د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

په ننګرهار کې سلګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي


ارشیف
ارشیف

په ننګرهار کې سلګونه ماشومان چې د خپلې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده، پر درنو کارونو بوخت دي.

نور کریم هر سهار ښار ته د کار کولو لپاره په تګ او ماښام ستړی کور ته په راتګ مجبور دی.

دی ۱۶کلن دی، جګړې ترې د پلار سیوری اخیستی او دوه کاله کېږي چې د کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده.

نور کریم چې په ښار کې کراچۍ چلوي او هره ورځ د مزدورۍ په انتظار وي، وایي چې ډیر کله تش لاس کور ته ستنېږي.

هغه زیاتوي: "د رکشا کرایه مې هم نه کېږي، نه مې د کور کار پرې کېږي، مشر ورور مې نه شته، د ټولو مشر زه یم، دا خو مجبوري ده نو، خپله خواري کوو."

نور کریم یوازې نه دی په دې ښار کې سلګونه نور داسې ماشومان شته چې بېوزلۍ اړ کړي سختو او درنو کارونو ته اوږه ورکړي او زده کړې ترې پاتې شي.

د زده کړو ارمانجن ذبیح هغه ماشوم دی چې تمامه ورځ په ښار کې پلاستیکي کڅوړې پلوري او له دې لارې سل یا ۱۵۰ افغانۍ ګټي.

هغه زیاته کړه: "شپږنیمې بجې راوځم ښار ته، پلاستیکونه ګرځومه، سل یا یونیم سل روپۍ پیدا کوم او ماښام بېرته کور ته ځم."

د جلال اباد ښار یوه څنډه
د جلال اباد ښار یوه څنډه

د ماشومانو حقونو یو فعال سیدکمال اندېښنه ښيي او زیاتوي، ددې ماشومانو یوازې اوس له ستونزو ډک نه دی، بلکې هغه څه چې دوی اوس کوي د دوی او د ټولنې پر راتلونکي ناوړه اغیزې لري.

د هغه په وینا: "که چېرته دولت او د دغو ماشومانو کورنۍ د دوی غم ونه کړي نو د دوی راتلونکی به خراب وي، ځکه تاسې وګورئ، اکثر ځوانان لګیا دي او پوډر څکي، دا ټول د بېکارۍ وجه ده."

په همدې حال کې د ننګرهار د کار او ټولینزو چارو ریاست مسئولین وایي، په ننګرهار کې د تېر کال پرتله پر درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر زیات شوی چې لامل یې فقر، بېوزلي او د جګړو له امله بېځایه کېدنه یادوي.

د ننګرهار د کار او ټولنیز چارو رئیس عبدالحکیم شېرزاد په ښار کې د کاریګرو ماشومانو د کره شمېر په اړه معالومات نه لري، خو وایي چې سلګونو هغو ماشومانو ته یې د کار کسب زمینه برابره کړې چې پر سختو کارونو بوخت وو.

شېرزاد وویل: "په هرو شپږو میاشتو کې سل نفره ماشومان چې له ۱۴ کلنۍ پورته عمرونه ولري، له درنو کارونو ژغورو او په مختلفو کسبونو کې ورته د زده کړو زمینه برابروو او له مسلکي زده کړو وروسته ورته کاري وسایل سپارو او که غواړي د یوه مسلکي شخص په توګه کار وکړي نو اجازه ورکوو."

په ختیځ کې د دولتي ادارو تر څنګ یو شمېر خصوصي او نړیوالې ادارې او بنسټونه هم د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي.

خو یا د ماشومانو د درنو کارونو ستونزه دومره پراخه ده چې دا ادرې او بنسټونه ټول په درنو کارونو بوخت ماشومان نه شي ژغورلی، او یا خو په مرستو کې درغلي، چارو کې ګډوډي او په اقداماتو کې ناغیړ ي ددې سبب شوې چې د نور کریم په څېر له زده کړو پاتې او په درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر له یوې ورځې بلې ته زیات شي.

XS
SM
MD
LG