افغانستان په نړۍ کې د نشه يي موادو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی چې ورځ په ورځ يې د معتادینو شمېر زیاتېږي او دا مهال نېږدې یو لک ماشومان پکې په نشو اخته دي.
مشتاق یو ۱۵ کلن افغان ماشوم دی چې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې د شپږم ټولګي زده کوونکی و، ۷ کاله مخکې د خپلو همزولو له خوا په سګرټو، چرسو او څه موده وروسته په شیشه یا کریسټال معتاد شو.
مشتاق تر نشې مخکې د زده کړې ترڅنګ، له ګچ کار سره شاګرد و، استاد به یې د ورځې ۸ سوه افغانۍ مزدوري ورکوله.
مشتاق د ښوونځي د لګښتونو سره سره له خپلې کورنۍ سره هم مالي مرسته کوله، خو له نا اهلو همزولو سره ناستې په نشو اخته کړ او هر څه یې له لاسه ورکړل.
نوموړی وایي:
"په شپږم ټولګي کې وم چې معتاد شوم، دوه درې ورځې مې له ملګرو سره پوډر وڅکول، اوه اته سوه افغانۍ مې کار کاوه، په هغو به مې شیشه، پوډر او چرس اخېستل او هغه به مې تر سهاره په کور کې څکول، سهار به خلیفه راته زنګ واهه چې کار ته راشه، کله چې به له استاد سره کار ته تلم، مازیګر به مې بیا په هغو روپو پوډر اخېستل."
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او امریکا متحده ایالتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې او قانون د تنفیذ ادارې ګډه سروې ښيي چې په دې هېواد کې یو لک ماشوم عملاً په نشو اخته دي او د هغو ماشومانو شمېر تر دې هم زیات دی چې په غیر مستقیم ډول د نشه يي موادو له امله زيانمن شوي دي.
مشتاق هم یو له هغو ماشومانو څخه دی چې په خپله شااوخوا کې د نشه يي موادو اسانه پيدا کېدلو او نااهله همزولو له لاسه په نشو اخته شوی دی.
مشتاق وویل:
"یوه نیمه میاشت چې مې شیشه وڅکوله، ښوونځی مې پرېښود، هر ځای چې به کېناستم، ماشومانو به را باندې غږونه کول چې معتاد یې او زه به وشرمېدم، ښوونځی مې پرېښود، یوازې کار ته به تلم او نشه يي مواد به مې هم خرڅول، له کورنۍ څخه به مې هم پیسې اخېستې، په کور کې به یې راته ویل چې تر څو به دا کار کوې؟"
له مشتاق څخه مې وپوښتل چې تر معتاد کېدو وروسته يې څه له لاسه ورکړل؟
هغه وویل:
"لومړی چې مې پوډر وڅکول مور مې راته وویل، ترڅو چې پوډر څکوې خپلې شیدې نه در بښم . ښوونځی مې پرېښود، هغه انډيوالان چې فوټبال به مې ورسره کاوه، هغه مې له لاسه ورکړل، یوازې شوم، ملګرو به را باندې خندل، ویل ته پوډري شوې او ما به هم سر ښکته واچاوه او روان به شوم."
د ځوانانو او ماشومانو تر منځ د نشې زیاتوالی د دې لامل شوی چې د عامې روغتیا وزارت د معتادینو د رسمي مرکزونو ترڅنګ، په کورونو کې هم د درملنې پروګرام پیل کړي.
د دې پروګرام هدف د هغو ماشومانو او ښځو درملنه ده چې د بېوزلۍ له امله د درملنې مرکزونو ته نه شي ورتلای.
راپور: مرسلین ارسلا