د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

ملګري ملتونه: سوډان کې روانې بشري ناخوالې په یوه بشپړ ناورین بدلې شوي


د سوډان د جګړې یو انځور
د سوډان د جګړې یو انځور

په سوډان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی عبدو دنګ خبرداری ورکوي چې په دغه هېواد کې روانې بشري ناخوالې په یوه بشپړ ناورین بدلې شوي او ګاونډیو هېوادونو ته یې د خپرېدو خطر شته.

رویټرز خبري اژانس د عبدو په حواله راپور ورکړی چې په سوډان کې له ویجاړونکې جګړې څخه دوه اوونۍ تېرې شوې او دې جګړې په دغه هېواد کې بشري ناورین پر یوې بشپړې فاجعې بدل کړی دی.

هغه زیاته کړه چې ملکي خلک د سوډان په هغو برخو کې پناه اخلي چې د جګړې له امله لږ اغېزمن شوي او یا هم ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام هم خبرداری ورکړی و چې د سوډان جګړه به د افریقا ټوله ختیځه سیمه له بشري ناورین سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې مشر مارټین فریک د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي دي چې د جګړې تر پیلېدو د مخه د سوډان یو پر درېیمه برخه نفوس له لوږې سره مخامخ و.

د هغه په وينا، اوس د هر څه کمښت دی او د خوراکي توکو بيې خپل اوج ته رسېدلې دي.

د سوډان په دوو ګاونډیو هېوادونو چاد او جنوبي سوډان کې هم د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

دغو دوو هېوادونو په سوډان کې د جګړې له پیل راهیسې زرګونه کډوال منلي دي.

د خوړو د نړيوال پروګرام مشرې وويل، په جنوبي سوډان کې چې ځينې سيمې له سېلابونو او نورې له وچکالۍ سره مخ دي، د خوراکي توکو بيې ٢٨ سلنه لوړې شوې دي.

په سوډان کې د دغه هېواد د پوځ او د غوڅ ملاتړ ملېشو ترمنځ جګړه د اپريل له ۱۵مې نېټې پيل شوې چې په ترڅ کې يې تر ٥٠٠ زيات کسان وژل شوي او شاوخوا ٤٠٠٠ نور ټپيان شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG