د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د طالبانو حکومت: د سوډان له جګړې مو د لسګونه افغانانو د ايستلو هڅه پيل کړې


د سوډان د جګړې يو انځور
د سوډان د جګړې يو انځور

په داسې حال کې چې په د سوډان کې کورنۍ جګړه نن نهمې ورځې او د دغه هېواد پلازمېنې خرطوم ته وغځېده، د طالبانو حکومت وايي په هغه هېواد کې د بندو ۱۲۰ افغانانو د را ایستلو هڅه کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد که څه هم د يادو افغانانو په اړه چې څوک دي، ډېر جزیات نه ورکوي خو ازادي راډیو ته یې وویل، د دوی د بهرنیو چارو د وزارت له لوري یې د پېژندنې کار پیل شوی او که اړتیا شوه په خوندي ډول به له هغه هېواده وویستل شي.

"په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت هڅې روانې دي
مجاهد

نوموړی وايي: "په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت هڅې روانې دي، په دې کې به هغه افغانان چې په سوډان کې دي تشخیص شي او هم به د خطر اندازه معلومه شي، که هلته دوی ته خطر موجود وو نو د را ایستلو کار به یې پیل شي او په خوندي ډول به راوویستل شي، په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت په کار مصروف دی."

نوموړي په دې اړه ډېر جزیات ورنه کړل.

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

ازادي راډیو هڅه وکړه، چې دا معلومات د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت تر لاسه کړي، خو د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنه ځواب نه‌کړه.

دغه شان د سوډان په جګړه کې د بندو پاتې افغانانو د کورنیو په موندلو او ورسره په خبرو کولو هم بریالي نه‌شوو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم تېره ورځ په خوست کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي وو، دوی د سوډان په جګړه کې د بندو ۱۲۰ افغانانو د را ایستلو هڅه کوي.

ښاغلي متقي ادعا وکړه چې حکومت یې له دې وړاندې په ایران، پاکستان او ترکیه کې زرګونه نور افغانان چې د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله هلته بندیان وو هم راخوشې کړي دي.

دا ادعا په داسې حال کې کېږي، چې د پاکستان په زندانونو د افغان بندیانو مدافع وکیلې منیزې کاکړ د وري په اته ویشتمه نېټه ازادي رادیو ته ویلي وو، تر اوسه شاوخوا سل تنه افغانان د ویزې یا نورو لازمو اسنادو د نه درلودلو په تور په کراچۍ او د سند ایالت د نورو ښارونو په زندانونو کې بندیان دي.

د طالبانو حکومت په داسې مهال په سوډان کې د بندو افغانانو د رایستلو د هڅو خبره کوي چې ياد هېواد له تېرو نهه ورځو راهیسې د سختو کورنیو جګړو شاهد دی.

دا جګړه په سوډان کې د پوځ او د (ار ایس ایف) د ملېشه ځواک ترمنځ ده، دا دوې ډلې چې پخوا سره متحدې وې، په ۲۰۲۱ کې یې په ګډه د کودتا له لارې واک ترلاسه کړ.

تېره ورځ جګړه په پلازمېنه خرطوم کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په شمول د حساسو دولتي ودانیو شاوخوا ته وغځېده، او بېلابېلو هېوادونو له خرطوم څخه د خپلو اتباعو د ایستلو اعلان وکړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مهمو دولتي ودانیو د نیولو پر سر د سختې جګړې له کبله د پلازمېنې ډېر اوسېدونکي بند پاتې دي، ځکه چې هوايي ډګر غیر فعال شوی او په واټونو کې خطر دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG