د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

د بشر حقونو سازمان: افغانستان کې د جګړو پر مهال ملکيانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه دې څېړنه وشي


کابل کې کاج ښوونيز مرکز کې چاودنه
کابل کې کاج ښوونيز مرکز کې چاودنه

په افغانستان کې د تېرې جګړې پر مهال ملکي کسانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه د څېړنو غوښتنه وشوه.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د نومبر میاشتې په ۱۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې مجبوره دي چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه ځواب ویلو ته حاضر شي.

د دغه سازمان د اسيا څانګې مرستیالې (پټریشیا ګاسمن) د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا باید و څېړل شي چې ملکي کسان ولې په نښه شوي.

"په ورته بریدونو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په باب باید هر اړخیزه څېړنه وشي

نوموړې وويل: "په ورته بریدونو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په باب باید هر اړخیزه څېړنه وشي ترڅو معلومه شي چې ایا دا کسان په قصدی توګه په نښه شوي، د دې لپاره وژل شوي چې نور وځپل شي او یا دا چې د پوځي عملیاتو پر مهال په غیر قصدی توګه وژل شوي. څه چې موږ په خپلو ډېری څېړنو کې موندلي دا دي، چې ډېری دا راز پېښې د معلوماتي خلا، غلط هدف او یا ناسمې پېژندګلوۍ له امله رامنځته شوی."

کندوز کې په يوه مسجد کې د بريد انځور چې د تېر کال د اکتوربر په اتمه وشو او ملکيانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته.
کندوز کې په يوه مسجد کې د بريد انځور چې د تېر کال د اکتوربر په اتمه وشو او ملکيانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته.

د بشري حقونو څار سازمان په خبره، د بهرنیو ځواکونو چې په سر کې یې امریکا ده ډېری وخت یې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه کافي معلومات نه‌دي وړاندې کړي او ویلي، چې دوی په خپلو عملیاتو کې وسله‌وال په نښه کړي.

د بشري حقونو څار سازمان په خبرپاڼه کې په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان په سوېل کې یوې پېښې ته اشاره شوې ده.

کله چې ډزې وشوې یو سړی او ښځه او د دوی له شپږو ماشومانو څخه پنځه یې ووژل شول.

د خبرپاڼې په حواله، د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۵مه، د امریکا وسله‌والو ځواکونو او افغان متحدینو یې د افغانستان په سوېل کې په یوه کلیواله سیمه کې د شپې برید وکړ.

خبرپاڼه وايي، د چاپې پر مهال چې څه وشول لا هم روښانه نه‌دي، خو کله چې ډزې وشوې یو سړی او ښځه او د دوی له شپږو ماشومانو څخه پنځه یې ووژل شول.

په دغه پېښه کې له دوی څخه یوه دوه میاشتنۍ ماشومه چې ټپي شوې وه ژوندۍ پاتې شوه.

ارشيف
ارشيف

خبرپاڼه وايي، دغه ماشومه اوس مهال د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د امریکا سمندري ځواکونو له یو سرتېري سره ده.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې په بېلابېلو بریدونو کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله یوه جدي موضوع ده، چې د نړیوالو سازمانو په اند جګړې هیڅ ښکېل اړخ ورته پام نه‌دی کړی.

واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو مخکې د دوی له‌خوا هم په بېلابېلو بریدونو کې چې هغه مهال یې د یو شمېر بريدونو مسوولیت هم دوی منلی و، ملکي کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دغه شان د تېر جمهوري نظام او اوس هم د داعش وسله‌والې ډلې په بریدونو کې تر ډېره ملکي خلک هدف ګرځول کېږي، چې وخت په وخت په دې اړه افغانانو د اعتراضونو او لایونونو په ترڅ کې خپل غږ هم پورته کړی دی.

بل‌خوا د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د اګست میاشتې په ۲۵مه یو نوی پلان اعلان کړ چې له‌مخې به یې د امریکا د نظامي عملیاتو په ځانګړي ډول د ډرون بریدونو له امله د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو قضیې وڅېړي.

خو د بشري حقونو څار سازمان د خبرپاڼې له‌مخې دا پلان د ملکي تلفاتو د پخوانیو پېښو څېړنه نه‌کوي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې د امریکا پر پوځ له کلونو راهیسې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ملکي وګړو د وژلو له کبله نیوکې کیږي چې ورستی مورد یې د تېر اګست په میاشت کې په افغانستان کې د ګډوډۍ پر مهال برید و چې له امله یې لس ملکي وګړي ووژل شول چې اوه یې ماشومان وو.

XS
SM
MD
LG