارۍ ته پوره تجهیزات نه لري


په میدان وردګو کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په میدان وردګو کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

عرب ویکلي:

عرب ویکلي خپرونې چې له لندن نه خپرېږي په دوحه کې د امریکایي ډيپلوماتانو او طالب چارواکو لیدو کتو باندې لیکنه کړې ده.

خپرونه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکي چې د امریکا ډيپلوماتان به له طالب چارواکو او د ځینو کلیدي وزارتونو له 'مسلکي متخصصانو' سره وګوري.

د دوی خبرې به پر اقتصادي او امنیتي مسئلو او د ښځو د حقونو پر موضوعاتو ورټولې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره یې استازې رینا امیري له پنجنشبې تر دوشنبې پورې استانې او دوحه کې لیده کاته ولري.

استانه کې به له امریکایي استازو سره د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ډيپلوماتان هم د افغانستان په تړاو بحث وکړي.

وروسته امریکایي ډيپلوماتان دوحې ته ځي او هلته د طالبانو له استازو سره ګوري.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو هم تایید کړې چې د دوی د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوی دغو خبرو کې برخه اخلي.

فارین پالیسي:

فارین پالیسي مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې پر افغانستان د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو او په دې برخه کې د اوسني حکومت شته امکاناتو ته کتنه کړې.

په مقاله کې راغلي، د طالبانو حکومت له اقلیمي بدلون سره جوړجاړي یا سازګارۍ ته پوره تجهیزات نه لري.

وړاندې راغلي چې پر طالبانو د لګول شویو بندیزونو له کبله د افغانستان له چاپېریال ساتنې سره مرستې له خنډ سره مخامخ شوي او له بل پلوه سېلابونه او وچکالۍ ورځ تر بلې د خلکو ژوند ګواښي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، وروستیو سېلابونو په ۱۴ ولایتونو کې نژدې پنځوس کسان مړه کړي او همدې شمېر کې نور یې ټپیان کړي دي.

فارین پالیسي لیکلي، د افغانستان نږدې او لرې ګاونډیان لکه پاکستان، ایران او هند هم د وچکالۍ او اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخامخ دي، خو د لیکوال په باور، د افغانانو ستونزه ځکه جدي ده چې د اوسنیو حاکمو چارواکو د ځینو تګلارو له کبله له دغه هېواد سره مرستې کمې شوي دي.

وړاندې راغلي، له افغانستان سره مرستې تر ډېره د بشري وضعیت په ښه کېدو متمرکزې دي او نورې برخې لکه چاپېریال ساتنه او د وچکالۍ د اغېزو کمښت له پامه غورځول شوي دي.

مقاله لیکونکی وایي، ډېر تخنیکي کادرونه له افغانستانه تښتېدلي او د طالبانو د حکومت ماموران چې په لوړو پوستونو ګمارل شوي نه شي کولای د اقلیمي بدلون اغېزو ته ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG