د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

توبیاس ایلوډ د طالبانو د ستاېنې له امله د " بې باوره کېدو" خطر سره مخ دی


 د برېتانیا په پارلمان کې د دفاعي کمېټې مشر توبیاس ایلوډ
هغه د طالبانو په پلوۍ د خبرو له امله سختو غبرګونونو سره مخ شوی
د برېتانیا په پارلمان کې د دفاعي کمېټې مشر توبیاس ایلوډ هغه د طالبانو په پلوۍ د خبرو له امله سختو غبرګونونو سره مخ شوی

د برېتانیا چاپ اکثرو ورځپانو، په خپلو وروستیو ګڼو کې د دغه هېواد د پارلمان د دفاعي کمېټې د مشر پر برخلیک خبرې کړی.

د دفاعي کمېټې مشر توبایس ایلووډ، د افغانستان په اړه د یوه ټویټ او ویډیو په خپرولو سره چې ظاهرا يې په کې د طالبانو طرفداري کړی وه، له نیوکو سره مخ دی.

نشنل وړلد ورځپانه لیکي، د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېتې د مشر ایلووډ خپرې کړې ویډیو، نوموړی د محافظه کاره ګوند د عدم اعتماد له رایې سره مخ کړی دی.

ښاغلی ایلووډ پر خپل ټویټر ویلي وو، افغانستان هغه هېواد دی چې بدل شوی ، امنیت یې تر ډېره ښه شوی ، فساد په کې کم او د کوکنار کښت له منځه تلی دی.

ورځپانه لیکي، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د دې ټویټ او ویډیو هرکلی کړی دی.

خو د ورځپانې په ټکو، ښاغلي ایلووډ دې ته هیڅ پام نه دی کړی چې طالبانو واک ته له ستنېدو وروسته د ښځو پر وړاندې ځپونکي ګامونه اخېستي.

د بیلفاسټ ټیلګراف ورځپاڼه هم لیکي، د برېتانیا د دفاع پخوانی وزیر توبایس ایلووډ د یوې ویډیو په خپرولو سره، چې د افغانستان د وضعیت د ښه کیدو اعاد په کې شوې، په پارلمان کې د خپل ګوند د غړیو له خوا د عدم اعتماد له رایې سره مخامخ شوی دی.

د ورځپانې په ټکو، که څه هم ښاغلي ایلووډ د ټویټ او ویډیو په اړه بخښنه غوښتې، خو دغه کار یې، د لرې کیدو هڅې نه دي کمې کړي.

اندېپنډنټ ورځپاڼه بیا د برېتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې د یوه بل غړي مارک فرانسیس په حواله لیکي، ښاغلي ایلووډ د طالبانو او د دوی د سېستم په ستاېلو سربېره ګډې وډې ویلي دي.

فرانسیس زیاتوي، ښاغلي ایلووډ د طالبانو هغو کړنو ته هیڅ پام نه دی کړی، چې د برېتانیا متحدېن او ترجمانان له منځه وړي او په خپل نظام کې یې نجونې له زده کړو محرومې کړې دي.

اندیپنډیټ همدارنګه د طالبانو له خوا پر ښځو بندیزونو ته هم اشاره کړی ده.

میل انلاین خپرونې بیا د ښاغلي ایلووډ د سفر وروستي تصویرونه خپاره کړي، چې هغه پر خپل ټویټر ایښې وو .

دغه برېتانوي سیاستوال،له یو تصویر سره چې د هلمند په یوې دښتې کې ښکاري لیکلي وو" دا دی بیا هلمند کې دی "

د خپرونې په ټکو، د ښاغلي ایلووډ ځینو همکارانو په دفاعي کمېټه کې د ټوکو په اندز ویلي: په انځورونو کې یو څه کم دي او هغه دا چې ښاغلي ایلووډ ویلي وو، کاش تاسې هم دلته وای.

د میل انلاین په ټکو، ښاغلي ایلووډ بښنه غوښتې او هغه انځورونه او ویډیو يې چې له افعانستانه اخیستي وو، له خپل ټویټره لرې کړي دي.

هغه ویلي: په سیاست کې دا مهمه ده، چې پر تېروتنې اعتراف وشي، او ده دا کار ترسره کړ.

XS
SM
MD
LG