د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

راپور: افغانان د لوږې او مړینې له ګواښ سره مخ دي


ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته د بې وزله ښځو او ماشومانو انځور
ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته د بې وزله ښځو او ماشومانو انځور

د خوړو د بحران نړیوال راپور ښيي چې د افغانستان او شپږو نور هېوادونو اوسېدونکې د لوږې او مړینې له ګواښ سره مخ دي.

يو شمېر افغانان وايي چې په سختۍ سره د درې وختو خواړه پیدا کوي.

یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، کله چې ډوډۍ خوري نو ډاډه نه وي چې د بل وخت لپاره به ډوډۍ ترلاسه کړي او که نه.

هغه وايي: "د شپې لپاره که کچالو پیدا شي، موږ یې خورو، که کچالو پیدا نه کړو، درې یا څلور وچې ډوډۍ راوړم، که ډوډۍ هم پیدا نه‌کړم، ګاونډیان یې راوړي، موږ یې خورو."

له بلې خوا د قمر خيريه بنسټ مسوول رحمت الله نوروز وايي، د افغانستان په هر ګوټ کې د خلکو ستونزې په ځانګړې توګه لوږه مخ په زياتېدو ده او د نړيوالې ټولنې لا زياتو مرستو ته اړتيا ده.

نوروز وايي: "خلک دندې نه‌لري، په تېره ښځې چې په کور کې ناستې دي او کونډې دي. په افغانستان کې روغتيايي او نورې ستونزې شتون لري. موږ باید هڅه وکړو، چې نړیواله ټولنه دې ته وهڅوو چې افغانستان سره لا ډېره مرسته وکړي، افغانان په هر ګوټ کې ډېرې ستونزې لري په ځانګړې توګه له لوږې سره مخ دي چې باید ورته جدي غور وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو د بحران نړیوال راپور له مخې افغانستان د هغو اووه هېوادونو په ډله کې دی، چې یو شمېر خلک یې له لوږې او مرګ سره مخ دي.

د بشري سازمانونو اتحادیه، چې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له‌خوا تاسیس شوې، د خوړو د بحران په نړیوال راپور کې ویلي، افغانستان، سومالیا، سوډان، یمن، هایټي، نایجیریا او بورکینا فاسو د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې تر ټولو بد د خوړو نا امني تجربه کړې ده.

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

دغه راپور همدا راز د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، نایجیریا، یمن، میانمار، سوریه، سوډان، اوکراین او پاکستان د نړۍ د لسو لوږو هېوادونو په توګه یاد کړي دي.

د خوړو د بحران په نړیوال راپور کې ویل شوي، تېر کال په ۵۸ هېوادونو کې نږدې ۲۵۸ میلیونه وګړي د خوړو له خورا بدې نا امنۍ سره مخ وو.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې ۴۶ سلنه یا ۱۳.۸میلیونه خلک، د خوراکي توکو له حاد کمښت سره مخ دي او ۶،۱ میلیونه وګړي له قحطۍ څخه یو ګام واټن لري.

په راپور کې دا هم راغلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې ۳.۲۲ میلیونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ وو چې دا مسئله د ماشومانو د مړینې یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د خوړو د بحران نړیوال راپور پر بنسټ، شخړې او نا امنۍ، د اقلیم بدلون، د کرونا ویروس اقتصادي پایلې او په اوکراین کې د جګړې اغېزې، په تېره بیا په بې‌وزلو هېوادونو کې د لوږې له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

د خوړو د بحران نړیوال راپور په نړۍ کې د خوړو د حادې ناامنۍ په اړه د ۱۶ بنسټونو د ګډې ارزونې پایله ده، چې موخه یې د بشردوستانه او پرمختیایي کړنو خبرتیا ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوټېرېش د دې راپور په مقدمه کې ویلي، اوسمهال د یوه ميلیارد څلورمه برخه له حادې لوږې سره مخ دي او ځينې نور د لوږې په درشل کې دي، چې دا منصفانه نه‌ده.

هغه دغه راپور ته په اشارې سره وویل، د لوږې او خوارځواکۍ سره د مبارزې لپاره بشري بودیجه د اړتیا په پرتله کمه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍ لوږې د ختمولو لپاره په ټولنیز اقدام او ژمنې ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په وار وار ویلي چې په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیون وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په هغو کې ۶.۱ میلیون وګړي له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG