د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

د جرمني ولسمشر: د طالبانو تر کنټرول لاندې اوسنی وضعیت د منلو نه دی


ارشیف: په کابل کې له معترضو مېرمنو سره د طالبانو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې له معترضو مېرمنو سره د طالبانو د چلند یو انځور

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر قرغزستان ته د سفر پر مهال د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي.

د جرمني ولسمشر د قرغزستان له مشرانو غوښتي چې له خپل نفوذه په استفادې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره کار وکړي.

فرانک والټر شټاین مایر د پنجشنبې په ورځ په بشکیک کې د قرغزستان له ولسمشر صدر جباروف سره په ګډه خبری ناسته کې وویل، د طالبانو تر مشرۍ لاندې اوسنی وضعیت د منلو نه دی.

هغه د خپلو خبر په دوام په افغانستان کې د نجونو او ښځو په وړاندې د طالبانو د ځپونکو اقداماتو او دغه هېواد کې د ناوړه بشري وضعیت یادونه وکړه.

د عکس ښي لور ته د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف او چپ لور ته د هغه جرمنی سیال فرانک والټر شټاین مایررد روغبړ پر مهال
د عکس ښي لور ته د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف او چپ لور ته د هغه جرمنی سیال فرانک والټر شټاین مایررد روغبړ پر مهال

د افغانستان بشري وضعیت له وړاندې هم نازک بلل شوی او ملګرو ملتونو ویلي، څه باندې ۲۸ میلیونه افغانان سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

د همدې بشري وضعیت د قابو کولو په هدف اروپایي ټولنې د پنجشنبې په ورځ له افغانستان سره د ۱۲ میلیونه یورو مرستې خبر ورکړ.

دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې وویل، دغه مرسته د افغانستان خلکو ته چې په نړۍ کې له لوی بشري ناورین سره مخامخ دي، ځانګړې شوې ده.

ټاکل شوې، چې دغه پيسې د آغا خان بنسټ، د ناروې د کډوالو شورا او د افغانستان د کرنې د رغونې او پراختیا ټولنې له لارې مصرف شي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافېرې رافایلا ایودیس ویلي، دغه هېواد کې میلیونونه کسان وږي دي او په خبره یې اقلیمي بدلون به ډېرو افغانانو په ځانګړې توګه ښځو ته وضعیت لا ترینګلی کړي.

هغې ویلي، اروپایي ټولنه به له خپلو شریکانو سره یوځای د افغانانو ترڅنګ درېږي.

په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی و.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ پر خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، دا مهال شاوخوا ۱۵ نیم میلیونه افغانان په جدي ډول د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي.

د اوچا په خبره، نږدې ۳ اعشاریه دوه میلیونه ماشومان او ۸۴۰ زره شېدې ورکوونکې میندې له شدېدې او متوسطې خوارځواکۍ کړېږي.

د افغانستان په اړه د جرمني د ولسمشر تر خبرو یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه بحث وکړ.

په دغې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

اوتونبایوا: د محدودونکو فرمانونو په شتون کې د طالبانو رسمیت پېژندنه امکان نه لري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:30 0:00

د طالبانو د حکومت دا دې نږدې دوه کاله پوره کیږي، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ویلي، که طالبان پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې نه کړي، رسمیت پېژندل یې نږدې ناممکنه کار دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG