د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

يوناما: د طالبانو له بيا ځلي واک راهيسې ۳۸۹ کسان په دُرو وهل شوي


په ۱۹۹۸ کې د کابل په سټوډيوم کې د طالبانو له‌لوري د حدودو تطبيق
په ۱۹۹۸ کې د کابل په سټوډيوم کې د طالبانو له‌لوري د حدودو تطبيق

یوناما وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې ۳۸۹ کسان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي، په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

یوناما په افغانستان کې د 'بدني مجازاتو او د اعدام د سزا' په اړه خپل راپور نن خپور کړ.

په دې راپور کې راغلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې په ۶۱ پېښو کې ۳۰۷ نارینه، ۸۰ ښځې او ۲ ماشومان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي.

د یوناما له قوله، دغه کسان له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي او ځینو مواردو کې د دُرو شمېر ۱۰۰ ته هم رسېده.

راپور زیاتوي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته، د طالبانو له‌خوا سنګسار، په دُرو وهل، شکنجه، په زور خلک په یخو اوبو کې درول او په زوره د سر خرېل د تطبیق شویو بدني مجازاتو په توګه مستند کړي دي.

یوناما وايي، دا مجازات د محکمې د حکم پر بنسټ، د غیر قضايي ارګانونو او د خپلسرو کسانو له‌خوا عملي شوي او سزاګانې داسې مهال تطبیق شوي چې تورن کسان په اسانه مدافع وکیلانو ته لاسرسی نه‌‌لري او ښځینه قاضیانې له قضایي چوکاټه ویستل شوي دي.

په راپور کې زیاته شوې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دوی د اعدام او غیر قضايي وژنو یا سنګسار دوه پېښې هم مستندې کړي، خو په کندز کې یې د واکسیناتورانو د وژلو په تور څلورو نورو کسانو ته د اعدام د سزا د غوښتنې په اړه هم اورېدلي دي.

په راپور کې د یوناما د بشري حقونو د برخې مشرې فیونا فریزر له قوله لیکل شوي: "بدني مجازات د شکنجې پر وړاندې کنوانسیون څخه سرغړونه ده او باید ودرول شي. ملګري ملتونه د مرګ له سزا سره په کلکه مخالف دي او واکمن چارواکي هڅوي چې په عاجل ډول د اعدام سزا بنده کړي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوناما د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دې راپور په اړه خپل غبرګون کې یوناما ته لیکلي: "د افغانستان ۹۹ سلنه خلک د اسلام د سېیڅلي دین او اصولو پیروي کوي، نو له همدې امله قوانین د اسلام له ارشاداتو او احکامو سره سم ټاکل کېږي او د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او د اسلامي قوانینو ترمنځ د ټکر په صورت کې دوی مکلف دي چې د اسلامي قوانینو پیروي وکړي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

که څه هم طالبان ټینګار کوي چې دوی د اسلامي شریعت په رڼا کې سزاګانې تطبیق کړي، خو یوناما په خپل راپور کې ویلي، افغانستان د بشري حقونو د ټولو نړیوالو سندونو او کنوانسیونونو عملي کولو ته چې دا هېواد یې غړیتوب لري مکلف دی.

افغانستان د شکنجې او نورو ظالمانه غیر انساني او له سپکاوي د ډک چلند د مجازاتو پر وړاندې د درېدو کنوانسیون چې پر بنسټ یې په عام محضر کې د سزا ورکول بندېږي، لاس‌لیک کړی او رسما یې غړی دی.

په ۱۹۹۸ کې د کابل په يوه سټوډيم کې د طالبانو له‌خوا د حدودو تطبيقول
په ۱۹۹۸ کې د کابل په يوه سټوډيم کې د طالبانو له‌خوا د حدودو تطبيقول

د ملګرو ملتونو په راپور کې د طالبانو مخکنیو کړنو ته هم اشاره شوې او لیکي، طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم خلک په عام محضر کې اعدامول، په دُرو یې وهل او د بدن غړي به یې ترې پرېکول.

یوناما وايي، طالبانو د شل کلنې جګړې پر مهال یعنې له ۲۰۰۱ کال وروسته کله چې د دوی رژیم سقوط شو، د خپل واک لاندې سیمو کې بدني مجازات او د اعدام سزاوې تطبیق کړي دي.

د یوناما په راپور کې راغلي، د ۲۰۱۰ کال د اګسټ له ۱۵مې تر د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې طالبانو د موازي عدالت د جوړښتونو پر بنسټ، ۲۱۳ تنه وژلي او ۶۴ نور ټپیان کړي.

یوناما وايي، طالبانو هغه مهال هم دا سزاګانې عموماً د یوه قاضي یا کمېسیون د پرېکړو پر بنسټ ورکړي چې په‌کې اعدام، سنګسار، په دُرو وهل او د بدن د غړو پرېکول شامل دي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې تېره پنجشنبه د طالبانو د سترې محکمې مرستیال عبدالمالک حقاني وویل، دوی تر اوسه ۱۷۵ تنو ته د اعدام، ۳۷ تنو ته د سنګسار، څلور تنو ته د دېوال لاندې کولو او یو شمېر نورو ته د دُرو وهلو سزا اورولې ده.

هغه زیاته کړې وه، ځینې مجازات پلي شوي او ځینې نور یې پلي کېدو ته چمتو دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG