د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

یونېسف: په بشپړه توګه زیانګالو افغان ماشومانو ته خدمتونه نه شو چمتو کولای


ارشیف: د یونېسف په مرسته د کابل یوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم ته خواړه ورکول کېږي. Aug. 26, 2019
ارشیف: د یونېسف په مرسته د کابل یوه روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم ته خواړه ورکول کېږي. Aug. 26, 2019

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف اعلان کړی، دوی نه‌شي کولای چې په بشپړه توګه زیانمنونکو ماشومانو او کورنیو ته روغتیايي خدمتونه، اوبه، خوراک او ټولنیز خدمتونه چمتو کړي.

په افغانستان کې یو شمېر بې‌وزله کورنۍ اندېښمنې دي چې بې‌وزلۍ دوی او د دوی ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.

دوی وايي چې وزګاره دي او مناسب خواړه نه‌شي برابرولای.

د کابل ښار اوسېدونکې او د دوو ماشومانو مور جوهر وايي، ماشومان يې د بې‌وزلۍ له امله له خوارځواکۍ سره مخ دي.

جوهر زیاتوي چې تر اوسه دوی هېڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې.

اغلې جوهر وايي: "خپل یو ماشوم مې ډاکتر ته یووړ ډاکتر راته وویل چې ماشومان دې په خوارځواکۍ اخته شوی. زه مرستې ته اړتیا لرم چې دوی ته خواړه ورکړم. زه وزګار یمه او پخپله ناروغه یمه. زه له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوم چې موږ سره مرسته وکړي."

په ارزګان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی. 2022.06.01
په ارزګان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی. 2022.06.01

د کابل ښار يوه بله اوسېدونکې پروينه وايي، څلور ماشومان لري او خاوند يې بې‌کاره دى.

پروین ازادي راډیو ته وویل، خراب اقتصادي وضعیت یې د دې لامل شوی چې دی او ماشومان یې پر بېلابېلو ناروغیو اخته شي.

نوموړې وايي: "زه او مېړه مې وزګار یو، اقتصاد مو ښه نه‌دی. له نړیوالې ټولنې مې غوښتنه ده چې له موږ سره مرسته وکړي. وضعیت ډېر ستونزمن دی. ماشومان مو ډاکتر ته بوتلل، ډاکترانو راته وویل چې دوی په خوارځواکۍ اخته دي. موږ نه‌شو کولای دوی ته خواړه چمتو کړو."

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې میلیونونه وګړي یې له قحطۍ سره مخ دي او بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په خپل تازه راپور کې چې د جمعې ورځې ناوخته یې خپور کړی ویلي، دوی په بشپړ ډول نه‌شي کولای زیانمنونکو ماشومانو او کورنیو ته د روغتیا، اوبو، خوراک او ټولنیزو مرستو په څېر خدمتونه وړاندې کړي.

یونېسف زیاته کړې چې د ۲۰۲۳ کال لپاره په افغانستان کې ماشومانو ته د بشردوستانه اقداماتو په هدف د یونېسف غوښتنې یوازې ۲۲.۴ سلنه ترلاسه شوي چې دا اندازه د خدمتونو د چمتو کولو لپاره کافي نه‌ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش تېره اوونۍ د دوحې په غونډه کې د افغانستان په اړه ویلي وو، دوی تر اوسه یوازې ۶،۴ سلنه بودیجه له افغانستان سره د بشري مرستو د رسولو لپاره ترلاسه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د هغه په وینا، د دوی د بشري مرستو پروګرام چې د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه یې ورته کړې وه تر اوسه یوازې ۲۹۶ میلیونه ډالره ترلاسه شوي دي.

هغه همدا شان ویلي و چې افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی او ۹۷ سلنه افغانان په فقر کې ژوند کوي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا اعلان کړی و چې اوسمهال په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG