د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

نړۍ

سوډان کې د اوربند له پای ته رسېدو مخکې پلازمېنه خرطوم کې جګړه شوې

سوډان کې جګړه
سوډان کې جګړه

په سوډان کې د درې ورځني نازک اوربند د پای ساعتونو ته له نږدې کېدو سره سم پلازمېنه خرطوم او درفور سیمه کې جګړه شوې ده.

نړیوالو اژانسونو لیکلي چې، په خرطوم کې پوځ نن پنجشنبه د ملېشه‌و پر اهدافو هوایي بریدونه کړي دي.

له کله چې د اپریل په پنځلسمه په سوډان کې د پوځ د مشر عبدالفتاح او برهان او د ملېشه ځواکونو د قومندان محمد حمدان دقلو ترمنځ جګړه پیل شوې، څو ځله د اوربند هڅه شوې، خو ناکامه شوې ده.

فرانس پریس اژانس لیکلي چې، د سوډان په جګړه کې تر اوسه ۵۱۲ تنه وژل شوي او ۴۱۹۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د راپورنو له مخې د درې ورځني اوربند پر مهال چې نن نیمه شپه پای ته رسیږي، د تاوتریخوالي کچه کمه وه او ګڼو هېوادونو د خپلو اتباعو ایستل ګړندي کړي دي.

ډيپلوماتیکې هڅې روانې دي چې د جګړې دواړه لوري د اوربند دوام ته وهڅوي، خو تر اوسه یې د بریا څرک نه لګیږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

چارواکي: کراچۍ کې وژل شوي چينايي وګړي د برښنا د يوې فابريکې انجينران وو

د تېرې یکشنبې په ورځ د کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه د شوي برید له کبله د یوه سوځېدلي موټر انځور
د تېرې یکشنبې په ورځ د کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه د شوي برید له کبله د یوه سوځېدلي موټر انځور

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب پرون سه‌شنبه وویل چې هغه دوه چینایي اتباع چې د یک‌شنبې په ورځ د پاکستان په کراچۍ کې نړیوال هوايي ډګر ته نژدې په یوه چاودنه کې ووژل شول، د برښنا د یوې فابریکې انجینران وو.

د رویترز خبري اژانس د راپور له‌مخې، نوموړي په یوه ویډیویي بیان کې چې د محلي تلوېزیوني خبري چینلونو له‌خوا خپور شوی، ویلي چې له دغو چینایي انجینرانو سره چې دوی د تعرفې پر بیا کتنې خبرې کولې، د آی‌پي‌پي IPP یا د خپلواکه برښنا تولیدونکو په توګه یې کار کاوه.

په اسلام‌اباد کې د چین سفارت وویل، هوایي ډګر ته نژدې په برید کې چې مسوولیت یې د بلوڅانو بیلتون غوښتونکې ډلې با بي‌ایل‌اې BLA اخیستی، Port Qasim Electric Power Company د کمپنۍ د موټرو یو کاروان په نښه شوی و.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌‌مخې، په‌دې چاودنه کې شاوخوا دېرش تنه ټپیان شوي دي.

په اسلام‌اباد کې یوه جګپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، وروستی برید امنیتي ناکامي وه او په کراچۍ کې د چینایانو د امنیت لپاره ګومارل شوي ټول لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه شوي دي.

دا په پاکستان کې پر چینايي اتباعو د مارچ د میاشتې له ځانمرګي برید وروسته تر ټولو خونړی برید دی.

په هغه برید کې پنځه چینایي انجینران چې د اوبو د برښنا په پروژه کې یې کار کاوه ووژل شول چې له امله یې پېکېنګ له اسلام‌اباد څخه وغوښتل چې د چینایي وګړو لپاره امنیتي تدابیرسخت کړي.

د فرانسې حکومت د اسامه بن‌لادن زوی ته له دې هېواده د وتلو امر کړی

د القاعده شبکې د بنسټګر او پخواني مشر اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن
د القاعده شبکې د بنسټګر او پخواني مشر اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن

فرانسوي چارواکو د سه‌شنبې په ورځ د تلې یا میزان ۱۷مه اعلان وکړ چې د القاعده شبکې د بنسټګر او پخواني مشر اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن ته یې امر کړی چې له فرانسې ووځي.

فرانس پرېس خبري اژانس د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې دغه اقدام یې په ټولنیزو شبکو کې د عمر له څرګندونو وروسته کړی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو ریتالو په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټويټر کې لیکلي، عمر بن لادن په ۲۰۲۳م کال کې په خپلو ټولنیزو شبکو کې داسې څرګندونې خپرې کړې وې چې د ترهګرۍ ملاتړ یې په ډاګه کړی و.

د ریتالو په وینا، محکمو د فرانسې د حکومت د دې پرېکړې مشروعیت د هېواد د ملي امنیت له ګټو سره سم تایید کړی دی.

۴۳ کلن عمر بن لادن په سعودي عربستان کې زېږېدلی، خو هغه په سوډان او افغانستان کې هم ژوند کړی دی.

هغه په ۱۹ کلنۍ کې خپل پلار پرېښود او بلاخره په ۲۰۱۶م کې د فرانسې په شمال کې د نورمانډي په ښار کې مېشت شو او انځورګري یې پیل کړه.

پاکستاني چارواکو د بلوڅانو یوه مخکښه فعاله ماهرنګ بلوڅ بهر ته له سفره راګرځولې

 د بلوڅانو یوه مخکښه فعاله ماهرنګ بلوڅ
د بلوڅانو یوه مخکښه فعاله ماهرنګ بلوڅ

پاکستاني چارواکو د بلوڅانو یوه مخکښه فعاله ماهرنګ بلوڅ بهر ته له سفره راګرځولې ده.

ماهرنګ بلوڅ پرون ناوخته پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، د امریکا نیویارک ښار ته په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه روانه وه چې د کراچۍ له هوايي ډګره راوګرځول شوه.

اغلې بلوڅ ویلي، چارواکو ترې پاسپورټ اخیستې او غواړي چې په دې اقداماتو سره د "بلوڅانو غږ خاموشه" کړي.

د کراچۍ په هوايي ډګر کې پاکستاني چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، د ماهرنګ بلوڅ او یو شمېر نورو بلوڅ فعالانو نومونه په هغې لېست کې شامل دي چې د سفر بندیز پرې لګېدلی دی.

ماهرنګ بلوڅ په دې وروستیو کې د امریکا په ټامیز مجله کې د نړۍ د سلو اغېزمنو کسانو په نوملړ کې شامله شوې وه.

اغلې بلوڅ په بلوچستان کې د جبري بې درکیو پر ضد د غږ پورته کولو یو سمبول ګرځېدلې او د بلوڅانو ډېر لاریونونه د هغې تر مشرۍ لاندې ترسره کېږي.

اسراييلو د حزب‌الله د يو جګپوړي مشر سهيل حسين حسيني د وژنې خبر ورکړی

په لبنان کې د حزب‌الله پر وړاندې د اسراییلو د عملیاتو له کبله یوه ویجاړه شوې سیمه
په لبنان کې د حزب‌الله پر وړاندې د اسراییلو د عملیاتو له کبله یوه ویجاړه شوې سیمه

د اسرايیلو پوځ وايي، د لبنان د حزب‌الله ډلې یو جګپوړی مشر سهيل حسین حسیني یې په پلازمېنه بیروت کې په یوه برید کې وژلی دی.

د اسرايیلو پوځ د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، حسیني وژل شوی، خو په‌دې اړه نور جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

په ځینو راپورونو کې راغلي چې سهیل حسین حسیني له ایرانه حزب‌الله ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو د انتقال مسوول و.

حزب‌الله یوه ملېشه ډله او یو سیاسي ګوند دی چې د لبنان د سویل لویه برخه کنټرولوي.

امریکا، حزب‌الله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د حزب‌الله پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.

د حزب‌الله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

ایران نن اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد دې برید نه‌کوي.

تهران یوه اوونۍ وړاندې پر اسرايیلو لسګونه توغندي وتوغول.

امريکا اسراييلو ته: د بيروت هوايي ډګر ته غځېدلي سړکونه مه په نښه کوئ

د اسراییلو بریدونو له کبله د لبنان د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور
د اسراییلو بریدونو له کبله د لبنان د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

متحده‌ایالاتو اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې د لبنان د پلازمېنې بیروت هوایي ډګر یا هغه سړکونه په نښه نه‌کړي چې دغه میدان ته ورځي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، دا ګواښ داسې وخت ورکړل شوی چې د اسراییلو پوځ د بیروت په جنوبي څنډه کې د حزب‌الله پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

حزب‌الله یوه ملېشه ډله او یو سیاسي ګوند دی چې د لبنان د جنوب لویه برخه کنټرولوي.

امریکا، حزب‌الله د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپايي ټولنې د حزب‌الله پوځي څانګه په تور لېست کې اچولې ده.

د حزب‌الله سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دا مهمه ده چې نه یوازې د بیروت هوايي ډګر خلاص وي، بلکې هغه سړکونه هم خلاص وي چې له بیروته د راوتلو په وخت امریکایانو او د نورو هېوادونو اتباعو ته خنډ پېښ نه‌شي.

یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د اسرايیلو هوایي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د بیروت ښار په جنوبي څنډه کې د دغه ښار هوایي ډګر ته څېرمه برید وکړ.

کانتاس هوايي شرکت د یوه فلم د بربنډو شېبو له نندارې بخښنه غوښتې

د کانتاس هوايي شرکت یوه الوتکه
د کانتاس هوايي شرکت یوه الوتکه

د اسټرالیا اړوند کانتاس هوايي شرکت په یوه پرواز کې د هغه فلم له نندارې بخښنه وغوښته چې ګڼې بربنډې شېبې لري.
کانتاس شرکت پرون په یوه بیان کې ویلي چې د یوې تخنیکې ستونزې له کبله دا پېښه شوې.

له سیډني تر جاپانه د کانتاس شرکت په دغه پرواز کې شاوخوا ۴۰ دقیقې د مسافرو مخ ته په وړو تلوېزیونو کې د ډاډیو Daddio فلم نندارې ته وړاندې شوی و او هیچا نه شو بدلولی، ځکه دا واړه سکرینونه لاک یا قفل شوي وو.

دا فلم په امریکا کې د بربنډو صحنو او جنسي اړیکو په خاطر تر ۱۷ کلنو کشرانو او په استرالیا کې تر ۱۵ کلنو کشرانو ته له ښودلو منع دی.

د ښځو نړیوال جام سیالۍ؛ استرالیا له نیوزیلنډ سره لوبه لري

د نیوزیلنډ لوبډلې لوبغاړې
د نیوزیلنډ لوبډلې لوبغاړې

د ښځو په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې نن سې شنبې په اې ګروپ کې د استرالیا او نیوزیلنډ لوبډلې مخامخ کېږي.

نیوزیلنډ او استرالیا تراوسه پورې یوه- یوه سیالي کړې او دواړو خپل سیالان مات کړي دي.

پرون د انګلستان او جنوبي افریقا د ښځو ملي لوبدلې مخامخ شوې چې د انګلستان لوبډلې په ۷ ویکټونو او ۴ توبونو جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه.

د ښځو د نړیوال شل اوره جام سیالۍ، چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شوې او د اکټوبر په شلمه پای ته رسېږي.

چارواکي: له هلمند سیند څخه ۳۰۰ میلیون مکعب متره اوبه ایران ته بهېدلي

د هلمند سیند یوه څنډه
د هلمند سیند یوه څنډه

د ایران د اوبو د ادارې یوه ویاند د خپل هېواد "د اوبو ډیپلوماسي" بریالۍ وبلله او ویې ویل چې د اوبو په وروستي موسم کې، چې د میزان له پیل او د سنبلې تر پایه و، له هلمند سیند څخه ۳۰۰ میلیون مکعب متره اوبه ایران ته بهېدلي دي.

د ایران د دولتي خبري اژانس، ایرنا د راپور له مخې، فیروز قاسمزاده وویل، د دې اندازې اوبو رسېدو د اوبو په برخه کې دوی ډاډه کړي دي.
د ایران د اوبو د صنعت ویاند د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د مارچ او اپریل په وروستیو کې په سیمه او افغانستان کې پرېمانه بارانونه سبب شول چې ایران ته کافي اوبه ورسېږي."

قاسمزاده زیاته کړه چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ولسوالۍ د اوبو ډنډونه ډک شوي دي.

سږ کال په افغانستان کې په تېرو ۴ لسیزو کې تر ټولو ډېر بارانونه واورېدل چې له کبله یې په ډېرو سیمو کې سېلابونه وبهېدل او د سرومال تاوانونه یې واړول.

د اوکراین د حملې له کبله د اشغال شوې کریمیا د تېلو یوې ډیپو اور اخیستی

په اشغال شوې کریمیا کې د تېلو یوې ډیپو کې اور لګېدلی چې لوګي ترې پورته کېږي.
په اشغال شوې کریمیا کې د تېلو یوې ډیپو کې اور لګېدلی چې لوګي ترې پورته کېږي.

نن سهار د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې د حملې له کبله د اشغال شوې کریمیا په فیودوسیا سیمه کې د تېلو یوې ډیپو اور اخیستی دی.

روسي چارواکو په ټیلیګرام کانال کې دا خبر ورکړی دی.

ځایي اوسېدونکو په فیودوسیا کې پر ځايي وخت سهار څلورنیمې بجې د اور تر لګېدو وروسته د څو چاودنو خبر ورکړی دی.

د روسیې له خوا د دې سیمې لپاره ګمارل شویو چارواکو هم په دې ډیپو کې د اور لګېدو خبر تایید کړی، خو د بې پیلوټه الوتکې د حملې په باب یې څه نه دي ویلي.

د کریمیا د مشرۍ لپاره د روسیې له‌خوا ګمارل شوي سلاکار اولیګ کرېچکوف په ټیلیګرام کې لیکلي چې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د روسیې دفاع وزارت په ټیلیګرام کې لیکلي چې د دوی د هوايي مدافع دستګاوو نن سهار د اوکراین له‌خوا ۲۱ توغول شوې بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

له دې جملې ۱۲ الوتکې پر کریمیا او ۶ پر کورسک سیمې توغول شوې وې.

د ښځو د کرکټ نړیوال جام؛ انګلستان له جنوبي افریقا سره سیالي لري

د جنوبي افریقا یوه لوبغاړې د لوبې پر مهال
د جنوبي افریقا یوه لوبغاړې د لوبې پر مهال

د ښځو د کرکټ د شلو اوورونو نړیوال جام سیالیو په لړ کې به نن انګلستان او جنوبي افریقا په متحده عرب اماراتو کې له یوبل سره مخامخ شي.

ټاکل شوې دغه لوبه د کابل پر وخت ماښام شپږنیمې بجې په شارجه کې پیل شي.

پرون هند پاکستان ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه او ویسټ اینډیز وتوانېد سکاټلنډ ته ماتې ورکړي.

د ښځو شلو اوورنو نړیوال جام سیالۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شوې او پایلوبه به یې د اکټوبر پر شلمه وشي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG