د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

یوناما د افغانستان لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه


د یوناما نښان
د یوناما نښان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولي یا یوناما نن د ۲۰۲۳-۲۰۲۵ کلونو لپاره د افغانستان لپاره خپل ستراتېژیک چوکاټ اعلان کړ.

د یوناما له لوري په دې ستراتېژیک چوکاټ کې له افغانانو د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو لومړیتوبونه په ګوته شوي.

هغه اعلامیه چې دې سازمان له رسنیو سره شریکه کړې، په کې ویل شوي چې په دې ستراتېژیک چوکاټ کې په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو د کړنلارې ترڅنګ د زیانمنو طبقو لکه ښځو او نجونو، ماشومانو او ځوانانو، کورنیو بې ځایه شويو، راستنېدونکو، کډوالو، قومي او مذهبي لږه‌کیو اړتیاو او حقونو ته لومړیتوب ورکړل شوی.

په دې ستراتېژیک چوکاټ کې په درېیو برخو کې مهم لومړیتونه په ګوته شوي چې په لومړۍ برخه کې په کلیدي سکتورونو لکه روغتیا، خوړو، زده کړو او کارموندنې برخو کې د دوامداره خدماتو برابرول، په دویمه برخه کې د اقتصادي او کاري فرصتونو رامنځته کول په ځانګړې توګه محرومو ډلو لکه ښځو ته او په درېیمه برخه کې له بشري حقونو، د قانون له حاکميت، جنسیتي برابرۍ او په افغانستان کې د دایمي پرمختګ او سولې او د افغانستان د حقوقي چوکاټونو د سمون لپاره د مدني ټولنې ملاتړ او پیاوړې کول یاد شوي.

په اعلامیه کې د یوناما د مشرې روزا اوتونبایوا له قوله لیکل شوي چې دا ستراتېژیک چوکاټ له افغانانو سره د مرستې کولو یو ښه وړاندیز دی چې په دې سره به د دوی اړتیاوې معلومې او د ژوند ژغورونکو بشري مرستو روان بهیر بشپړ کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې یا د یوناما مشره روزا اوتونبایوا
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې یا د یوناما مشره روزا اوتونبایوا

خو په مخکېنې جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې او سیاستواله فوزیه کوفي وايي، تر هغو چې په افغانستان کې په لویه کچه په سیاسي او د بشري حقونو په برخو کې بدلون رانه‌شي، بشري مرستې او ورته چوکاټونه جوړول د افغانانو اساسي ستونزې نه شي حل کولای.

په مخکېنې جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې او سیاستواله فوزیه کوفي
په مخکېنې جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې او سیاستواله فوزیه کوفي

اغلې کوفي ازادي راډيو ته وویل: "اوس هغه چوکاټ چې جوړ شوی، له بشري مرستو یو ګام وړاندې تمرکز په کې شوی. زما له نظره بشري مرستې په هېڅ هېواد کې تلپاتې نه وي. لازه ده چې بشري مرستې له هغو هڅو سره یو ځای شي چې د بشري حقونو او سیاسي وضعېت د ښه کېدو لپاره کېږي، ځکه د یوناما یوه دنده یا مسوولیت د سیاسي ډیالوګ مخکې وړل او د سیاسي وضعېت په مدیریت کې مرسته کول دي چې په دې برخه کې او همدا ډول د بشري حقونو په برخه کې یوناما ډېره بریالۍ نه ده."

د یوناما په اعلامیه کې د دې سازمان د مرستیال او د بشري مرستو د همغږي کوونکي ډانیل انډرېس له قوله هم ویل شوي چې دوی پوهېږي په اوږد مهال کې یوازې بشري مرستې د افغانانو درد نه شي دوا کولای.

نوموړي روان وضعیت ته په کتو د ملګرو ملتونو د ستراتېژیک چوکاټ د عملي کېدو په اړه ویلي چې د دې چوکاټ د عملي کېدلو چاره د واکمنو چارواکو په کړنو او د مرسته کوونکو په ملاتړ پورې اړه لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په ستراتېژیک چوکاټ کې د افغان مېرمنو د اوسنیو او د طالبانو له لوري وضع شویو محدوديتونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې دا چوکاټ به وضع شویو محدوديتونو ته یو ځواب وي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانود تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروزاې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانود تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروزاې وتړلې.

ملګري ملتونه داسې مهال د افغانستان لپاره خپل ستراتېژیک چوکاټ اعلانوي چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته هم دې سازمان په افغانستان کې خپل فعاليت ته دوام ورکړی او تر ډېره یې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې ونډه درلوده.

یاد سازمان د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان دننه له طالبانو سره د لیدنو ترڅنګ بهر هم د ګڼو هېوادونو د استازو په ګډون ناستې کړي، خو لا هم طالبانو د دوی خبرو ته غوږ نه دی نیولی او نجونې او ښځې یې له منځنیو او لوړو زده کړو او په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار راګرځولي دي.

دوی دغه شان پر ښځو او نجونو نور محدودیتونه هم لګولي او ورځ تر بلې مخ په پراخېدو دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG