د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

سیف ده چلډرن: ښايي له ۱۵ ميلیون ډېر افغانان د لوږې سره مخ شي


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا 'سیف ده چلډرن' خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د درې میلیونو ماشومانو په ګډون له ۱۵ میلیونو ډېر کسان د لوږې له بحران سره مخ شي.

د ماشومانو د ساتنې نړيواله اداره 'سيف ده چلډرن' وايي، د ملخانو يرغل د افغانستان اته شمالي ولايتونه تر ټولو زیات اغېزمن کړي او دا وضعيت به په دغه هېواد کې ميليونونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخ کړي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې به په افغانستان کې د ۳،۲ میلیونو ماشومانو په ګډون ۱۵.۳ میلیونه کسان له لوږې سره مخامخ شي.

سیف ده چلدرن ويلي، د مراکش د ملخانو برید د ۱.۲ ميلیون ټنه غنمو د له منځه وړلو وړتیا لري، چې د افغانستان د کلني حاصلاتو نږدې څلورمه برخه ده او کولی شي د ۴۸۰ ميلیون ډالرو زیان لامل شي.

په کندز کې ملخانو کروندو ته ډېر زیانونه اړولي.
په کندز کې ملخانو کروندو ته ډېر زیانونه اړولي.

دغه راز ویل شوي، چې د مراکش ملخانو یرغل او د بشري مرستو د بودیجې کمښت په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې ۸ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له مرستو څخه بې برخې کړي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان په دوامدار ډول د قحطۍ د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی او د مخنیوي لپاره یې د افغانستان لپاره د بودیجې پر بېړني زیاتوالي ټینګار کړی.

د سیف ده چلډرن په وینا، مرستندویه سازمانونه په افغانستان کې د زیانمنو ماشومانو، بې‌وزلو کورنیو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د ۲.۲ ميلیارد ډالرو بودیجې له کمښت سره مخ دي.

په همدې حال کې د بامیانو ولایت یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته د خپل بد اقتصادي وضعیت په اړه وویل: "د ژوند په اړه څه مه پوښتئ، ښه ده چې هېڅ ونه وایم، ژوند مو په ډېر بد حالت کې دی، خدای مو یو نفس نه دی اخیستی، تر اوسه هیچا له موږ سره مرسته نه ده کړې، کومې مرستې چې له ځینو خلکو سره کېږي هغه هم سمې نیمې یې حیف او میل شي."

د بغلان ولایت یوه کروندګر عبدالستار د ملخانو له خوا د خپلو کروندو د ویجاړېدو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "زموږ کښتونه یې ټول وخوړل، غنم، ینجه، زغر پاک یې وخوړل، حکومت باید د دې غم وخوري."

د ماشومانو د ساتنې نړيوال سازمان یا 'سيف ده چلډرن' په خپل راپور کې زياته کړې، چې د لسيزو جګړو اغېزې، پرلپسې درې کاله وچکالي، د نړيوالې ټولنې له خوا د پرمختيايي مرستو ځنډېدل او د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د بنديزونو لګولو، د افغانانو کړاونه زیات کړي دي.

په هلمند کې د اوبو کمښت له امله خلک له لرې ځایه اوبه راوړي. ځینو اوسېدونکو ویلي، چې واشېر کې د اوبو کمښت له امله خلک کډې کولو ته اړ شوي.
په هلمند کې د اوبو کمښت له امله خلک له لرې ځایه اوبه راوړي. ځینو اوسېدونکو ویلي، چې واشېر کې د اوبو کمښت له امله خلک کډې کولو ته اړ شوي.

د دغه سازمان د راپور په دوام کې که څه هم د نړیوالې ټولنې د بشر دوستانه مرستو پر زیاتوالي ټینګار شوی، خو ویل شوي چې دا مرستې یوازې د حل لاره نه ده، بلکې د پراختیايي مرستو د بیا پیلولو په ګډون دې د افغانستان کړکېچن اقتصاد ته هم پام وشي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي وو، دا مهال په افغانستان کې ۲۸.۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG