د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

یوناما: تېرو نږدې دوو کلونو کې ۱۰۹۵ افغانان وژل شوي او ۲۶۷۹ نور ټپیان دي


کابل کې پر یوه موټر د شوې چاودنې وروسته د سیمې انځور. دغه پېښه کې اوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. November 17, 2021
کابل کې پر یوه موټر د شوې چاودنې وروسته د سیمې انځور. دغه پېښه کې اوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. November 17, 2021

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه ماموریت وايي، تېرو نږدې دوو کلونو کې په افغانستان کې ۱۰۹۵ ملکیان وژل شوي او ۲۶۷۹ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه ماموریت په تېرو دوو کلونو د ملکي وګړو د مرګژوبلې شمېرې خپرې کړې.

په دې راپور کې چې نن 'په افغانستان کې پر ملکي وګړو د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو اغېز' تر عنوان لاندې خپور شوی لیکل شوي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې تر ۲۰۲۳ کال د مې ۳۰مې نېټې په افغانستان کې ۱۰۹۵ ملکیان وژل شوي او ۲۶۷۹ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کې ۲۷۸ ماشومان او ۹۲ مېرمنې هم شاملې دي او تر ډېره د ملکي وګړو د وژنې مسوولیت پر د داعش خراسان څانګې اچول شوی دی.

د کابل په دارالامان سړک د شوې چاودنې وروسته د سیمې انځور. 22.04.2022
د کابل په دارالامان سړک د شوې چاودنې وروسته د سیمې انځور. 22.04.2022

د یوناما په راپور کې زیاته شوې، د ملکي تلفاتو مرګژوبلې اصلي لاملونه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په وسیله قصدي بریدونه، له جګړې پاتې شوي چاودېدونکي توکي او هدفي وژنې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه ماموریت له قوله، د ملکي تلفاتو درې پر څلورمه برخه یعنې ۲۸۱۴ تنه ملکي مرګژوبله په ګڼ مېشتو سیمو، عبادت ځایونو، ښوونځیو او بازارونو کې په لاس د جوړو شویو ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله اوښتې ده.

کابل کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي، د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو امکان شته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:37 0:00

د یوناما په راپور کې دا هم لیکل شوي، چې د جګړې له کمېدو سره سره، د ځانمرګو بریدونو له امله په ملکي تلفاتو کې د پام وړ کمښت نه‌دی راغلی.

د یوناما د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ د اګسټ تر ۱۴مې نېټې په ۸ ځانمرګو بریدونو کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۸۳ ټپیان شوي وو، داسې مهال چې د همدې کال د اګسټ له ۱۵مې د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې په ۳ ځانمرګو بریدونو کې ۲۵۳ تنه وژل شوي او ۵۰۰ نور ژوبل شوي وو.

د یوناما له قوله، له دې ځانمرګو بریدونو د ۶ مسوولیت یې طالبانو منلی و.

خو په ۲۰۲۲ کال کې بیا په ۸ ځانمرګو بریدونو کې ۲۰۵ تنه وژل شوي او ۳۹۵ نور ژوبل شوي، چې له دې بریدونو د څلورو مسوولیت یې داعش خراسان څانګې منلی او د نورو مسوولیت یې هېڅ ډلې نه‌دی منلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندویه ماموریت په راپور کې په عبادت ځایونو بریدونو ته هم اشاره شوې او لیکي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د مې ۳۰مې نېټې په عبادت ځایونو په لاس د جوړ شویو چاودېدونکو توکو د بریدونو له امله ۳۸۶ تنه وژل شوي او ۸۵۰ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې روښانه لیکل شوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په عبادت ځایونو په لاس د جوړو شویو چاودېدونکو بریدونو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

کابل کې چاودنه؛ ۷ تنه وژل شوي او ۴۱ ژوبل دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:58 0:00

یوناما وايي، دوی په مشخص ډول د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰مې په هزار‌ه‌وو او اهل تشیع‌ د بریدونو له امله د ۹۵ تنو وژل کېدو او ۲۵۰ ټپي کېدل مستند کړي دي، خو د افغانستان د نورو ملیتونو د مرګ‌‌ژوبلې په اړه دا ډول مشخص ارقام نه‌دي وړاندې شوي.

د یوناما په راپور کې دا هم لیکل شوي، چې په ډېرو پېښو کې خبریالان د پېښې سیمې ته له لاسرسي منع شوي او ترڅنګ یې هغوی ګواښل شوي، په خپلسري ډول نیول شوي او نا مناسب چلند ورسره شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په خپل راپور کې د یوناما د بشري حقونو د څانګې د مشرې فیونا فریزر له قوله، په ملکي خلکو بریدونه غندلي او زیاتوي: "دا مهمه ده چې واکمن چارواکي د ماینونو د بریدونو په اړه په خپلواک، بې‌طرفه، چټکو، بشپړو، اغېزمنو، باوري او شفافو څېړنو کولو سره د ژوند حق د خوندیتوب لپاره خپل مکلفیت ترسره کړي."

د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد مو د دغه راپور په اړه وپوښتل خو زموږ پوښتنې یې ځواب نه کړې، خو د یوناما له دې راپور سره د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ضمیمه شوي غبرګون کې ادعا شوې، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، امنیت تامین شوی او افغانان په بشپړ مالي او ځاني امنیت کې قرار لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د افغانستان مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني هم خپله اختریزه وینا کې وویل، طالبانو د واک په نیولو یو څه قراري راوسته، خو تاوتریخوالی یې ونه دراوه.

د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني

د ده له قوله، دوی د دایمي او عادلانه سولې پرځای چې دوی غوښته، د منفي امنیت لاره غوره کړه او دا لاسته راوړنه نه ده، بلکې جبري امنیت دی چې نتیجه نه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG