نړۍ
د سوډان امنیتي ځواکونو یو شمېر مظاهره کوونکي نیولي
د سوډان امنیتي ځواکونو یو شمېر مظاهره کوونکي نیولي چې دقیق شمېر یې معلوم نهدی.
دا نیول د پوځي کودتا په تعقیب په داسې حال کې کېږي چې نړیوالې ټولنې د دې هېواد پر پوځ بندیزونه زیات کړي دي.
د اسوشیټډ پرس په وینا، په سلګونو مظاهرهچیانو د سوډان د پلازمېنې خارطوم په ختیځ کې پر امنیتي ځواکونو ډبرې وویشتلې.
د خارطوم په شمال کې امنیتي ځواکونو په لسګونه مظاهرهچیان د اوښکې بهوونکي ګاز او ربړي مرمیو په ډزو وویشتل.
د سوډان د اطلاعاتو وزارت چې لا هم د سوډان لیرې شوي حکومت ته وفادار دی، ویلي چې امنیتي ځواکونه د پلازمېنې کنټرول ګړندی کوي.
د سوډان پوځ د اکټوبر په ۲۵مه نېټه صدراعظم عبدالله حمدوک نیولی او په دغه افریقایي هېواد کې یې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د وروستیو راپورونو له مخې حمدوک اوس په خپل کور کې نظربند دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
حزبالله د اسراییلو په برید کې د خپل مشر وژنه تایید کړه
د لبنان حزبالله تایید کړه چې د دوی مشر حسن نصرالله د اسراییلو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
دا خبر رویټرز او اسوشېټېډ پرېس خبري اژانسونو ورکړی دی.
د اسراییلو پوځ نن وویل چې د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله یوه ورځ مخکې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یو لړ هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.
امریکا، حزب الله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
اروپايي ټولنه د حزبالله پوځي برخه په تور لېست کې شامله کړې ده.
د حزبالله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې استازي لري.
حزبالله یوه ملېشه ډله او یو سیاسي ګوند دی چې د لبنان د سویل لویه برخه کنټرولوي.
د اسراییلو د پوځ ویاند افیخای ادرعي په یوه بیان کې چې په ایکسپاڼه خپور شوی، ویلي چې د حزبالله د جنوبي محاذ قومندان علي کرکي او یو شمېر نور قوماندانان هم وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه:"پیغام روښانه دی، موږ به هر هغه چا ته ورسېږو چې په شمال، سویل او یا نورو لرو جبهو کې اسراییلي اتباع ګواښي."
د اسراییلو دفاعي ځواکونو هم په ایکسپاڼه کې ویلي چې حسن نصرالله به نور د نړۍ د وېرولو توان ونه لري.
رویټرز د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایران رهبر ایتالله علي خامنهيي خوندي ځای ته وړل شوی او کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
اسراییلي رسنیو نن سهار خبر ورکړ چې د حزبالله د مشر لور زینب نصرالله هم د اسراییلو په برید کې وژل شوې ده.
حزبالله دغه راپورونه نه دي تایید کړي.
د حسن نصرالله زوی هادي په ۱۹۹۷ کال کې د اسراییلي ځواکونو پر ضد په جګړه کې وژل شوی و.
اسراییلو یو وار بیا د حزبالله پر اهدافو د بریدونو خبر ورکړ
د اسراییلو پوځ نن شنبه یو وار بیا د لبنان پلازمېنه بیروت کې په یو شمېر سیمو چې دوی یې د حزبالله اهداف بولي بریدونه کړي دي.
تازه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې په بیروت کې د حزبالله ډلې د قوماندې مرکز د اسراییل د توغندیزو بریدونو هدف وګرځېد.
د ایران له ملاتړ برخمن حزبالله ډلې د مشر حسن نصرالله د برخلیک په اړه سمدستي څه جزییات نهشته او نه هم د دوی ډلې څه ویلي.
خو اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د حسن نصرالله لور زینب نصرالله وژل شوې ده.
د حسن نصرالله زوی هم په ۱۹۹۷م کال کې له اسراییلو سره په جګړه کې وژل شوی و.
حزبالله د امریکا لهخوا ترهګره ډله ګڼل کېږي او اروپايي ټولنې بیا د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.
اخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش په منځني ختیځ کې د سمدستي اوربند د ټینګښت غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي، په لبنان کې جګړه به د نورو بهرنیو قدرتونو په ښکېلولو سره وضعیت لا کړکېچن کړي.
ګوتېریش دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د اسراییلو او حزبالله ترمنځ شخړې زور اخیستی دی.
زیلینسکي: له ټرمپ سره مې ډېرې معنی لرونکې خبرې ترسره کړې
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وایي، د امریکا له پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې ډېرې معنی لرونکې خبرې ترسره کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د انتقاد کوونکو په خبره د ټرمپ د روسیې پلوه دریځ په خاطر د دواړو مشرانو ترمنځ اړیکې ښې نهدي.
د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپالو له کاندیډ ټرمپ سره تر کتنې وروسته زیلینسکي پر ټیلیګرام ولیکل چې له هغه سره یې غونډه ډېره معنی لرونکې وه او زیاته یې کړه چې ټرمپ ته یې د بري پلان توضیح کړ.
د زیلینسکي په خبره: "دغه پلان د اوکراین وضعیت او دا چې جګړه زموږ د خلکو لپاره څه نتیجې لري، په جزییاتو بیانوي."
ټرمپ له زیلینسکي سره له خبرو مخکې چې هغه یې هم په خوا کې ولاړ و وویل چې که د نومبر د میاشتې انتخابات وګټي، نو به دوی له دواړو لورو سره کار وکړي چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسېږي.
په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت تر راتلونکې کال پورې پای ته رسېږي
د امریکا متحدهایالاتو پرون جمعه اعلان وکړ چې د عراق له حکومت سره یې یوه موافقه کړې چې له مخې یې په دې هېواد کې د امریکا پوځي ماموریت تر راتلونکې کال پورې پای ته رسېږي.
د دغې موافقې له مخې به په عراق کې امریکایي ځواکونه چې نژدې دوه لسیزې په دې هېواد کې حضور لري، له خپلو ځینو اډو ووځي.
خو د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا حکومت په دې اړه چې ایا په عراق کې یو شمېر امریکایي سرتېري به چې اوس یې شمېر شاوخوا ۲۵۰۰ ته رسېږي، پاتې کېږي او که دغه اعلان له دې هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو په معنی دی، له زیاتو جزییاتو ورکولو ډډه وکړه.
په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ماموریت په دې هېواد کې د سخت دریځې اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې جګړې متمرکز دی.
بلېنکن: اسراییل او حزبالله باید جګړه ودروي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وایي، د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزبالله پر مرکزي دفتر د اسراییل د وروستي پراخ برید سره سره په منځني ختیځ کې د شخړو د هواري لپاره د ډیپلوماسۍ لاره تراوسه پرانیستې، خو هغه ټینګار وکړ چې اسراییل او حزبالله دواړه باید جګړه ودروي.
په عین حال کې ایران، روسیې او د هغوی متحدینو د بیروت په څنډه کې دغه بریدونه چې د اسراییل ټيوي په وینا، هدف یې د حزبالله مشر حسن نصرالله و، غندلي او تهران هغه جنګي جنایت وباله.
د اسراییل پوځ د دغو بریدونو پخلی وکړ، خو په مستقیم ډول یې تایید نهکړه چې په دغو بریدونو کې د حزبالله ډلې چې امریکایې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، مشر حسن نصرالله په نښه شوی و.
تراوسه د هغه د برخلیک په اړه زیات جزییات نهشته او اړوند یې ډېر ګونګوسې روانې دی.
په عین حال کې د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې اسراییل د لبنان پر وړاندې د ده په خبره د ډلوژنې د جګړې له پرمخ بیولو راوګرځوي.
بایډن: امریکا په بیروت کې د حزبالله پر مرکز د اسراییلو له بریده خبر نه درلود
د امریکا ولسمشر ویلي، متحدهایالات په بیروت کې د حزبالله د قوماندې پر مرکز د اسراییلو له برید خبر نه درلود او په دې حمله کې کوم رول نه لري.
بایډن زیاته کړې چې په بیروت د اسراییلو د دغه برید په اړه ډېرو جزییاتو ته اړتیا لري.
تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویلي چې دوی ته د یاد برید په اړه خبرداری نه و ورکړل شوی او د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن هغه وخت له خپل اسراییلي سیال سره خبرې کولې چې دا برید روان و.
د اسراییلو پوځ ویلي چې په بیروت کې یې د حزبالله د قوماندې مرکز هدف ګرځولی دی.
د راپورونو له مخې، لږ تر لږه څلور ودانۍ د بیروت په ضاحیه سیمه کې بشپړې نړېدلي دي.
د شپې تر ناوخته د دوو کسانو د وژل کېدو او د ۷۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.
