د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د ښځو د سینګارتونونو تړل کېدو په تړاو د طالبانو تازه فرمان غبرګونونه پارولي


ارشیف: په کابل کې د ښځو یو سینګار خونه
ارشیف: په کابل کې د ښځو یو سینګار خونه

د ښځو د سینګارتونونو د تړل کېدو په اړه د طالبانو پر تازه فرمان بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.

د ښځو د حقونو فعاله نظیفه حقپال وايي، طالبان د خپلو افراطي پالیسیو له مخې د ښځو د هر ډول فعالیت مخه نیسي.

هغې ازادي راډیو ته وویل، طالبان دغه محدودوونکي اقدامات د دې لپاره کوي، چې د ښځو خلاف ذهنیت لري.

هغې وویل: "دا سینګارځایونه هغه ځایونه دي، چې اکثریت کارکوونکې یې ښځینه دي. ښځې له دغو ځایونو کولی شي چې له ټولنیز او اقتصادي اړخه وړتیاوې ترلاسه کړي. دغه اقتصادي او ټولنیزې وړتیاوې په ټولنه کې د دوی پر موقف مثبت اغېز کوي. د طالبانو هڅه دا ده په هرځای کې چې ښځې فعاله وي، ویې ځپي."

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما د طالبانو له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د ښځو د سینګارځایونو د بندولو پرېکړه بېرته واخلي.

یوناما تېر ماښام په یوه ټویټ کې ویلي چې د ښځو پر حقونو دغه نوی محدودیت به پر اقتصاد ناوړه اغېزو کړي او هم له هغو ژمنو سره په ټکر کې دی چې د سوداګرو ښځو د ملاتړ لپاره شوې دي.

د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د حقونو مسوولې هیدر بار هم د طالبانو د دغې پرېکړې په وړاندې غبرګون ښودلی او پرون یې په یوه ټویټ کې ویلي، داسې احساس رامنځته شوی چې د طالبانو چارواکي ټوله ورځ په دې فکر کوي چې د ټولنې په نورو کومو برخو کې ښځې فعالې چې له هغو ځایونو یې هم منع کړي.

د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د حقونو مسووله هیدر بار
د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د حقونو مسووله هیدر بار

ځینو اورېدونکو هم د ازادي راډیو د فېسبوک پر پاڼه د طالبانو پر تازه پرېکړه خپل عکس العمل ښودلی دی.

اسحاق علي جمالي لیکلي: "له طالبانو د هر ډول محدودیت لګولو دستور ممکن دی، یوه ورځ به راشي، چې ښځو ته ووايي چې له کوره دې نه وځي او تل په کور کې دننه پاتې شي."

خانزاده احساس لیکلي: "طالبانو خپل ۹۰ فیصده وخت له ښځو سره په دښمنۍ تېروي، د دې پرځای چې د کار زمینه ورته برابره کړي، برعکس د دوی د کارونو په نابودولو پسې دي."

محمد جعفر رضايي لیکلي: "د کور روزي ګټونکو ښځو ته به د دې پرېکړې بدیل څه وي؟"

په هغه مکتوب کې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت له خوا د کابل ښاروالۍ ریاست ته استول شوی او په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د طالبانو د مشر د شفاهي هدایت له مخې په کابل او ولایتونو کې د ښځو سینګارځایونو ته د زمري/اسد میاشتې تر درېیمې نېټې وخت ورکړل شوی چې د خپلو سینګارځایونو د تړلو لپاره اقدام وکړي او د اسد له درېیمې وروسته نور د فعالیت اجازه نه لري.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د افغانستان د کسبګرو او دوکاندارانو د خونې یوه سرچینه وايي، د طالبانو د حکومت د نوي بندیز له مخې به په ټول هېواد کې د ۱۲۰۰۰ ښځینه سینګارتونونو فعالیت بند او شا و خوا ۵۰زره ښځینه سینګاروونکې وزګاره شي.

له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، نجونو ته یې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

طالبانو په غیردولتي کورنیو او بهرنیو موسسو دغه راز د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. نجونې او ښځې یې د پوهنتون له زده کړو هم منع کړې دي.

ښځې عمومي حمامونو او تفریحي پارکونو ته نه شي تللی او له حجاب پرته اوږده واټن سفر ته هم اجازه نه ورکول کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته ښځې او نجونې له ګڼو ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو منع شوي، خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د ټولو افغان ښځو حقونه د شریعت له مخې تضمین شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG