د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

يو اسټراليايي انسټېټيوټ: د افغانستان بنسټيزې اړتياوې دې له پامه نه غورځول کېږي


ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې اړمنې مېرمنې او ماشومان

یو اسټرالیايي انسټېټيوټ وايي، داسې مهال چې له جګړه ځپلو افغانانو سره هر ډول مرستې په غیرمستقیم ډول د طالبانو د هڅولو او ملاتړ خطر له ځان سره لري، خو د دوی اړتیاوې باید له پامه ونه غورځول شي.

د "The Lowy" انسټېټيوټ یوه مقاله چې نن د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپله ویبپاڼه خپره کړې، د افغانانو له بشري ناورین مخ وضعیت ته په کتو له طالبانو سره د نړيوالې ټولنې د ښکلېتیا غوښتنه کړې.

دې انسټېټيوټ ویلي، له طالبانو سره ښکېلتیا کېدای شي په افغانستان کې د یوه بشري ناورین مخه ونیسي، خو دا انسټېټيوټ د دې کار د پراخو نړیوالو اغېزو د احتمال یادونه هم کوي.

د 'The Lowy' اسټراليايي انسټېټيوټ زیاتوي، د افغانانو د اقتصادي حقوقو ساتل، د طالبانو د رسمیت پېژندنې په معنا نه‌دي، خو له طالبانو سره ښکېلتیا ممکن په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیسي.

د دې انسټېټيوټ له قوله، دا کار کېدای شي له طالبانو سره د نورو مذاکراتو لپاره هم زمینه برابره کړي.

د 'The Lowy' اسټراليايي انسټېټيوټ همدا ډول د افغانانو د اقتصادي حقونو د ساتلو لپاره د افغانستان د اقتصادي جوړښتونو په بیا رغولو د تمرکز غوښتنه کړې، څو د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړي.

دې انسټېټيوټ د بېلګې په توګه، د افغانستان بانک د بیارغونې یادونه کړې چې تر نړیوال څار لاندې یې چارې مخته یوړل شي.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک

د طالبانو حکومت د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو له دې وړاندې یې په ځلونو له نړیوالې ټولنې سره د ښکېلتیا او اړیکو جوړېدو غوښتنه کړې.

د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقوق، له ترهګرۍ سره مبارزه او د ټول شموله حکومت جوړېدل، هغه مسایل دي چې د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړي، خو طالبان دا موضوعات د افغانستان کورني مسایل بولي.

د 'The Lowy' اسټراليايي انسټېټيوټ داسې مهال د افغانانو د بشري اړتیاو په پوره کېدو ټینګار کوي چې یو شمېر افغانان وايي، د نړیوالو بشري مرستې د اړمنو پر ځای طالب چارواکي او په دوی پورې تړلو کسانو ته ورکول کېږي.

په افغانستان کې له بېوزله کسانو سره د مرستې د رسونې له بهیره انځور.
په افغانستان کې له بېوزله کسانو سره د مرستې د رسونې له بهیره انځور.

د هلمند د مارجې ولسوالۍ یو اوسېدونکي د خپل نوم له یادولو پرته ازادي راډیو ته رالېږلې پیغام کې ویلي: "د مرستو دا وېش چې شروع ده، لکه دوی چې وايي چې موږ یې خوار او غریب ته ورکوو، شاید یو ځای نیم ځایي یې د غریبو نوم لیکلی وي، نور ټول د دې بلاک مشرانو ته ورکول کېږي. هغه مشران یې راشي وايي، خوار او غریب را وښيئ، دوی خپل خپلوان او دوستان راټول کړي او د هغوی نوم ولیکي."

د ننګرهار ولایت د سره‌‌رود ولسوالۍ اوسېدونکی جان‌محمد بیا وايي، طالب چارواکي بشري مرستې په خپلو منځونو کې وېشي.

جان محمد وايي: "طالبانو ته چې کومې بشري مرستې له بهر راځي، دوی یې یوازې هغو خلکو ته ورکوي چې د دوی په لیکو کې وژل شوي وي. نورو هغو کسانو ته چې ولسي دي او په جګړو کې وژل شوي، هغوی ته نه ورکول کېږي."

مخکې هم په ځلونو ورته ادعاوې او انتقادونه شوي دي، خو طالب ویاندویانو بیا رد کړي دي.

په افغانستان کې بشري وضعیت د بل هر وخت په پرتله ډېر خراب شوی او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له قوله، همدا اوس له ۲۸ میلیونو ډېر افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG