د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د ملګرو ملتونو د څېړونکو يوه ډوله: طالبان دې په عام محضر کې اعدام او په دُرو وهل بند کړي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د ملګروملتونو د څارونکو او څېړونکو یوې ډلې ویلي دي چې، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د اعدامونو او په عام محضر کې د دُرو وهلو د بیا پیل له کبله سخت بوږنېدلي دي.

دوی پر طالبانو غږ کړی چې دا اقدامات دې سمدستي بند کړي.

دې کارپوهانو په یو بیان کې چې پرون (د ډسمبر ۱۶مه) خپور شو ویلي دي چې، دا ډول سزاګانې د شکنجې، بې‌رحمۍ او له خلکو سره له سپکاوي ډک چلند د مخنیوي په برخه کې له نړیوالو معیارونو څخه سرغړونه ده.

له دې ډول احکامو ښکاري چې د عدالت په برخه کې هېڅ راز ضمانت نه‌شته.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ چې د دې څېړونکو د ډلې غړی دی پرون پر خپل ټویټر ولیکل، دی او همکاران یې له دې کبله اندېښنه لري چې ایا د دې محاکمو جریان او احکام به عادلانه وي که نه.

د ښاغلي بېنیت په باور له دې ډول احکامو ښکاري چې د عدالت په برخه کې هيڅ راز ضمانت نه‌شته.

د ملګروملتونو د څېړونکو دا ډله زیاتوي چې افغانستان د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې، له هغې ډلې د مدني او سیاسي حقوقو نړیوال تړون او د شکنجې، ناوړه چلند او له قانوني مراحلو پرته د جزاګانو د مخنیوي کنوانسیونونه لاسلیک کړي او منلي دي.

په ۱۹۹۶ کې چې د طالبانو لومړۍ واکمني وه، کابل کې په يوه ورزشي لوبغالي کې د حدودو د تطبيق يو انځور
په ۱۹۹۶ کې چې د طالبانو لومړۍ واکمني وه، کابل کې په يوه ورزشي لوبغالي کې د حدودو د تطبيق يو انځور

دې څېړونکو په خپله ګډه اعلامیه کې دا یادونه هم کړې چې په تېره نژدې یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، له هغې ډلې په تخار،کندهار، لوګر، لغمان، هلمند، پروان او کابل کې له سلو زیاتې ښځې او نارینه د طالبانو له خوا په دُرو وهل شوي دي.

دې کارپوهانو همدا راز ویلي دي چې، د طالبانو له‌خوا د ډسمبر په اوومه په فراه ولایت کې په عام محضر کې د اعدام د حکم تطبیق اندېښنې زیاتې کړې دي.

د بښنې د نړیوال سازمان د افغانستان د څانګې څېړونکي زمان سلطاني هم ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو دا اقدامات د اندېښنې وړ دي.

نوموړي ويلي: "له هغې ورځې چې طالبانو د واکمنۍ یا قدرت واګي په لاس کې اخیستي دی، موږ د دوی د پراخو او پرله‌پسې سرغړونو شاهدان یو. له بده مرغه د بشري حقونو د دې سرغړونو په برخه کې هيڅ حساب کتاب نه‌شته."

فراه کې هغه لوبغالی چې طالبانو په‌کې په عام محضر کې د اعدام جزا تطبيق کړه.
فراه کې هغه لوبغالی چې طالبانو په‌کې په عام محضر کې د اعدام جزا تطبيق کړه.

د ملګروملتونو د څارونکو او څېړونکو ډلې په خپله پرونۍ اعلامیه کې له طالبانو غوښتي دي چې د اعدام د حکمونو په برخه کې قانوني مهلت په پام کې ونیسي او له دُرو وهلو او جسماني شکنجې ډډه وکړي ځکه د دوی په باور دا شکنجه او له تورنو سره ناوړه چلند بلل کېدای شي.

طالبان د دې ډول سزاګانو د تطبیق په برخه کې د خپلو اجراتو دفاع کوي او وايي چې، دا احکام د اسلامي شریعت پر بنسټ عملي کوي.

نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت پر اهمیت تل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، دا د طالبانو له حکومت سره د دوی د تعامل یو اصل دی او په همدې دلیل په تېرو څه باندې شپاړسو میاشتو کې د نړۍ هيڅ هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG