د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۹

په روسیه کې د ځینو افغانانو سیاسي پناه غوښتنه رد شوې


د مسکو هوايي ډګر یوه څنډه
د مسکو هوايي ډګر یوه څنډه

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه ګڼ خلک بېلابېلو هېوادونو او له هغې ډلې روسیې ته ولاړل او هلته یې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه، خو د ځینو غوښتنلیکونه رد شوي دي.

د کابل اوسېدونکی علي اکبرزاده وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ناوړه شرایطو له کبله اته میاشتې مخکې له هېواده وتلو ته اړ شو.

اکبرزاده ازادي راډیو ته وویل، د تحصیلي ویزې د لاسته راوړلو لپاره یې ۳ زره ډالر ولګول او د روسې پلازمېنې مسکو ته ورسېد.

ده نه غوښتل چې بېرته افغانستان ته ستون شي.

اکبرزاده څه وخت وروسته پرېکړه وکړه چې په روسیه کې سیاسي پناه وغواړي، خو د هغه په وینا په دې هېواد کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو پروسه ډېره پېچلې او ستونزمنه ده.

هغه زیاته کړه: "ډېر وخت ورته په کار و، او د افغانانو غوښتنلیکونو ته ډېره پاملرنه هم نه کېدله."

اکبرزاده وايي، په روسیه کې د سیاسي پناه له غوښتنې چې نهیلی شو، نو اروپا ته د تلو په نیت د بېلاروس خوا ته روان شو.

نوموړي وویل: "د بېلاروس په سرحد کې بېلاروسي ځواکونو ونیولو. اسناد مو نه لرل، نو ځکه یې بندیان کړو. هغوی موږ ته ویل چې باید خپل پاسپورټونه پیدا کړو. په زندان کې د ۲۵ ورځو له تېرولو وروسته د روسیې پولیسو ته تسلیم شوو. د روسیې پولیسو موږ ته درې څلور ورځې وخت راکړ چې له دې هېواده ووځو. موږ یې افغانستان ته ډیپورت کړو."

اکبرزاده څلور میاشتې مخکې کابل ته واستول شو.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې د اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولای زده کړو ته دوام ورکړي او اوس د 'ایم ټي این' په مخابراتي شرکت کې کار کوي.

د راپورونو له مخې یوزیات شمېر افغانانو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په روسیه کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې خو د هغوی غوښتنلیکونه نه دي منل شوي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د شمالي قفقاز څانګي د راپور له مخې داسې موارد کم نه دي چې د پخوانیو دولتي چارواکو په ګډون په روسیه کې د افغانانو د سیاسي پناه غوښتنلیکونه رد شوي دي.

راپور زیاتوي چې دا افغانان تراوسه هلته اوسي خو دا خطر شته چې وایستل شي.

په راپور کې د قضايي چارواکو له قوله ویل شوي چې که دا خلک افغانستان ته واستول شي نو هلته د دوی لپاره ټول لازم شرایط شته.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې حبیبه نبي زاده او مېړه یې حسین نوید د سیاحتي ویزې په مرسته د شمالي قفقاز د ستاوروپول سیمې پيتي ګورسک ښار ته ولاړل او د ویزې د اعتبار له پای ته رسېدو مخکې یې د ستاوروپول د کورنیو چارو وزارت ته د موقتې سیاسي پناه غوښتنلیک وسپاره.

د راپور له مخې نبي زاده له ۲۰۱۷ کال راهیسې د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي امنیت په اداره کې کار کاوه او مېړه یې د کابل په ګوهرشاد پوهنتون کې استاد و.

راپور یادونه کوي چې دا ښځه او مېړه په وار وار د طالبانو له خوا ګواښل شوي وو.

خو د دوی د سیاسي پناه غوښتنه په فبروري میاشت کې رد شوه ځکه له مبالغې ډکه وبلل شوه.

چارواکو وویل، د دوی د سیاسي پناه اصلي علت د خپل ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښېګڼې لپاره هڅه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو مدافع ډلو په وار وار د هغه څه لپاره چې دوی یې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ستونزې بولي، اندېښنه ښودلې ده.

له بشري حقونو سرغړونې، د طالبانو د لوی مشر د عفوې د فرمان نه عملي کېدل او د نجونو او ښځو پر زده کړو، تحصیل او کار بندیز هغه موارد دي چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو موسسو اندېښنه پرې ښودلې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا لري چې په ټول هېواد کې یې امنیت ټینګ کړی، بشري حقونو ته درناوی کېږي او خلکو ته د زده کړو او کار فرصت هم ورکول کېږي، خو د اکبرزاده په څېر ځوانان راتلونکې ته ډېر هیله من نه ښکاري.

هغه وايي: "طبعاً زه غواړم له افغانستانه ووځم. بله چاره نه شته. د خپلو هیلو او ارمانونو لپاره باید مبارزه وکړو، حتی که زموږ د ژوند په بیه وي."

XS
SM
MD
LG