د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د سوډان په جګړه کې ایسار افغانان را ایستل کېږي


د سوډان له جګړې ايستل شوي خلک
د سوډان له جګړې ايستل شوي خلک

د سوډان له جګړې د بهرنیانو د را ایستلو عملیات په چټکۍ روان دي.

په دې ډله کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د پنجشنبې په ورځ له سوډانه د ایسارو افغانانو له ډلې یو شمېر د سعودي عربستان جدي ښار ته رسول شوي.

دوی د سعودي په همکارۍ د ګڼو نورو بهرنیانو تر څنګ له سوډانه ایستل شوي او جدې ته په کښتیو او الوتکو کې رسول شوي دي.

طالب چارواکي وایي چې، له سوډانه را ایستل شوي افغانان به ژر افغانستان ته راولي او ژمنه کوي چې هلته به پاتې نور ایسار افغانان هم ژر راوباسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو پر اساس ټول ټال ۱۲۰ افغانان په سوډان کې ایسار پاتې وو.

اخوا د پاکستان حکومت هم ویلي چې، تر ۷۰۰ زیات پاکستانیان په سوډان کې ایسار و چې له ډلې یې ۲۰۰ کسان امن ځایونو ته انتقال شوي دي.

خو تر ټولو زیاتې اندېښنې بیا د هغو شاوخوا شپاړسو زرو امریکایانو او ۴۰۰۰ برېټانویانو په اړه دي چې د سوډان په جګړه کې ایسار دي.

د امریکا او برېټانیا په حکومتونو د دوی منتقدین نیوکه لري چې، د خپلو اتباعو په را ایستلو کې پڅ عمل کوي او داسې نه‌شي چې د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګست د تخلیې کیسه هلته تکرار شي.

خو چارواکو ویلي، خپلې ټولې هڅې کوي چې خپل اتباع خوندي را وباسي.

په سوډان کې د پوځ او د ملېشه ډلې تر منځ له شاوخوا دوو اونیو سختې جګړې روانې دي.

که څه هم د امریکا په منځ‌ګړیتوب د سه‌شنبې په ورځ یو ۷۲ ساعته اوربند پيل شو خو د راپورونو له مخې د سوډان پوځ د پلازمېنې خرطوم او ځینو نورو سیمو کې د مخالفو ملېشو کمپونو ویشتي دي.

د سوډان د روغتیا وزارت اعلان کړی چې لږ تر لږه ۵۱۲ کسان په دې دوو اوونیو کې وژل شوي او څه باندې څلور زره نور کسان ټپيان دي.

وېره یې شته چې واقعي شمېرې تر دې ډېرې وي، ځکه د جګړې له لومړۍ ورځې د ګڼو کسانو مړي په سړکونو پاتې وو.

په سوډان کې د واک پر سر د دوو جنرالانو جګړې دا هېواد له یوه کړکېچ سره مخ کړی دی.

د پوځ د مشر جنرال عبدالفتاح البرهان او د هغه د پخواني مرستیال او اوسني سیال محمد همدان دقلو زرګونه جنګیالي د سوډان په لارو کوڅو کې سره په جګړه اوښتي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG