د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

يونېسف: ۸۷۵ زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي


ارشیف: په هرات کې ښه خوارځواکۍ اخته افغان ماشوم
ارشیف: په هرات کې ښه خوارځواکۍ اخته افغان ماشوم

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي، په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۸۷۵ زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

نقیب احمد چې د کندهار ولایت اوسېدونکی دی او یوه لور یې په خوارځواکۍ اخته ده وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې ماشوم او مور ته مناسب خواړه برابرولای نه‌شو، ځکه یې لور خوارځواکه شوه.

نوموړی وايي: "یوه لور مې په خوارځواکۍ اخته ده، ځکه اقتصادي چارې له صفر سره ضرب دي، دندې نه‌شته، هغوی ته کار نه ورکول کېږي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې زده‌کړې کړي، نو هغوی نه‌شي کولای چې خپلې مېرمنې ته مناسب خواړه تیار کړي چې له امله یې ماشوم وژغورل شي او د خپلې مور په شیدو موړ شي."

نقیب احمد وايي، په کندهار کې ځینې موسسې او کلینیکونه ماشومانو او مېندو ته وړیا خواړه ورکوي، خو دی زیاتوي چې د دې خوړو په وېش کې انصاف نه‌کېږي او له ډېرو هڅو سره هم بریالی شوی نه‌دی چې له موسسو او کلینیکونو څخه دغه خواړه ترلاسه کړي.

ارشیف: د افغانستان په جنوب کې یو خوارځواکی ماشوم
ارشیف: د افغانستان په جنوب کې یو خوارځواکی ماشوم

په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو له ډېرېدو سره د ملګرو ملتونو د ماشومان د ملاتړ صندوق یا یونېسف هم نن په یوه ټوېټ کې ویلي چې ۸۷۵ زره ماشومان په روان میلادي کال کې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

یونېسف د دې سازمان د خوړو برخې د مسوولې میلاني ګالوین وېډيو هم خپره کړې ده چې په‌کې ویلي یې دي، د خوارځواکۍ د تشخیص او درملنې او د خوارځواکۍ له ګواښ سره د مخ کېدونکو ماشومانو د خوړو په برابرولو کې د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

نوموړې ويلي دي: "سږکال به ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي. په لنډ مهال کې شدیده خوارځواکي ژوند تهدیدوي او په اوږد مهال کې کولی شي چې ماشومان د بدن او ذهن د ودې مخه ونیسي او په ټول ژوند یې اغېز وکړي."

اغلې ګالوین وايي، ۲۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې د خوارځواکۍ له خطر سره مخو ماشومانو ته روغتیايي خواړه برابره کړي.

نوموړې زیاتوي چې د ډاکترانو، روغتیايي مشاورانو او کارکوونکو روزولو ته هم اړتیا ده چې د خوارځواکۍ له ګواښ سره د مخ ماشومانو په ژغورلو کې ونډه واخلي.

د یونېسف ترڅنګ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم په مرستندویه ادارو غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري ناورین په مخنیوي کې ونډه واخلي.

دې دفتر پرون ناوخته په یوه ټوېټ کې ویلي چې د بشري مرستو په برخه کې شریکان یې کولای شي، د بودیجې په برابرولو سره په افغانستان کې د لوږې، ناروغیو او د زېږون په مهال د میندو د مړینې کچه کمه کړي.

ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته بې وزله مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته بې وزله مېرمنې او ماشومان

اوچا همدا شان خبرداری ورکړی چې د نه کولو بیه به لوړه وي.

دې ادارې تر دې مخکې ویلي و، ۲۸.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر هم ولري، خو ویاند یې شرافت زمان د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکنمېدو وروسته له افغانستان سره د نړیوالو مرستندیو موسسو د مرستو کمښت او هم په ۲۰۲۲ کال کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته د نړیوالو موسسو د فعالیتونو ځنډېدل هغه عمده لاملونه دي چې ویل کېږي له امله یې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر روان کال په بې‌ساري ډول لوړ شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG