د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

​​​​​​​اوچا: افغانستان کې د ستر بشري ناورين مخنيوي لپاره بېړنۍ بودجې ته اړتيا ده


ارشیف، کابل کې بې‌وزله کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ
ارشیف، کابل کې بې‌وزله کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې د ستر بشري ناورین د مخنیوي لپاره عاجلې بودجې او مناسب عملیاتي چاپيریال ته اړتیا ده.

یو شمېر بې‌وزله افغانې کورنۍ وايي، چې ان د وچې ډوډۍ د اخیستلو توان هم نه‌لري.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې مېرمن، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "سهار مې شوله پخه کړه، ځکه دومره پیسې نه وې چې د سهار چای لپاره ډوډۍ واخلم، هماغه شوله مې غرمې کې هم توده کړه. زما د کور حالت ډېر خراب دی، زما حالت هم ډېر خراب دی، همدا اوس د لوږې له لاسه نه‌شم غږېدلای."

د کابل ښار يوه بله اوسېدونکې فوزيه له خپل ژوند څخه ورته شکايت کوي او وايي: "له يوې خوا بې‌وزلي او له بلې خوا ناروغي، دا چې څوک ناروغ وي، له غریبۍ څخه غټ غم دی. مېړه مې ډېر ناروغ دی او د اعصابو ناروغي لري."

ارشیف، یو شمېر بې وزله افغان کورنۍ چې د وچې ډوډۍ د مرستې وېش ته په تمه دي
ارشیف، یو شمېر بې وزله افغان کورنۍ چې د وچې ډوډۍ د مرستې وېش ته په تمه دي

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په روان پسرلي کې په افغانستان کې د ستر بشري ناورین د مخنیوي لپاره له ۷۱۷،۴ میلیون ډالرو څخه زیاتې بوديجې او مناسب عملیاتي چاپيریال ته اړتیا ده.

اوچا خبرداری ورکوي، که مرستندویان ژر اقدام ونه‌کړي په افغانستان کې به بشري مرستو ته اړتیاوې زیاتې شي.

د اوچا د راپور پر بنسټ، په ملي او نړیوالو نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار محدودیتونو د مرستو رسولو چارې نورې هم پېچلې کړي او د افغانستان لپاره بوديجه په داسې حال کې پای ته رسېدلې چې دا هېواد په نړۍ کې د قحطۍ او بشري ناورین له تر ټولو لوی خطر سره مخ دی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند استفان دوجاریک د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې يوې خبري غونډې ته وویل، له هڅو سره سره د افغانستان وضعیت نه‌دی بدل شوی.

نوموړي وويل: "موږ په افغانستان کې يو، وضعيت ډېر نه‌دى بدل شوى، دلته بېلابېلې ادارې هر څه کوي، څومره چې کولاى شي مرسته کوي، خو فرمانونه لا هم پر ځاى دي، او لکه څنګه چې لازمه ده کار نه‌شو کولای."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استفان دوجاریک

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په راتلونکې میاشت کې په افغانستان کې د سېلابونو، د ځمکې ښوېدنې او د اسهال او شري په ګډون د ځینو ناروغیو احتمال د مهمو خطرونو په توګه په نښه کړي دي.

د دې ادارې په خبره، يادې ستونزې ښايي په داسې حال کې رامنځته شي، چې افغانان تر ټولو ډېر د خوراکي توکو له کموالي، خوارځواکۍ، د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ دي.

د ملګروملتونو په ګډون په ملي او نړیوالو نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو د حکومت له‌خوا لګول شوي محدودیتونو، په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی دی.

اوچا په وار وار خبرداری ورکړی چې له ۲۸ ميلیونو څخه زیات خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له دې جملې څخه شپږ میلیونه یې له قحطۍ څخه یو ګام واټن لري.

XS
SM
MD
LG