د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د سوډان په پلازمېنه کې روانې جګړې غبرګونونه پارولي


د سوډان پلازمېنې خرطوم کې د روانې جګړې یو انځور
د سوډان پلازمېنې خرطوم کې د روانې جګړې یو انځور

د سوډان په پلازمېنه کې نن سهار هم جګړه روانه وه چې دې موضوع غبرګونونه پارولي دي.

پرون هم د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ځواکونو او عادي پوځ تر منځ په وژونکو شخړو کې لږ تر لږه ۵۶ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

نن د دویمې ورځې په مخه هم د هغو دوو رقیبو جنرالانو ترمنځ جګړې دوام لري چې د ۲۰۲۱م کال له کودتا وروسته په قدرت کې دي.

دغو شخړو په نړیواله سطحه اندېښنې ولاړې کړې دي.

د پلازمېنې خرطوم له شمال چې ګڼ مېشتې سیمې په کې دي، دغه راز د جنوب له ځینو برخو د سختو چاودنو او د وسلو د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس ویلي، په همدې حال کې ټانکونه لارو سړکونو ته راووتل او جنګي جېټ الوتکو په فضا کې شور جوړ کړی و.

په سوډان کې دغه تاوتریخوالی نن سهار څو اوونۍ وروسته له هغې سخت شو، چې د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د ملېشه وو قوماندان دی، کړکېچ اوج ته ورسېد.

لانجه پر دې ولاړه شوه چې هڅه وشوه، د چټک ملاتړ ځواکونه د منظم پوځ په تشکیلاتو کې مدغم شي، خو دقلو یې مخالفت وکړ.

دوی د اوسنۍ شخړې د پیل ملامتي پر یوه او بل اچوي.

د دقلو د چټک ملاتړ ځواکونه وايي دوی ولسمشرۍ ماڼۍ، د خرطوم هوايي ډګر او نورې ستراتیژیکې ساحې نیولي دي، خو د سوډان پوځ ټینګار کوي، چې واک له دوی سره دی.

پرون ناوخته د سوډان هوايي ځواک له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې دننه پاتې شي، ځکه دوی د ملېشه ځواکونو چې د چټک ملاتړ په ځواکونو مشهور دي، پر پوځي اډو هوايي حملې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي نن یکشنبه ویلي، امریکا په سوډان کې د تاوتریخوالي لوړې سطحې ته ژوره اندېښنه لري چې د لسګونو کسانو د مړینې سبب شوې ده.

دغه چارواکي ویلي، د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دې جګړې د درېدو لپاره له هغو هېوادونو سره چې نفوذ لري، خبرې کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، په سوډان کې روانو تحولاتو ته سخته اندېښنه لري او له دواړو لوریو یې د اوربند غوښتنه کړې ده.

د سوډان طبي سازمان ویلي، د بې ګناه خلکو د خوندیتوب او د ټپیانو د درملنې لپاره دې سم د لاسه اوربند وشي.

XS
SM
MD
LG