د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

قصاص تر کومو شرايطو لاندې عملي کېږي؟


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو سرپرست حکومت د خپلې اوسنۍ واکمنۍ په نږدې ۱۶ میاشتو کې د لومړي ځل لپاره پرون چهارشنبه په فراه کې پر یوه کس د قصاص حکم عملي کړ.

په دې اړه اعلامیه کې راغلي، محکوم شوي کس پنځه کاله وړاندې د فراه په پشت کوه ولسوالۍ کې یو کس په چاقو وژلی و، موټرسایکل او مبایل یې ترې وړي وو.

وخت ناوخت له ځینو ولایتونو د بېلابېلو جرمونو په تور په متروکو یا دُرو د خلکو د وهلو خبرونه هم ورکول کېږي.

دا حکمونه داسې وخت عملي کېږي، چې طالبان لا هم خپل اساسي قانون یا هم د جزا قانون نه‌لري.

زموږ همکار پر همدې موضوع له دوکتور صلاح الدین سعیدي سره چې په حقوقو او اسلامي علومو کې یې د دوکتورا تر سطحې لوړې زده کړې کړي، مرکه کړې ده.

لومړی یې ترې پوښتلي، چې قصاص تر کومو شرایطو لاندې عملي کېږي؟

د ښاغلي سعيدي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:21 0:00
XS
SM
MD
LG