No media source currently available
له تېرې شنبې راپه دې خوا چې د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ جګړه پيل شوې ده د خلکو ستونزې زیاتې شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان پرون خبر ورکړ چې تر اوسه د یوې اوونۍ په ترڅ کې په جګړې کې تر څلور سوه ډېر کسان وژل شوي او تر درې زره پنځه سوه ډېر ټپيان شوي دي.