اسراییلي رسنیو ویلي چې د دغه برید هدف د حزبالله ډلې مشر حسن نصرالله و.
د امریکا عدلیې وزارت د ایران د سپاه پاسداران په درېیو غړو جنايي تورونه لګولي
د امریکا عدلیې وزارت د سپټمبر په ۲۷مه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په درېیو غړو جنايي تورونه لګولي.
لامل یې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین د هک کولو او د نومبر د پنځمې نېټې د انتخاباتو د ګډوډولو هڅې یادې شوي دي.
دا تورونه د ولسمشر جو بایډن د ادارې هغه وروستي اقدامات دي چې غواړي د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ او د هغه د ډیموکراتیک سیالې کامالا هاریس تر منځ د نومبر میاشتې راروانې ولسمشرۍ ټاکنې د بهرنیو لاسوهنو له ګواښه خوندي کړي.
د امریکا د خزانې وزارت هم ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران پر اوو غړو یې بندیزونه لګولي دي.
د دغو بندیزونو او جنایي تورونو سره مخامخ اشخاصو په اړه جزییات نه دي رسنیز شوي.
د خیبر پښتونخوا د دو قومونو ترمنځ شخړو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۷ ته رسېدلی
د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمې ولسوالۍ کې د دو قومونو ترمنځ شخړو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۷ ته رسېدلی دی.
په دغو خونړیو شخړو کې چې د دوو سني او شیعه قبیلو ترمنځ پیل شوې او نن یې پرلهپسې شپږمه ورځ ده، له ۱۵۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د فرانسپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، په کرمه کې یوه چارواکي په دې شرط چې نوم یې خپور نهشي دې آژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ په لسو ځایونو کې سختې نښتې دوام لري چې پهکې له درنو وسلو هم کار اخیستل کېږي.
د دغه چارواکي په خبره، د یوه اوربند لپاره د امنیتي چارواکو او نورو قومونو هڅو تراوسه نتیجه نهده ورکړې.
دغه چارواکي په روانو نښتو کې د ۳۷ کسانو د وژل کېدو او ۱۵۳ نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.
په پېښورکې یوه بل چارواکي چې د هغه نوم هم پټ ساتل شوي، ویلي چې په روانو شخړو کې ۲۸ کورونه ویجاړ شوي دي.
د چارواکو په وینا، شخړې د ځمکې پر سر پیل شوي چې اوس یې فرقهیي بڼه خپله کړې ده.
تر دې مخکې د روان کال په جولای میاشت کې د دغو قومونو ترمنځ نښتو کې ۳۵ کسان وژل شوي وو چې وروسته دواړو خواوو د یوې جرګې په منځګړیتوب سوله وکړه.
د اوکراین پر ایزمیل د روسیې بریدونه؛ درې کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي
اوکرایني چارواکي د داریوب بندر پر ایزمیل د روسیې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو په پراخو بریدونو کې د درې کسانو د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبرورکوي.
د ادیسه د سیمې والي اولې کیپرپر ټیلیګرام چینل د دغې مرګژوبلې خبرورکړی او ویلي یې دي چې په ټپیانو کې یو یې ماشوم دی.
ایزمیل چې د ناټو د غړې رومانیا پولې ته څېرمه پروت او د اوکراین د غلو د صادراتو یو مهم مرکز ګڼل کېږي، په ځلونو د روسیې په بریدونو کې په نښه شوی دی.
ایزمیل ته نژدې د رومانیا د تولسیا د سیمې چارواکو خلکو ته په یوه خبرداري کې ویلي چې بې پیلوټه الوتکې پولې ته نژدې لیدل شوي دي.
د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو همدارنګه د خیرسون، میکولاییف او سمي په سیمو کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو په وړاندې خلکو ته خبرداری ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه مرکز کې چاودنې لږ تر لږه ۱۵ پولیس ټپیان کړي
په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو په یوه مرکز کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ پولیس ټپیان شوي دي.
د پولیسو یوه افسر د ټیلیفون له لارې ازادي رادیو ته وویل چې چاودنه پرون ماښام د سپټمبر په ۲۶ مه د خیبر پښتونخوا د صوابۍ د پولیسو په سلاکوټ کې شوې ده.
یوه بل افسر، چې د پیښې په ځای کې حاضر و، وویل چې د ټپیانو شمیر ممکن تر ۳۰ پورې لوړ وي.
تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
د ۲۰۲۳م کال په اپرېل میاشت کې د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په دفتر کې په دوو چاودنو کې ۱۷ تنه وژل شوي وو.