د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

سوډان کې لنډمهاله اوربند؛ د جګړې راپورونه هم ورکول شوي


يو شمېر سوډاني جنګيالي
يو شمېر سوډاني جنګيالي

راپورونه ورکړل شول، چې په سوډان کې د ښکېلو لوریو ترمنځ چې مشري یې دوه رقیب جنرالان کوي پرون سه‌شنبه د ۲۴ ساعتونو لپاره پر لنډمهاله اوربند سلا وشوه.

ویل شوي، تر څلور ورځنۍ سختې جګړې وروسته دغه اوربند پر ځايي وخت د تېر مازیګر له شپږو بجو ټینګ شو.

خو بیا هم په پلازمېنه خرطوم او نورو ساحو کې د جګړو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي.

ښکېل لوري له اوربند د سرغړونې ملامتي پر یوه او بل اچوي.

روانې شخړې د بشري چارو د ګډوډۍ سبب شوي دي.

په سوډان کې د سره صلیب نړیوال کمېټې او د سرې میاشتې د ټولنې د هیئت مشر فرید ایوار ویلي: موږ تیار په زرګونو رضاکاران لرو، چې د بشري چارو لپاره روزل شوي دي.

ایوار پرون سه‌شنبه له جنیوا د ویډیو له لارې خبریالانو ته وویل: له بده مرغه روان وضعیت دوی ته اجازه نه ورکوي، چې اقدام وکړي.

فرید ایوار د سوډان له ټولو ښکېلو لوریو غوښتنه وکړه، چې د بشري مرستو لپاره یو خوندي دهلېز ایجاد کړي.

سوډان کې جګړه
سوډان کې جګړه

د ملګرو ملتونو یوې ویاندې الیساندرا ویلوچي (Alessandra Vellucci) ویلي، ملګري ملتونه دا مهال په سوډان کې ۸۰۰ نړیوال او ۳۲۰۰ محلي کارکوونکي لري.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په جاپان کې خبریالانو ته په خبرو کې، د سوډان د امنیتي وضعیت او هلته د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.

موږ په ټوله کې د سوډان د امنیتي وضعیت په باب اندېښمن یو.
بلېنکن

نوموړي ويلي: "البته چې موږ په ټوله کې د سوډان د امنیتي وضعیت په باب اندېښمن یو. ځکه دا حالت هغسې چې پر ډیپلوماتانو او مرستندویانو تاثیر کوي، پر ملکیانو هم اغېز کوي. د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو چې خپل فعالیت وځنډوي، ځکه د دوی درې کارکوونکي وژل شوي دي، د دې اغېزې به د سوډان پر وګړو، چې د خوړو نړیوال پروګرام مرستو ته سخته اړتیا لري، په بالقوه ډول وحشتناک وي. دوی یوازې پر اوربند سلا کېدو باندې ټینګار کوي."

انتوني بلېنکن
انتوني بلېنکن

په سوډان کې دغه تاوتریخوالی له شنبې راهیسې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د ملېشه‌و قوماندان دی، پيل شو.

لانجه پر دې راولاړه شوه چې هڅه وشوه، ملېشه ځواکونه چې د چټک ملاتړ په ځواکونو مشهور دي، د منظم پوځ په تشکیلاتو کې مدغم شي، خو دقلو یې مخالفت وکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG