د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې روان بشري وضعيت معلولین اغېزمن کړي


ارشیف: یو شمېر افغان معلولین
ارشیف: یو شمېر افغان معلولین

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، په افغانستان کې بشري بحران د دې هېواد پر هغو وګړو چې معلول دي، خورا زیاتې اغېزې کړی دي.

اوچا پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل، روان ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې له معلولیت سره ژوند کوي، دوه ميلیونه او ۴ لکه کسانو ته رسېږي.

اوچا وایي، مرستندویه ادارې په پام کې لري چې د دغو معلولینو له ډلې، دوو ميلیونو ته یې مرستې ورسوي خو زیاتوي د دې لپاره چې دغه معلولین له مرستو برخمن شي، عاجلو مالي مرستو ته اړتیا ده.

اوچا چې د افغانستان د روان بشري بحران او د دې هېواد له تر ټولو زیانګالو وګړو سره د مرستې په اړه وروستي ارقام خپروي، نه‌ دي ویلي چې تېر۲۰۲۲ کال کې مرستندویه ادارو چې د افغانستان له تر ټولو زیان‌ګالو ميلیونونو وګړو سره یې مرستې کړي، څومره یې معلولین و، خو دا اداره سږ کال د افغانستان د بشري وضعیت د غبرګون د پروګرام د عملي کولو په برخه کې د مالي سرچینو له کموالي شکایت کوي.

ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري ارزګان کې اړمنو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور
ارشیف: د خوړو نړیوال پروګرام له لوري ارزګان کې اړمنو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

سږ کال ملګرو ملتونو د افغانستان له تر ټولو زیان‌ګالو شاوخوا درویشت ميلیون وګړو سره د بشري مرستو لپاره د ۴،۶ ملیارډ ډالرو غوښتنه کړې، خو تر دا وروستیو پورې یې د دغو غوښتل شویو پیسو شاوخوا ۶ سلنه ترلاسه کړې ده.

افغانستان چې څه باندې ۴۰ کلونه په جګړو کې ښکېل پاتې شوی، په سلګونو زره وګړي یې په ماین چاودنو، هوایي بمباریو، ځانوژونکو بریدونو او د تاوتریخوالي په نورو پېښو کې معلول شوي دي.

خان محمد چې د کندهار ښار په جنوب کې د صالحانو په نوم کلي کې اوسي، یو له دغو معلولینو څخه دی چې وایي، تر اوسه ورسره هیچا مرسته نه‌ده کړې.

نوموړی وايي: "په خدای له هرې خوا ستونزه لرو. ولا که دا د ګېس وس لرو. په خدای که دا د اوړو وس لرو او داسې وخت راغلی چې یو پر سل وریجي ما رانیولې دي، پنځه ویشت ورځې مو خوړلي دي. په کور کې دولس نفره یم. په خدای داسې وخت راغلی چې غوړي خلاص شوي په اوبو کې مو ايشولي. وروره موږ پر ټول اسلام باندې غږ کوو، په نړیواله ټولنه باندي چې زموږ غور دې وسي. موږ دې وویني، حکومت دې راسي، موسسې دې راسي، زموږ حالات دې وویني چې موږ په څه حالت کې یو."

د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې د صالحانو په کلي کې شاوخوا پنځه سوه معلولې کورنۍ اوسي چې اکثرو یې په بمي چاودنو او بمباریو کې دواړه لاسونه، یا دواړه پښې او سترګې له لاسه ورکړي دي.

د یوې سروې له مخې چې ایشیا فونډیشن بنسټ د ۲۰۲۰ کال په می کې خپره کړې وه، ویل شوي چې د افغانستان اتیا سلنه لویان له یو ډول معلولیت سره ژوند کوي چې څه کم ۱۴ سلنه یې سخت معلولین ښودل شوي دي.

همدارنګه د افغان ماشومانو په اړه ویل شوي چې د دوو او اوولسو کلونو ترمنځ څه باندې ۱۷ سلنه ماشومان له یو ډول معلولیت سره ژوند کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان هغه مهال په یوه راپور کې ویلي و چې د ښځو په منځ کې سخت معلولیتونه خورا زیات دي چې دا د دې سبب شوې چې افغانې ښځې او نجونې د مرستو، زده کړو، کار موندنې او روغتیایي خدمتونو ته د لاس‌رسي په برخه کې له سختو ستونزو، تبعیض او جنسي ځورونې سره مخامخ شي.

په افغانستان کې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د معلولو ښځو او نجونو ترڅنګ نورې عادي ښځې او نجونې هم په تېره د کاراو زده کړې په برخو کې له ډېرو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG