د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

اقتصادي ستونزې؛ د کارګرانو ملي ټولنه: ګڼ شمېر افغان ماشومان شاقه کارونو ته اړ شوي


ارشیف: یوه افغانه ماشومه د کار پرمهال
ارشیف: یوه افغانه ماشومه د کار پرمهال

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه وايي، په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له کبله ګڼ ماشومان شاقه کارونو ته اړ شوي دي.

په افغانستان کې د اقتصادي رکود په باب له اندېښنو سره جوخت ګڼ کسان په دغه هېواد کې له بې‌کارۍ شکایت لري.

دا شکایتونه داسې وخت کېږي چې طالبانو په تېره ډسمبر میاشت کې په غیردولتي موسسو کې د ښځو کار منع کړ او تېره میاشت یې د ملګرو ملتونو په ادارو کې هم د ښځینه وو کار منع اعلان کړ.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې چې د طالبانو له لوري له کاره منع شوي دي. October 18 2022
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ښځینه کارکوونکې چې د طالبانو له لوري له کاره منع شوي دي. October 18 2022

د کابل اوسېدونکی فضل الرحمان وايي، له څو میاشتو راهیسې یې میاشتنی معاش نه دی ورکړل شوی چې اوس د کورنۍ د غړو مړو ته حیران دی.

هغه وویل: "څو کاله کېږي چې معاش نه‌لرم، له اقتصادي ستونزو سره مخ یم، حتا رواني تکلیف راته پیدا شوی او خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو په خاطر مې اوس سختو او شاقه کارونو ته مخه کړې ده."

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته پنځه لکه کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې، چې د ۲۰۲۲م کال تر نیمايي پورې به یې شمېر نږدې یو میلیونو ته ورسېږي.

د افغانستان د کارګرانو او کارمندانو ملي ټولنې رییس معروف قادري له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "ټول پوهېږي چې افغانستان د کار نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو غړی هېواد دی، هر دولت چې راځي، دا مکلفیت لري چې دغه کنوانسیونونه رعایت کړي. څرنګه چې افغانستان د نړیوالې ټولنې غړی دی، باید دغه سازمان په افغانستان کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. تر هغو چې اقتصاد رغېږي، باید د کارګرانو د کاري خوندیتوب کنوانسیون رعایت شي."

د کابل یوه څنډه کې یو ماشوم د کار پر مهال. Aug. 17, 2022
د کابل یوه څنډه کې یو ماشوم د کار پر مهال. Aug. 17, 2022

په تېرو ۱۹ میاشتو کې ګڼ کسان مجبوره شوي چې د کار موندنې او غریبۍ لپاره ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

په افغانستان کې دننه هم راپورونه ورکړل شوي چې ګڼې کورنۍ مجبوره شوي، خپل واړه ماشومان شاقه یا درنو کارونو ته ودروي.

د افغانستان د کارګرانو او کارمندانو ملي ټولنې رییس معروف قادري دا یوه جدي ستونزه بولي.

قادري وویل: "ماشومان د هېواد د راتلونکي جوړوونکي دي، باید پام ورته وشي، د درنو کارونو مخنیوی یې وشي او حکومتي چارواکي یې میندو او پلرونو ته د کار زمینه برابره کړي، چې دغه ماشومان ښوونځیو ته لاړ شي او هېواد د پرمختګ او اقتصادي سوکالۍ خوا ته لاړ شي."

د رواداري په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ ویلي، په هېواد کې د بې‌کارۍ زیاتېدو ته اندېښمن دي او د تېر حکومت هغه مامورین چې پر ټیټو رتبو کار کوي، د شړل کېدو او تبعیضي چلندونو سره مخامخ دي.

د طالبانو ویندویانو د دې موضوع په اړه زموږ پوښتل شویو سوالونو ته ځواب ونه وایه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږی دفتر اوچا په دې وروستیو کې ویلي چې د افغانستان ناسم اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی چې د خلکو ګټه وټه کمه او د بې‌کارۍ کچه لوړه شي.

دغه سازمان ویلي، په ټول افغانستان کې ۸۰ سلنه کورنۍ د عوایدو له کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې وايي، نن سبا افغانستان کې ۲۸ میلیونه او درې لکه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۶ میلونه یې قحطۍ ته یو ګام نږدې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG