د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

طالبانو په لغمان کې یو کس اعدام کړ


ارشیف
ارشیف

د طالبانو حکومت په لغمان کې ولایت کې یو کس اعدام کړ.

د طالبانو حکومت وايي، د سه‌شنبې په ورځ یې د لغمان ولایت په عیدګاه جومات یو تن اعدام کړی دی.

د طالبانو حکومت سترې محکمې نن یوه اعلامیه کې د اعدام شوي کس نوم محمد اجمل ښودلی چې د کابل د ګلدرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او ادعا یې کړې چې په لغمان ولایت کې یې د یوې کورنۍ ۵ تنه وژلي دي.

د طالبانو سترې محکمې ادعا کړې چې پر یاد کس یې ابتداییه، مرافعه او تمیز درې ګونو محکمو د اعدام حکم کړی او وروستۍ پرېکړه یې مشر ملا هبت‌الله څېړلې او د عملي کېدو امر یې کړی دی.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، پر دې کس د اعدام عملي کېدو غونډه کې د عام خلکو سربېره، د طالبانو حکومت د سترې محکمې د جزا دیوان عمومي عتیق‌الله دروېش او یو شمېر نورو طالب چارواکو هم برخه درلوده.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان ستره محکمه
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان ستره محکمه

له دې وړاندې طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې پر یوه سړي د اعدام حکم پلی کړ.

د طالبانو حکومت هغه مهال ادعا کړې وه چې د تاجمیر په نامه کس باندې یې وروسته له هغې اعدام پلی کړی چې څلور کاله وړاندې یې فراه کې یو بل کس په چاقو وژلی و.

د تاجمیر د اعدام حکم هم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله تایید کړی و او د عملي کېدو په غونډه کې یې د طالبانو د سترې محکمې د مشر، د بهرنیو چارو او کورنیو چارو د وزیرانو په ګډون ګڼ شمېر لوړ پوړ طالب چارواکي ورغلي وو.

د ویلو ده چې له دې وړاندې د طالبانو حکومت د سترې محکمې مرستیال عبدالمالک حقاني ویلي و، په افغانستان کې د اعدام حکم تطبیق ته ژمن دی.

هغه زیاته کړې وه: "په دې وروستیو کې اسلامي امارت د محکمو تشکیلات بشپړ کړي، محکمو په ټول هېواد کې د قصاص نږدې ۱۷۵ فیصلې، د دیات ۷۹ فیصلې او د سنګسار ۳۷ حکمونه صادر کړي دي."

د طالبانو حکومت داسې مهال د خپلې دویم ځلي واکمنۍ پر مهال د اعدام دویم حکم په عام محضر کې عملي کوي چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپله غونډه کې، په دې هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

له دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان د روان کال د غويي په ۲۵مه ویلي و چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د اعدام د حکمونو د پلي کېدا پر مهال نړیوال قوانین نقض شوي دي.

دې سازمان زیاته کړې وه، افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اعدام د حکم تطبیق په کې له سره پیل شوی.

یاد سازمان 'په ۲۰۲۲ کال کې د اعدام سزا' په نوم په خپل نړیوال راپور کې افغانستان د داسې یوه هېواد په توګه یاد کړی چې په کې د یوه عادي جنایت له امله د اعدام سزا تطبیق شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG