د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د ښځو پر وړاندې جنګیږي


کابل کې د ښځو پرونی اعتراض
د ښځینه سېنګارتونونو د تړلو د پریکړې مخالفت یې وکړ
کابل کې د ښځو پرونی اعتراض د ښځینه سېنګارتونونو د تړلو د پریکړې مخالفت یې وکړ

د بخښنې نړیوال سازمان، په کابل کې د ښځو، د چهارشنبې ورځې د اعتراض پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالي ته په اشارې، دوی د ښځو پر وړاندې په جګړې تورن کړي دي.

د چهارشنبې په ورځ، لسګونه ښځو په کابل کې د طالبانو لخوا د ښځینه سېنګارځایونو د تړلو د پریکړې خلاف اعتراض وکړ.

د بخښنې نړیوال سازمان، د دغه اعتراض د ګډوډولو لپاره د طالبانو چلند ته په اشارې ویلي: د طالبانو له خوا د هغو ښځو پر وړاندې د زور کارولو په اړه، چې د سېنګارځایونو د بندولو پر ضد يې مظاهره کړې وه، ژوره اندېښنه لرو.

ياد شوي سازمان پر خپلې ټويټر پاڼه لیکلي، د سېنګارځایونو د تړلو پریکړه، د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې له سختو محدوديتونو څخه دی.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، له عام ژوند څخه د ښځو منع کول، د هغوی د زده کړې، کار، ازاد تګ راتګ او نورو حقونو پر وړاندې تګلارې جوړول، او د دغو تګلارو خلاف د غږ پورته کوونکو وهل ټکول د "ښځو پر وړاندې جګړه" ده.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، له جنسي ځورونې سره د مقابلې لپاره، چې ممکن په بشر ضد جنایت بدل شي؛ ځواب ته د طالبانو مجبورول ، یو ضروري ګام دی .

د طالبانو حکومت، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې، د ښځو مظاهره، په هوايي ډزو او پر هغوی د اوبو په شیندلو تیت و پرک کړه.

دا لاريون، د طالبانو د حکومت له هغې پرېکړې وروسته ترسره شو، چې د ښځینه سینګارځایونو د تړلو په اړه یې کړې ده.

معترضو ښځو د " ډوډۍ، دنده او عدالت، او زموږ کار له موږ څخه مه اخلئ"، شعارونو له ورکولو سره، د یادې پریکړې او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د نورو محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کړ.

شماری از زنان معترض در کابل: طالبان برای پراکنده ساختن ما دست به فیر هوایی زدند
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:03 0:00

شکریه سلطاني، چې د کابل په یوه ښځینه سېنګار ځای کې کار کوي ، وايي،که کاروبار یې وتړل شي، د پنځه کسیزې کورنۍ د نفقې بله لاره نه لري.

د شکريې په وينا، له ١٨ کلونو راهيسې د کورنۍ سرپرسته ده او خاوند يې ناروغ دى.

شکريه، چې په يوه کرايي کور کې اوسيږي وايي، هغه، د هغې دوه لوڼې چې د طالبانو حکومت له خوا ښوونځي ته له تلو منع شوي او پنځه نورې ښځې او نجونې په يوه سینګارتون کې کار کوي او د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: " د نارینه وو کارونه یې هم بند کړل، د ښځو کارونه یې هم بند کړل. کله چې ښوونځي وتړل شول ټول زده کوونکي سېنګارځایونو ته راغلل، ښوونځي وتړل شول، پوهنتونونه وتړل شول، پارکونه وتړل شول، سېنګارځایونه هم وتړل شول."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د مظاهره کوونکو ښځو پر وړاندې د طالبانو د پروني اقدام په اړه غبرګون ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: " موږ د طالبانو وروستۍ کړنې څارلې، چې له بده مرغه د تېر په څېر یې د ښځو او نجونو پر وړاندې یو شمیر تبعیضي ګامونه پورته کړي دي. موږ د دوی د کړنو په وړاندې سخت اعتراض کوو او په ډاډ سره پوهیږو چې د نړیوالې ټولنې نور هیوادونه به هم دغه کړنې ویني او د دې کړنو په رڼا کې به د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې و ارزوي."

په کابل کې د پروني لاریون یوه څنډه
په کابل کې د پروني لاریون یوه څنډه

په ورته وخت کې د بشري حقونو بنسټ"فریدم نو" هم په کابل کې د ښځو د چهارشنبې ورځې اعتراض پر وړاندې د طالبانو د اقدام په غبرګون کې ویلي، چې له ټولنې څخه د افغان ښځو اېستل باید پای ته ورسېږي.

د دغه سازمان په خبره، افغان مېرمنې له دوو کلونو راهیسې د خپلو حقونو لپاره په زړورتیا سره مبارزه کوي، چې ان د شکنجې، وهلو او نیولو سره هم مخې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر "یوناما" هم د طالبانو حکومت له خوا له تاوتریخوالي سره د ښځو د اعتراضونو ځپل، د اندېښنې وړ بللی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر چمتو کولو پورې د دغو غبرګونونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د جون په پای کې، د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د طالبانو مشر ملا هبت الله د حکم پر بنسټ، سېنګارتونونو ته یوه میاشت وخت ورکړ، چې خپلې دروازې وتړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG