د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو له سوډانه د خپلو زرګونه اتباعو د تخلیې بهیر چټک کړی


په سوډان کې د فرانسې یوه الوتکه چې خپل اتباع تخلیه کوي.
په سوډان کې د فرانسې یوه الوتکه چې خپل اتباع تخلیه کوي.

د سوډان په جګړه کې له نسبي ارامۍ وروسته د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د خپلو زرګونه اتباعو د تخلیې بهیر چټک کړی دی.

په سوډان کې د دوو پوځي قومندانانو ترمنځ د پيل شوې جګړې دا دی لس ورځې پوره شوې، خو تر اوسه یې د پای ته رسېدو کوم څرک نه لګېږي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د جګړې له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۴۲۰ تنه وژل شوي او دغه هېواد له بشري ناورین سره مخامخ شوی دی.

په سوډان کې میلیونونه کسان لومړنیو خدمتونو ته له لاسرسي محروم شوي او زرګونه بهرني ډيپلوماتان، د خیر ښیګڼې کارکوونکي او محصلان تر جګړې لاندې سیمو کې بند پاتې دي.

د راپورونو له مخې، د شنبې او یکشنبې په ورځو جګړه په نسبي ډول ارامه وه چې ترڅ کې یې بېلابېلو هېوادونو د تخلیې چارې ګړندۍ کړې.

دې لړ کې امریکا د پوځي هیليکوپټرو له لارې د سوډان له پلازمېنې خرطوم نه د خپل سفارت کارکوونکي تخلیه کړل.

د جرمني 'ډي پي اې' خبري اژانس ویلي، اروپایي ټولنې هم څه باندې زر تنه له سوډانه تخلیه کړي دي.

اژانس نن دوشنبه د اروپایي ټولنې د بهرني پالیسۍ د مشر جوزف بوریل په حواله دا خبره کړې او بوریل له فرانسې مننه کړې چې دې عملیاتو کې یې مرسته کړې.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل

ډي پي اې لیکلي، د تخلیه شویو په ډله کې شل اروپایي چارواکي هم شامل دی.

په سوډان کې لږ تر لږه د تخلیې دوه کاروانونه چې یوه کې د قطر د سفارت کارکوونکي او بل کې فرانسوي اتباع انتقالېدل تر برید لاندې راغلي دي.

دې بریدونو کې د یوه کس د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.

د تخلیې عملیاتو ته ځینو هېوادونو پوځي الوتکې لېږلي، خو یو شمېر نور بیا هڅه کوي چې خپل اتباع د سر سمندر تر بندره په موټرو کې ورسوي او بیا یې بېړیو کې کېنوي.

له همدې بندره چې له خرطوم سره شاوخوا اته سوه کیلو متره واټن لري، ځینې بېړۍ سعودي عربستان ته رسېدلي دي.

د سوډان جګړې په خرطوم او شاوخوا ښارونو کې یو شمېر روغتونونه بند کړي او جګړه کې د ډبلیو ایف پي د درېیو کارکوونکو له وژلو وروسته دغې ادارې د مرستې رسونې چارې هم ځنډولي دي.

په سوډان کې د پوځ او د' آر ایس ایف' د ملېشه ځواک ترمنځ د قدرت پر سر جنګ د اپرېل په ۱۵مه پيل شو.

دا دوه ډلې، چې پخوا سره متحدې وې، په ۲۰۲۱ کې یې په ګډه د پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېدې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG