د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ افغان ماشومان له بې‌وزلۍ درانه کارونه کوي


ارشیف: کابل کې یو افغان ماشوم د کار پر مهال. Aug. 17, 2022
ارشیف: کابل کې یو افغان ماشوم د کار پر مهال. Aug. 17, 2022

د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ په داسې حال کې راځي، چې په افغانستان کې زیات شمېر ماشومان د خپلو کورنیو د بې‌وزلۍ او کمزوري اقتصاد له امله له زده‌کړو بې‌برخې او درانه کارونه کوي.

دولس کلن جمشید او کوچنی ورور یې ورځ د کابل په واټونو خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډودۍ ګټلو په هیله ماښاموي.

جمشد په څلورم ټولګي کې و، چې پلار یې مړ شو، ښوونځی یې پرېښود او کار ته یې مخه کړه، چې اوس خلکو ته بوټونه رنګوي.

جمشيد وايي: "چندان کاروبار نه‌‌شته، په پیسو یې ایله څو ډوډۍ وشي، چې یو چا ته د بوټانو رنګولو لپاره لاړ شو، داسې نازونه راباندې کوي چې له کاره مو زړه بدوي. زما ورور او زه دومره کار کوو چې زموږ شپه او ورځ پرې تېرېږي."

میوند یو بل ماشوم دی، پلار ژوندی دی، خو وايي، سپین ږیری دی او کار نه‌شي کولی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زما د پلار ږیره سپينه ده، کار نه‌شي کولی، زه د کورنۍ ډوډۍ ګټونکی یم. زه باید کار وکړم."

د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکى ١۵ کلن محمد اجمل بیا په کار پسې ان ایران ته تللی دی.

اجمل وايي، پلار یې ناروغ دی او دی د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره کار کولو ته ایران ته په قاچاقي لاره تللی دی.

هغه وايي: "زه دوه کال کېږي چې ایران کې یم. له افغانستان څخه ایران ته په ډېر مشکل سره راغلم. زه د تابلوګانو کار کوم چې څلور میلیونه تومان وګټم هېڅ شی نه ترې جوړېږي، دلته هم وضعیت خراب دی."

دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې يو شمېر کورنيو هم ازادي راډيو ته ويلي وو، چې د بې‌وزلۍ له امله اړ شوي چې خپل ماشومان ايران ته د کار لپاره ولېږي.

د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ د ملګرو ملتونو د سازمان له‌خوا د ماشومانو د کار د مخنیوي لپاره نومول شوې او هر کال نمانځل کېږي.

په افغانستان کې ډېری ماشومان د خپلو کورنیو د کمزوري اقتصاد له امله په کانونو، د موټرو د ترمیم په ورکشاپونو، د خښتو په بټیو او نورو برخو کې په درنو کارونو بوخت دي.

افغان کارګر ماشومان. Aug. 20, 2022
افغان کارګر ماشومان. Aug. 20, 2022

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو دفتر په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ماشومانو کار د ماشومانو فزیکي او ذهني پرمختګ ته زیان رسوي او ټولنې باید د ماشومانو د کار مخه ونیسي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو له وزارت څخه وپوښتي چې د ماشومانو د کار د مخنیوي لپاره څه پلانونه لري، خو د دې وزارت مطبوعاتي مسوول جاوېد جویا د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو په افغانستان کې د ګارګرو ماشومانو لپاره د اشیانې په نوم د موسسې مشر محمد یوسف نواب وايي، دوی په زرګونو افغان کارګرو ماشومانو ته ښوونیز او روزنیز پروګرامونه وړاندې کوي.

نوموړی وايي: "موږ په اشیانه مرکز کې شاوخوا درې زره ماشومان لرو. د تعلیمي او حرفوي پروګرامونو سربېره، موږ ماشومانو ته د رواني او صحي مشورو خدمتونه وړاندې کوو. د روزنیز کورس له پای ته رسېدو وروسته، ماشومان کولی شي ښوونځي ته لاړ شي او ازموینه ورکړي."

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ او په دغه هېواد کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له زیاتېدو وروسته یو شمېر کورنۍ اړې شوې چې خپل ماشومان د یوې مړۍ ډودۍ د پیدا کولو لپاره سختو کارونو ته ولېږي.

د ماشومانو د ساتنې د نړیوال سازمان یا 'سیف ده چلډرن' د تازه شمېرو له مخې، یوازې تېر کال په افغانستان کې یو میلیون ماشومان پر کار بوخت وو.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د تېرې اوونۍ د شمېرو له مخې په افغانستان کې دا مهال ۲۸.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG