د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د بشري حقونو شورا ۵۳مه غونډه؛ د افغانستان پر بشري وضعیت بحث کېږي


په کابل کې یو شمېر اړمنې مېرمنې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه لیکه جوړه کړې او یو وسله وال طالب د دې بهیر څارنه کوي. May 23, 2023
په کابل کې یو شمېر اړمنې مېرمنې د مرستو د ترلاسه کولو په موخه لیکه جوړه کړې او یو وسله وال طالب د دې بهیر څارنه کوي. May 23, 2023

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ۵۳مې غونډې ترڅنګ ټاکل شوې ده چې په جینوا کې د دوشنبې په ورځ د افغانستان پر بشري وضعیت هم خبرې وشي.

د افغانستان د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ به دې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې وویل، د بېنيټ راپور به تر ډېره تر د طالبانو له لوري تر لګېدلیو بندیزونو راڅرخي.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي

نوموړې ويلي: "موږ به خپله نهایي هڅه وکړو چې په دې غونډه کې د افغانستان د ښځو غږ اوچت کړو او زموږ غوښتنه به د بشري حقونو له شورا څخه همدا وي چې د ښاغلي بېنيټ وړاندیزونو ته پاملرنه وکړي، د دې ترڅنګ دې د افغان ښځو غږ ته غوږ شي."

د بخښنې نړیوال سازمان هم پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې ریچارډ بېنيټ او د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون د حقوقي تګلارې د برخې مسوول یان سایدرمن به د افغانستان د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو د وضعیت په اړه ویناوې وکړي.

د افغان ښځو په استازیتوب به په دې غونډه کې د ښځو د حقونو فعاله او د بشري حقونو د دفاع د شبکې غړې نګینه یاري، همدا راز د ښځو د حقونو فعاله او د سولې او ازادۍ د حرکت بنسټګره پروانه ابراهیم خېل نجرابي برخه واخلي.

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ او د هغه کاري ډلې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د زده‌کړو او کار په برخه کې د سیستماتیک تبعیض راپور د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په ویبپانه کې خپور کړ.

د افغانستان د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د افغانستان د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

دا راپور له نهه اویا کسانو سره د مې په میاشت کې د مرکو په استناد چمتو شوی چې له دې ډلې یو پنځوس ښځې دي.

طالبانو په تېرو څه باندې ۲۲ میاشتو کې له شپږم ټولګي ورپورته نجونې له زده‌کړو ګرځولې دي او په دولتي ادارو او یو شمېر موسسو کې یې د ښځو پر کار بندیزونه لګولي دي.

طالبان بیا وایي چې د اسلامي شریعت پر بنسټ ښځو ته حقونه ورکوي.

ریچارډ بېنیټ په خپل نوي راپور کې پر طالبانو غږ کړی چې د بشري حقونو په برخه کې هغه ټول نړیوال اصول رعایت کړي چې افغانستان هغوی ته ژمن دی.

په دې راپور کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتل شوي چې د افغانستان مسئلې ته شا نه‌کړي او د بشري حقونو د سرغړونکو په وړاندې کوټلي ګامونه واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG