د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

فیض‌الله ذکي: په افغانستان کې ۳.۱ میلیونه ماشومان د خطر له ګواښ سره مخ دي


د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، په دغه هېواد کې ۳.۱ میلیونه ماشومان د بېلابېلو خطرونو له ګواښ سره مخ دي.

د دغه وزارت سرپرست فیض‌الله ذکي دا خبرې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» په کابل کې د خطر پر وړاندې له ماشومانو د ملاتړ ملي کنفرانس ته په وینا کې وکړې.

ښاغلي ذکي زیاته کړه:

"یو شمېر داسې ارقام موجود دي چې ۳،۱ میلیون ماشومان د خطر له ګواښ سره مخ دي، همدارنګه د ترور، انساني قاچاق او مخدره موادو یو شمېر شبکې فعالې دي چې له دوی ناوړه ګټه اخلي. د ځینو ارقامو له مخې، ۱،۲ میلیونه ماشومان دا مهال په درنو کارونو بوخت دي."

د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو سرپرست وزیر فیض الله ذکي
د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو سرپرست وزیر فیض الله ذکي

نوموړي وویل چې په تېرو څو کلونو کې په دې برخه کې د یو شمېر کارونو او هڅو سره سره لا هم ستونزې موجودې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق له ماشومانو د ملاتړ مؤسسې یا سیف د چلډرن او یو شمېر نورو ادارو هم په افغانستان کې د افغان ماشومانو د ناوړه وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

افغان ماشومان وايي چې لا هم له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د دولت له‌خوا یې لاسنیوی نه‌دی شوی او د خپل ژوند د تأمین لپاره خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.

په کابل ښار کې څو تنو کارګرو ماشومانو ازادي راډيو ته وویل:

"زما نوم رومل دی، غواړم چې درس ووایم او ښه شخصیت را نه جوړ شي، خو ورځنیو کارونو له دې هر څه ویستلی یم، موږ سره د مرستو ژمنه کېږي، خو نه رارسېږي. هره ورځ زه خپله کار کوم او خپل کور ساتم."

"ابرار یم، پلاسټیکونه پلورم او د ورځې ۱۵۰ افغانۍ جوړوم، کور کې یې هم ورکوم او سبا لپاره‌یې هم ساتم. بس همدا مې کار او ژوند دی. له نور هر څه وتلی یم."

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ځینو شمېرو له مخې دا مهال په هېواد کې ۵ تر ۶ میلیونه بې‌وزله ماشومان له خطر سره مخ دي.

د دغه کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي ازادي راډيو ته وویل، د دغه وضعيت دوام د اندېښنې وړ دی او باید مخه‌یې ونیول شي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي

صدیقي زیاتوي:

"دا شمېرې مخ په لوړېدو دي او موږ په دې اړه سخت اندېښمن یوو، د هغو ماشومانو شمېر هم مخ په ډېرېدو دی چې په درنو کارونو بوخت دي. هیله‌مند یوو چې په دې برخه کې جدي ګامونه واخیستل شي."

دغه کمېسیون وايي چې له شته هڅو سره سره بیا هم له وخته مخکې ودونه، درانه او زیات کارونه، زده‎کړو ته نه‌لاسرسی، روغتیايي ستونزې، په جګړو کې له ماشومانو استفاده، تاوتریخوالی، معلولیت، بې‎ځایه کېدل او په سرحدونو کې له ماشومانو سره ناوړه چلند هغه موارد دي چې د افغان ماشومانو ژوند ګواښي.

خو د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، حکومت د افغان ماشومانو د ژوند د ښه‌والي لپاره یو لړ پروګرامونه پلي کړي چې د دوی په ژوند کې به یو مثبت بدلون رامنځته کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG